کور / تازه خبرونه / دمیدان وردګ والي له یوې بمي چاوني روغ وتلئ دئ

دمیدان وردګ والي له یوې بمي چاوني روغ وتلئ دئ

دمیدان وردګ ولایت والي محمد حلیم فدایي نن سهار په ۶ بجو او نه څلویښت دقیقو د ارغندۍ دپریکړي په سېمه کې له یوبمي چادونې روغ رمټ ووتو او دپیښې په تور څلور تنه نیول شوې دي.

دغه ساحه دکابل ولایت  دارغندي د پریکړی سیمه ده چې دیو پلچک لاندې څلور ماینونه ځای پرځای شوې وو چې دوه ماینونو د ښاغلي والي په موټرو انفجار وکړو، په پيښه کې ښاغلي والي او دده ساتونکوته کوم زیان نه دی رسیدلې، خو څلور تنه شکمن کسان دپیښې په تور نیول شوې چې امنیتي ارګانونو ته دپوښتنو او ګرویګنولپاره سپارل شوې دی، دوه نا چاودي ماینونه د مسلکي کسانو لخوا دخنثی کولو په حالت کې دي.

دا په داسې حالت کې ده چې دوه ورځې وړاندې دوسلوالود مهم قوماندان سیداغا ورور قوماندان رازق دافغان او ایساف په ګډو عملیاتوکې ووژل شوو او دوه نور دوسلوالو سیمه ییز قوماندان مالک دیوتن وسلوال نانۍ سره بیګاه شپه دافغان او ایساف په ګډو عملیاتو کې بیګاه دقلعه قیام په سیمه کې وژل شوې دي.

دیادنې وړ ده چې د میدان وردګ ولایت امنیت دولسونو په بې ساور هلو ځلو دښه کیدو په حالت کې دی، دعامه ساتنې پولیسي پروګرام بهیرچټک او په ټولټاکنو کې دخلکو هڅونې پروګرام دولسونو په مرسته ښه پرمخ درومي، داچې د وسلوالو مخالفینو زور له منځه تللې نو وخت ناوخت دوۍ هځه کوي چې دغه بوزدلانه عمل ترسره کړي ، خو د دوۍ شوم هدفونه د افغانسان داسلامي جمهوریت لومړیتوبو ته کوم زیان نشې رسولای.