کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / ولسمشر کرزي ځان وواژه

ولسمشر کرزي ځان وواژه

يادښت : درنو لوستونکو ! د پوهندوی محمد اسمعيل يون دا ليکنه يو ځل څه موده مخکې د ( لکه ونه مستقيم په خپل مکان يم ) په نوم لراوبر ويبپاڼې خپره کړه. هغه مهال لوستونکو ددې ليکنې ډېر تود هرکلی وکړ او ډېرې تبصرې ورباندې وليکل شوې. څرنګه چې اوسنيو حالاتو ته په کتو سره ددې مقالې ځينې وړاندوينې کټ مټ رښتيا وختې نو ځينو لوستونکو ددې ليکنې د بيا خپرېدو غوښتنه وکړه چې دادی موږ هم د خپلو لوستونکو غوښتنه پر سر وسترګو منو او دا ليکنه بيا خپروو. د لر او بر اداره څو موده دمخه ما (( د کانديدانو مارکيټ)) په نامه يوه ليکنه خپره کړه. که څه هم د ډېرو خلکو له خوا ددې ليکنې ستاينه وشوه، خو د بېلابېلو مطرح او نا مطرح کانديدانو او د هغو د لږوډېرو کمپاينرانو له خوا سخته وغندل شوه. ځينو ددې پرځاى، چې د ليکنې محتوا رد کړي، په ماپسې يې هم سپکې سپورې وليکلې او مستقيماً يې زما پر شخصي حريم تېرى وکړ. زه ځکه هغو ټولو تورونو او سپکو سپورو ته ځواب نه وايم، چې هغه د ډېرې ټيټې کچې خبرې وې او په ځواب هم نه ارزي، يوازې ځينو ټکو ته د خپلې ليکنې په ترڅ کې اشاره کوم.

زما اصلي کار د حامد کرزي په ګډون له ټولو کانديدانو سره دى، چې د خپل ځاني قدرت او شهرت په خاطر نږدې ده، چې دا هېواد له لوى بحران سره مخامخ کړي. زه ان د هغو مبتدي ليکوالو ليکنې هم ډېرې نه راسپړم، چې د خپلو کانديدانو په پلوي يې کړي. تر کومه چې د جمهور رئيس حامدکرزي او زما د دولتي دندې ترمنځ رابطه ده، په دې باب دومره وايم، چې زه دندې پسې نه يم تللى، دنده ما پسې راغلې ده. دا پوسټ چې زه په کې اوس مقرر يم، دا مخکې نه و، دا يې زما په وړانديز جوړ کړ، زما هدف دا و، چې د چغو او نارو سورو پر ځاى بايد کار وکړم. د تېرو څو کلونو په بهير کې چې ما جمهور رئيس ته د هېواد د اکثريت (پښتنو) د محروميت او محکوميت په باب څومره چغې وهلي او څومره مې ورته د خپل زړه درد ښکاره کړى، پوره باور لرم، چې دې يو شمېر کانديدانو نه پخوا د خپل ملت لپاره دومره چغې وهلي، نه يې د حاکميت پر وخت وهلي او اينده يې هم د ماضي په شان وګڼه.


ما دې يو شمېر کانديدانو ته چې پخوا وزيران وو، هم د خپل ولس فرياد وررسولاى. پر دې خبره يو الله(ج) خبر دى، همدارنګه خپله اوسنى ولسمشر، همدا يو شمېر پخواني وزيران او اوسني کانديدان او يو شمېر نور ملتپال او شعوري افغانان، چې زما دريځ څه و او څه دى؟ همدا اوس ماته پته ده چې د اکثرو کانديدانو ترمنځ څه روان دي؟ تراوسه پورې يوازې له ډاکتر اشرف غني پرته، چې د شمالټلوالې په تېره بيا د نظار شورا لمن يې نه ده نيولې، نور نو د حامد کرزي په ګډون ټول کانديدان د نظار شورا او د پنجشېر سيمې د زورواکانو ترحم ته منتظر دي، چې د کوم يو سوال به قبول شي، دې سره به د افغان ولس هيلې يوځل بيا د يوه منفور ايتلاف قرباني شي. زه چې له هغې ورځې ارګ ته راغلى يم، تر يو څو ورځني کار وروسته، استعفى په جيب کې ګرځوم، له ولسمشر حامدکرزي نه په دې ډېر خفه يم، چې زموږ د ولس هيلې يې د څو جنګسالارانو پښو ته وغورځولې، دا خبرې چې اوس يې دلته ليکم، دا مې ډېرې پخوا ولسمشر ته مخامخ کړي، يوه ورځ مې ولسمشر څخه وخت غوښتى و، چې د اکثريت ولس د محکوميت فرياد ورته ورسوم، د اوسنيو کانديدانو له جملې څخه يو ښاغلى هم ناست و.


جمهور رئيس ماته وويل: دده مخ کې خبرې کوې که ځانته؟ ما ويل يو څه دده په مخ کې او يو څه کېدى شي ځانته وي؟ ما چې خپلې خبرې شروع کړې، چې رئيس صيب څه ګناه مو کړې ده، هم مو رايه درکړې، هم محکوم يو، هم ټکول کېږو، هم له حکومته ايستل کېږو، هم بمبارېږو، هم بدنامېږو، طالبان مو ښوونځي سوځوي، حکومت او خارجيان مو کلي ورانوي…


دا مې هم ورته وويل: داسې پښتانه هم شته، چې مېرمن يې د نسايي ولادي تکليف له امله مري خو ډاکتر ته يې نه بيايي، خو په انتخاباتو کې مې داسې پښتنه مېرمن هم وليده، چې دوه ورځنى ماشوم يې غېږ کې و او تاته يې رايه درکړه. ايا اوس د هغې رايې غچ همدا دى، چې ماشومان يې وژل کېږي، کورونه يې بمبارېږي، په شلو نومونو له حکومته شړل کېږي؟


جمهور رئيس راته وويل: ((پوهېږم زړه دې ډک دى، په قلموال اخبار کې دې هم دا ټولې خبرې ليکلي، اخبار يې پر مېز پروت و، اوسني کانديد صيب ته يې وويل: ((خبر يې يون څه شروع کړي، يو يې هم نه دى پريښى، دا قلموال اخبار دې کتلى؟ سره له دې چې اوسني کانديد صيب اخبار کتلى و، خو تجاهل عارف يې وکړ، ويې ويل: نه صيب زه والله خبر نه يم. کانديد صيب هلته زما د يوې خبرې تائيد هم ونه کړ خوله کې يې مشنګ اچولي وو. بل وخت ما په بهسودو کې د هزاره ګانو او کوچيانو د شخړې او همدارنګه ځينو نورو مسايلو په باب له څو ټلويزيونونو او اخبارونو سره مرکې وکړې او ومې ويل چې دې مسئله کې ايران او ځينې لوړ پوړي دولتي چارواکي لاس لري، د محقق دريځ ملت ضد دى او بايد له حقوقي مراجعو دا ستونزه حل شي. د جمهور رئيس لومړي مرستيال او دويم مرستيال سم لاسي له مانه سخت شکايت وکړ.


سهار چې کله دفتر ته ورسېدم، نو د جمهور رئيس له دفتره يو کس راغى ويې ويل: رئيس صيب دې عاجل غواړي، هلته چې ورغلم، دويم مرستيال؛ کريم خليلي صيب هم ناست و، د اطلاعاتو او کلتور وزير کريم خرم صيب، ډاکتر صيب فاروق وردګ او داودزى صيب هم ناست وو، جمهور رئيس ډېر په قهر و، راته يې وويل: ((ته د دولت مامور يې ته هېڅ حق نه لرې چې دا ډول مرکې وکړې اول معاون او خليلي صيب دې دواړه خفه کړي، عاجل مطبوعات راوغواړه او معذرت وغواړه…)) ما ويل رئيس صيب په اصولو کې خو ستا خبره سمه ده، د دولت يو ټيټ رتبه او لوړ رتبه مامور حق نه لري د بل حکومتي شخص په باب داسې څرګندونې وکړي، خو کاشکې دا فورمول پر ټولو تطبيق شي، ستاسو اول مرستيال، چې ستاسو تر وزره لاندې دې څوکۍ ته رسېدلى، هم تر تا وروسته د دولت لوړ رتبه مامور دى او هم په مخالفه جبهه کې ناست دى، همدارنګه ستاسو نور وزيران لکه اسمعيل خان او نور وزيران دې هم، د دوى په خپله اصطلاح د مخالفې جبهې يا اپوزېشن غړيتوب لري. جمهور رئيس نور هم په قهر شو. په بحث کې چې کوم کسان ناست وو. يو يې هم زما ملاتړ ونه کړ.


د جمهور رئيس له دفتره ډېر خفه راووتم، کله چې خپل دفتر ته راغلم، نو خپله استعفى مې يو ځل بيا کمپوز کړه او په يوه نوې دوسيه کې مې کېښوده، تر هغه وروسته څو مياشتې زه جمهور رئيس ونه غوښتلم. د تخار پر پښتنو کېدونکى ظلم، د سرشمېرنې موضوع، سرپل کې د اسحقزو موضوع، د ايران په ژبنۍ او فرهنګي حوزه کې د افغانستان داخلول، په پښتون مېشته ولايتونو کې د تعليم موضوع، د ډيورنډ کرښې د پرتو ولسواليو د اقتصادي کچې د اوچتولو مسئله او داسې نورې ګڼې موضوعګانې مې په مستقيم او نامستقيم ډول د جمهور رئيس او نورو اجرائيه چارواکو تر غوږونو پورې په وارو وارو وررسولي، په ځينو موضوعګانو کې خو له دومره ستونزو سره مخامخ شوى يم، چې د خپل فزيکي ژوند د خطر تر پولې هم رسېدلى يم.


د سرشمېرنې موضوع به ياده کړم: تر پارلماني انتخاباتو دمخه په ازمېښتي احصايه کې د درغلۍ په هکله مستند اسناد موجود وو او په ننګرهار کې مو په دې اړه يو سيمينار هم جوړ کړ. همغه وخت مو دا ټول اسناد نه يوازې اړوندو کورنيو او بهرنيو سرچينو ته ورکړل، بلکې خپله د جمهور رئيس پر مېز مو هم کېښودل، يو ماښام له جمهور رئيس سره زما د ملاقات زمينه برابره شوه، له جلال اباده راغلم. تصادفاً د اوسنيو کانديدانو له جملې څخه دوه تنه له جمهور رئيس سره ناست وو. ماته جمهور رئيس وويل: ((دوى څو دقيقې نور دي بيا ځي بيا به زه او ته خبرې وکړو.)) ما ويل زما ځينې کارونه همدې دواړو سره دي، کله چې مې په سرشمېرنې کې د شوې درغلۍ مسئله مطرح کړه، له دوى دواړو څخه هېڅ يو زما ملاتړ ونه کړ، سره له دې چې يو يې همدا مهال د سرشمېرنې د پروسې عمومي مسول هم و. ارګ کې ددې لپاره ناست نه يم چې د ځينو په شان مې څوکۍ ځان پورې تړلې اول خو زه په داسې مقام کې نه يم، چې خلک پرې سرماتوي، يو فرهنګي دفتر دى، زه چې هر چېرته يم، د فرهنګ وياړلى امتياز رانه څوک نه شي اخيستلاى، خو په دې دفتر کې به تر هغه وخته پورې يم، چې لږ تر لږ په خپل لاس لومړۍ درجې مسوليتونو ته د خپل ولس پيغام او درد ورسوم. که بيا هم دا څوکۍ داسې وي چې د بل چا په درد لګي، خوښېږي يې او غواړي يې، زما له خوا دې همدا اوس ورته مبارک وي. تر کومه ځايه چې د ناسم ائتلاف خبره ده، په کانديدانو کې له ډاکتر اشرف غني پرته، چې د شمالټلوالې د توطيې قرباني شوى، خپل لياقت او ظرفيت ورته بلا شوى او سخت ظلم پرې شوى، زه يې نه کمپاينر يم او نه ورته کمپاين کوم، خو حقيقت راباندې ګران دى، نور چې اکثره کانديدان ګورې، دوى له همدې شمالټلوالې سره په شپه ورځ کې څو ځله ناستې پاستې لري.


ما چې کومه مقاله ليکلې، زه د کانديدانو له اصلي متن څخه خبر يم، په دې ورځو يا مياشتې په بهير کې به نوي مشروع او نامشروع ايتلافونه او ان منفور هېواد ضد ايتلافونه راڅرګند شي، داسې ايتلافونه به وګورې، چې د حامد کرزي په ګډون له اکثرو کانديدانو څخه به ملاتړ (سړي) ته شرم ښکاره شي، کوم يو کانديد، چې دې ډول ايتلافونو ته غاړه نه ږدي، د وسايلو، امکاناتو او بهرنيو روابطو د نشتوالي له امله به ډېرې کمې رايې وګټي، زيات احتمال دى، چې يو ظالم او منفور ايتلاف به بيا پر مظلوم ولس واکمن شي. څو موده وروسته هر کانديد خپل دوه مرستيالان معرفي کوي، يو احتمال دادى، چې ښاغلى حامدکرزى ښاغلى محمدقسيم فهيم د خپل لومړي مرستيال په توګه غوره کړي، يو شمېر نور کانديدان به هم دې ورته ايتلافونه جوړ کړي، خو که چېرې حامدکرزى له هرې وجې چې وي دا کار وکړي، نو دا حامد کرزي ته د ځانوژنې په مانا ده حکومت ته د پاشنې او ملت ته د بدمرغۍ.


هغه وخت به فهيم خان، ظاهراً او اصولاً په دويم موقف کې کوي، خو عملاً به لومړى مقام او قدرت لري. د جمهور رئيس رول به ډېر سمبوليک وي. نو په دې برخه کې زما ځانګړى وړانديز دادى، چې فهيم خان بايد سر له همدا اوسه د جمهور رئيس په توګه نوماند شي او ښاغلى کرزى ورسره د مرستيال په توګه. که نور کانديدان هم د نظار شورا له افرادو ځانته مرستيالان ټاکي، نو احتمالي برخليک به يې همداسې وي. دا چې د احتمال به څه وخت پر واقعيت بدلېږي، لږ وخت پاتې، د اوسنيو ګڼ شمېره کانديدانو پټ سترګي کمپاينران او د هغو اړوند ليکوال دې ډېره ګرمه نه خوري، لږ صبر دې وکړي، چې د ټولو کانديدانو دواړه وزرونه معلوم شي، تر هغه وروسته دې د خپلواکو شخصيتونو پر تېرو او اوسنيو کړنو خپل قضاوت کوي. يو دوه ښاغلي چې نوې سياسي ليکنه تجربه کوي ډېر وارخطاشوي تر تنظيمي او شخصي احساساتو لاندې راغلي، د سقاويانو په باب د ځينو اثارو انتساب يې ماته کړى، په دې باب بايد ووايم، چې د سقاويانو (پخوانيو او اوسنيو) او جنګسالارانو پر ضد، چې هره ليکنه، کتاب او يا کتابګوټى ماته انتسابېږي، دا ماته د شرم او پېغور خبره نه ده، لږ صبر او هيله وکړئ، چې خداى(ج) افغانستان کې عادلانه حکومت جوړ کړي، سمه قضا او عدالت رامنځته شي، بيا به نو يوه خوا جنګسالاران، سقاويان، پښتانه سقاويان، پښتانه ستميان او ځينې غوړه مال ليکوال وي، بله خوا به (يون) وي او بله خوا به د همدې کانديدانو همدا شاهدان، هر څوک چې ملامت و، خپل حساب و کتاب به تصفيه کوي نه سقاويان پرښتې وې او نه هم دا اوسني ټول کانديدان، چې له ګناه معاف دي او څه پرې نه شي ليکل کېدى. خو دې سره سره که ددې کمپاينرانو کانديدان، سقاويانو، نظار شورا او يا نورو جنګسالارانو ته په دې سپينېږي، چې د هغوى په باب ټول ليکل شوي اثار ماته منسوب کړي، نو دا کار دې هم وکړي، خو چې مقصد دوى سپين شي. موږ غير له هغه هم د ((مليتوب)) له دې پړاوه وتي يو، چې د اکثريت حقوق تر چا قرباني کړو او ځان ((ښه سړى)) او ((ملي)) وښيو، دا ((مليتوب)) دې دوى ته مبارک وي.


په لغمان کې زما د کانديدۍ د پېغور په اړه بايد ووايم، زه له خداى(ج) ډېر مشکور يم، چې د هغو جنګسالارانو پر وړاندې مې ځان کانديد کړ، چې همغه وخت يې په لغمان کې دوه زره ميله وسله لرله، د حکومت واک هم ورسره و، بېلابېلو ګوندونو په تېره بيا جمعيت او نظار شورا نږدې دوه لکه ډالر مصرف کړل، چې زه کامياب نه شم، د ټاکنو داى ټي سيستم مامورين يې له بېلابېلو سيمو راټول او هلته يې نصب کړل، خو دې سره سره زما او د اوسنيو بريالي شو قومندانانو ترمنځ د رايو ډېر کم توپير و.


ما د لغمان له بېلابېلو سيمو څخه پنځه نيم زره رايې ترلاسه کړې وې، خو زه چې د الينګار ولسوالۍ او د نيازيو د سيمې يم د همدې سيمې رايې يې قرنطين کړې، ددې وجه څه وه؟ له يو بل کس پرته، چې هغه هم وروسته شورا ته لاره پيدا کړه، نو نور په ټول لغمان کې دهېڅ چا سييمه ييزې رايې قرنطين نه شوې. همغه وخت ما جمهور رئيس او ټولو ارګانونو ته مراجعه وکړه، چې ماته له شلو صندوقونو څخه فقط يو صندوق خلاص کړي، په دې سره زه تر نورو کانديدانو دمخه کېدلم. زه قرنطين رايې د نورو کانديدانو په شان نه حسابوم، چې هسې د خپل شرم په خاطر (غر په پر) پټوي. ما په لغمان کې د کلاشينکوفونو د برچې تر اورونو او خطرونو لاندې کمپاين وکړ، خو کله چې انتخابات خلاص شول، ټول محلي او سراسري جنګسالارانو ماته ددې مجال رانه کړ، چې زه له جلال اباده لغمان ته لاړ شم او د رايې شمېرنې د بهير نظارت وکړم.


دوه لارې وې: يا ژوند يا د رايې شمېرنې د بهير څارنه، له دې دوو لارو پرته بله هېڅ لاره نه وه، زما د ترور توطيه ما او زما نږدې ملګرو ته لکه د لاس د ورغوي په شان څرګنده وه. نو د ملګرو په ډېر ټينګار چې ويل يې: ((انتخابات بيا کېږي، خو ژوند بيا لاسته نه راځي)) نو ځکه مو هر څه پرېښودل چې څه يې کول ويې کړل. زه نه وايم چې زه ډېر توريالى او ننګيالى يم، خو که زه په ولسي جرګه کې واى، نو په هېڅ وجه د ولسي جرګې مشرتابه دا بڼه نه شوه غوره کولاى، د جرګو په تېر بهير کې د افغانستان د هويت او استحکام مخالفينو ته زما رول معلوم دى. نو په هېڅ وجه يې زما برياليتوب نه شو زغملاى، خو زه افسوس کوم د ځينو هغو ښاغلو پر ضمير، چې د قضيې اصلي ماهيت ورته معلوم نه وي او پر يو چا تور پورې کوي او پېغور ورکوي. د لغمان د اوياوو کانديدانو په جمله کې زه په څلورم رديف کې يم.


څرنګه چې لغمان ټولې څلور څوکۍ لرلې، نو يوه يې د ښځو لپاره وه، درې د نارينه وو. نو درې کسان ولسي جرګې ته راغلل، چې هغه ټولو خلکو ته معلوم دي چې په څه ډول راغلل او څومره ظرفيت لري. په هر شي کې د خداى(ج) يو حکمت وي، دا چې زه ولسي جرګې ته رانغلم، په دې کې به هم د خداى(ج) يو حکمت و او ددې حکمت يوه برخه، چې لږ تر لږه ماته معلومه ده، داده چې دادى ددې ليک تر ليکلو پورې خداى(ج) له سترو جنايتکارانو ژغورلى يم. ((د کانديدانو مارکيټ)) په ليکنه کې يو بل شى هم ماته ډېر څرګند شو، هغه دا چې اکثره کانديدان او د هغوى نوي راټوکېدلي پلويان د انتقاد اوسېله نه لري، د دوى د زغم کاسه چې اوس دومره ډکه ده، که چېرې دا ډول خلک واک ته ورسېږي بيا به څه حال وي؟ تر دې وروسته نو چې هر چا پر کانديد څه وليکل پلويان يې ددې پرځاى چې د خپل کانديد برياوې په ګوته کړي او د مقابل کانديد کمزورۍ، نو له ليکوالو او خبريالانو سره به پر جګړه اخته کېږي، دا بحثونه به دوام پيدا کوي.


زه خپله د هغو کانديدانو پر وړاندې، چې وړتيا يې نه لري يوازې د کاذب شهرت او نامشروع امتيازونو لپاره ولاړ دي او په راتلونکو ټاکنو کې د ولس د ذهني ستړيا، وېش او پاشنې سبب کېږي، خپل دريځ بيا څرګندوم او دغه راز د هر هغه نامشروع ايتلاف مخالف يم، چې د هېواد ملي ګټې زيانمنوي او په يو نه يو ډول تېرو جګړه مارانو ته د واک د بيا سپارلو سبب کېږي. که دا ايتلاف د کرزي له خوا وي، که د جلالي، احدي، احمدزي او يا نورو له خوا. زه په دې ورځو کې پر يوې فرهنګي پروژې مصروف يم، چې په هغې کې د تېرو دوه نيمو لسيزو په بهير کې خپل کړى فرهنګي کار خپلې ټولنې ته وړاندې کړم. له ښاغلو کانديدانو او د هغو له اوسنيو اورنيو پلويانو څخه هم هيله کوم، چې هر يو خپل تېر ځاني فرهنګي، سياسي او ټولنيز فعاليتونه د يوه فرد په توګه ټولنې ته وړاندې کړي. دې سره به د هر چا ملي دريځ او فکري ليد لورى او تګلورى ښه څرګند شي.


 اوس همدومره.


خداى دې خير کړي د وطن او د ملـګرو
خـــرڅـــوي يې رهبران په ســــــــــــوداګرو


څه خبر يې چې په کوم لوري دې بيايي
چـې روان يې په ګـــــــــډا او په ســـــندرو




تبصره نسته

  1. ټولو پښتنو خويندو او وروڼو!

    سلامونه او ښې چارې! زه د ټولو څخه غواړم چې د ښاغلي يون صاحب دغه ليکنه نه يوازې دا چې ولولي بلکې ځان پرې سم پوه کاندي. عبرت ترې واخلي ، او خپل مسوليت پکې درک کړي. موږ او تاسو ټولو ته په کار ده چې د يون صاحب سره ودريږو . د هغه په قدمونو پل واخلو . د لوى څښتن تعالى د دربار څخه ورته برى او اوږد عمر غواړم.

    په ټوله پښتنه مينه!

  2. یون ته او دلروبر کارکوونکو ته لومړی خو تاسو دخبریالی داصولو خلاف کار کړی چی دا سرلیک مو په هغه ډول لیکلی بیا مو دخبر په برخه کې ځای کړی ، که یون دهغو چلبازلغمانیانو په ډله کې دی چی په هره توګه وی مطلب یی خلک ولولی نو تاسو لروبر والایی داسې ولې خپروی چی اصول ترپښولاندی شی دخدای شکر دی اولسمشر ژوندی دی اوهمدا اوس خپل کمپاین کوی.

    بل ښاغلی یون که تاته په کمپاین کی کوم ښه ځای درکړ شوی وای اویا په راتلونکی کابینه یا لوړ بست کې درته ځای وای بیا به دی داسې مطلب کله هم نه لیکه
    ستا میرمن اوته ددې حکومت ډیر مهم کسان یاست بیا په دی نعمت ولی شکر نه باسی لکه چی بل څه مو اوریدلی ریښتیا هم چی مرتجع کسان تل وخت فرصت او خپلو ګټو ته ګوری بس دی ډیر مو دپښتو په نوم تجارت وکړ او افغانان مو سره بیل کړل ، باید ووایم چی اوبه په ډانګ نه بېلیږی افغانان سره ورونه دی اوټول به که خدای کول سره یو شوی ددوی په نامه تجاران به انشاالله خدای نیست اونابود کړی ته چا دپښتنو استازی کړی یی اوپښتنو ته دی څه کړی .؟

    نور بس کړه اوخلک مه غولوه دافغانستان ماشوم هم اوس پوهیږی چی غوا توره شېدی یی سپینی دی ځان مه شرموه اوله خدای اوددی مظلوم ولس له درد اوکړاوه وډار شه که خدمت ورته نه شې کولای نو په ټپونو خو ییی مالګه هم مه شینده
    تورمخی دی وی دافغان ملت دیووالی دښمنان تورمخی دی وی داسلام او اوفغان دښمنان سرلوړې دې وی سرلوړی خامو ش اکثریته افغانان چې اونابود دی وی سیاسی اوبې ځایه اونامشروع توکم پاله خلک .

  3. ياره يون صاحب په رښتيا چې پښتون يې او پښتنې مور نړۍ ته راوى يې . افرين ستا په جرات ، د نويو ٣٣ کتابونو د چاپ د مبارکۍ تر څنگ درته اوږد ژوند غواړم . دا ځينې خلک نه پوهيږم ولې د هرې جملې ظاهري مانا ته گوري . (( کرزي ځان وواژه )) دا يوازې دا مانا نه لري . گورئ موږ تاسې وايو چې فلانى غرق شو ، دا خو يوازې دا مانا نه لري چې په اوبو کې غرق شو ، بل وايو چې فلانى گړنگ ته ولويد ، کيدى شي په کوم څه کې يې زيان کړى وي .

    نو د همدې لپاره موږ وايو چې هغه تباه شو يا گړنگ ته ولويد . په هر صورته د ې پورتنې محمد صاحب د ژورنا ليزم د اصولو خبره کړې ، زه ده ښاغلي ته دا وايم چې گرانه دا خو کومه خبرې پاڼه نه ده چې موخه يې د ژورنا ليستيکو چارو پر مخ بيول وي . که داسې وي نو دا ټولې لېکنې چې په دغه پاڼه کې دي ډيرې يې د ژورنا ليزم له اصولو سره برابرې نه دي .

    په هر صورت استاد يو ن ته وايم چې انشا الله يوازې به نه يې کيدى شي ډير نور هم ستا په شان په هڅو بوخت وي خو زمينه به نه وي ورته برابره شوي
    په درنښت
    دادو وال

  4. داهغه خاین او دعبدالله لپاره کمپاین کوی او ستاسی لپاره داسی عنوانونه نشرول دپښتنوسره خیانت کول دی نه باید داسی شیان نشرشی اودغه یون خوزه پیژنم چی دی دعبدالله لپاره کمپاین کوی اودده ښځه دکرزی لپاره کمپاین کوی نو رسنی اومیډیا ګانی بایدداسی مبالغی نشرنکړی اوخصوصآدپښتون دپاره دیوه دافسوس خبره ده چی دیوبل پښتون که هغه په هره ډله کی وی په ضدیی په پښتنی رسنیوکی داسی مبالغی وشی .
    تاسی وګوری په هیڅ یوه تاجکی اواوزبکی هزارګی اوشمالی ویب پاڼه اویاکومه بله ضدپښتون رسنی کی دهغوی دمشرانو او رهبرانو په ضدتبلیغات نه کیږی نودازموږلپاره ډیره دافسوس وړ خبره ده اوبس.

  5. گرانه وروره محمدجانه ته سه سبوت لری چی د یون صاحب خبری د رد کری ستاخپل متل دی چی هرسوک پوهیگی چی غواتوره او شیدی سپینی ستا گران ریس جمهور سه وکرل؟ همدا چی هره ورز په هلمند.پکتیا .خوست .وردگ.غزنی.کندهار کی ستا پوختانه ورونه شهیدانیگی او په سمت شمال کی پروزی یا کارخانی جوریگی ته اوس هم نه یی پوح شوی .افسوس پختانه ورونه دی تبا شول او ته په کرزی افتخار کوی . گرانو ورونو مونگ تول باید د یون صاحب سره لاس په لاس ودریگو او خپل مظلوم پختانه وزغورو زنده باد د افغانستان درانده پختانه
    مننه فرهاد .وردگ حسن.

  6. واه محمد صیب واه!!
    لومړی خوبایدتاسوته ووایم چی حتا تاسو هم دژورنالیزم داصولو څه خبرې کوی !خوافسوس چی تاسو دغه اصول په پام کی ندی نیولې .نوبیا تاسو څنګه داصولو خبری کوی .هغه په دی معنا چی تاسو دیوه ولایت خلګوته توهین کړې (چلبازولغمانیانو)
    انډیواله!؟
    تاته یه څه درمنلې چی تاسو یه پلوی کوې اوس هر افغان په دی پوهیږې چی څوک ښه او څوک بد دی .خو تر دی وروسته چی پرچاباندې نیوکه کوی لومړې دهغه په اړه خپل معلومات بشپړکړه نو دا به هم ستا او هم دمقابل لورې په ګټه وی.

  7. ستاسی داسی نشرات خودپښتنوپه ضدفعالیتونه دی اودپښتنوددښمنانولپاره امتیازونه دی هیله کوم چی نورداسی شنان خپاره نکړی اویون هغه څوک دی چی ماینه یی دکرزی دپاره کمپاین کوی اودی دعبدالله لپاره کمپاین کوی تاسی وګوری په ټولو هزارګی اوزبکی تاجکی ویب پاڼوکی ددوی درهبرانو او مشرانو پسی داسی لیکنی ندی شوی حال داچی ددوی خاینین ټوله دنیاپیژنی نودپښتون لپآره دایوډیره بده خبره ده چی په پښتون پسی داسی څه په پښتنی ویب پاڼوکوی خپروی اوبس . والسلام

  8. ټولو ګرانو هیوادوالو ته د زړه له کومی سلامونه او نیکی هیلی وړاندی کوم او د ټولو هیوادوالو څخه هیله او تمه لرم چه یون صاحب صحیح درک او وپیژنی او بیا ورباندی څه ولیکی د خپلی خیټی څخه په یون صاحب انتقاد کول د انصاف څخه لری خبره ده زه پخپله باور وکړی د ګران هیواد په سر چه کومی لوبی او معاملی کیږی دومره ځوریژم چه حد نلری مګر څه وکړو نه زور شته نه هم زر نه مو څوک غږ اوری اونه مو څوک په خوله کوی پدغه ملک کی هغه څوک هم زور لری او هم زر چه وطن یی تبا کړی او اوس یی هم تنده ورباندی ماته نده لیکوال نه یم ډیری خبری می په ذهن کی راګرځی مګرڅه شی پدی وطن کی وژاړم (چه عدل غواړی تل به ژاړی) یا هم (حق منصور ویلی سریی په دار دی)
    خدای پاک د زمونږ له وطنه دغه بهرنی او داخلی جنایت کاران، مافیا، غله او ملی خاینیین ورک کړی

  9. تاسی فکروکړی دغه انترنیت چی اوس یی کاروی ددی نه معلومیږی چی غربیان موپه داغه دفترونوکی باداران دی نوولی یوګوته بل ته نیسی اوڅلورځان ته که ریشتیا مود وطن په حالاتو اوپښتنوزړه سوځی نومهربانی وکړی اودبابا توره راواخلی لکه دهغومجاهدینوپه څیرجهادوکړی کوم چی په یوه میاشت کی ۹۰سلیبیان مرداروی اوهغوی هم همداسی کورونه لری همداسی ځان پرګران دی اوهم اولاد خو هغوی صرف ډالرو ندی رانیولی اوفرهادوردګ ته داوایم چی کرزی په پښتنوکی یواځی یی ستاسی دوردګولپاره خدمت کړی دی اوپه هغه که ته سترګی پټی کړی نونورته عیان دی که دااوس هم تاته پیسی درګړی نودکرزی لپاره شپه اورځ ولاړیی نوته پوه شوی چی شیدی سپینی دی اوغواتوره اوبس.

  10. لومړی ټولوهيوادوالوته سلامونه
    يون صيب دايوحقيقت دی چی پښتانه ستاغوندی سټوته ضرورت لری همدغه تاسوياست چی پښتودرباندی ژوندی ده کنه دپښتنوورکولوپسی خوجمهور ريس ډيردپښتنوضدخلک په خپل خواکی درولی دی زه نه پوهيږم هغه څوک چی داځل بياحامدکرزی ته رايه ورکوی ترکومه حده به دافغانيت احساس ولری ؟
    پاتی شوه يون صيب ته دسپکوسپوروخبرو ويل دهغه څوک ليکی چی دوی لادوخته د2 روپيوپه بدل کی ځان خرڅ کړی
    يون صيب همدا اوس دپښتوژبی دبډاينی لپاره 33 پښتوکتابوليکلی يون صيب مونږدرباندی وياړو ستاغوندی خلک دی تل ژوندی وی چی پښتودرباندی ژوندی ده
    زه باورلرم چی ستاغوند خلک چی تل يی دشمالی ټلوالی بيخ راسپړلی هيڅکله هم دهغوخاينينولپاره کمپاين نه کوی اودا په ځان پوری ملنډی دی چی څوک وايی چی يون صيب دی دعبدالله لپاره کمپاين کوی
    ژوندی دی وی ريښتينی پښتانه

  11. ګرانو خويندو او وروڼو.
    زه زياته تبصره نه كوم يوازې دومره وايم چه كاشكې د يون صاحب غوندې مو نور هم لس يا پنځلس كسان لرلاې نو اوس به هر كس او ناكس په پښتنولوبې نه كولې يون صاحب د پښتون قوم او افغانستان افتخار ده .

  12. گرانه وروره احمد جانه له زوریدلی اوروزگانه ….
    ته کرزی ته پختون وایی ستا په اوروزگانیانو یی سه ونه کره ستا خپل پختانه ورونه چی هره ورز په اورزگان کی شهیدانیگی د هغوی پروا نکوی ولی د کرزی چی د شمال تلوالی سری دی او هر سه یی د هغوی لپاره کری دفاع کوی افسوس ستا هغه طالبان ورونه چی بی گنا په دشت لیلیی کی شهیدان شول د هغوی پروا نکوی خو د کرزی کوی افسوس

  13. ګران توتاخيل صيب کاشکی هرڅوک ستاغوندی فکرولری نن سباخو دبوش او دهغه دمتحدينوله برکته داسی خلک هم انټرنيټ ته ناست دی چی لراوبرته وايی چی دژورناليزم په اصولونه پوهيږی اوخپله په همدغواوصولو دبوټانوسره پښی کيږدی .
    ديون صيب په اړه بايد اووايم چی دپښتوژبه په همدغسی هستيوژوندی ده پاتی شوه دتبصروخبره ټول همدايوه خبره ليکی چی غواتوره ………………… بس خوکرزی خوټول خلک ګوری چی څوک يی په خواکی دی اودچاپه خواکی دی
    وسلام

  14. یون صاحب سلامونه می ومنی! دډیر لوړغیرت او شهامت خاوندان یاست! په ريښتیا چه پښتانه ډیر بی عقل خلک دی چه تر اوسه یی نه خپله ژبه وپیژانده او نه هم خپل کلچر! تر اوسه په * او نمک حرام کرزی پسی روان دی او یون صاحب ما ته معلومات شته چه پښتانه به په عمر کی هم پوه نشی دوی کله خپل سیاسی موقف پیژندلی چه نن به یی وپیژنی؟ پښتانه چه ستا غوندی دیو کارپوه او فرهنګی شخص پسیی داسی خبری لیکی ایا داستا په نظر دی دا وړتیا لری چه په سیاست پوه شی؟ که دسیاست نه راتیرشو په دی خو به پوهیژی چه په وطن کی څه روان دی؟ او کرزی څومره پښتی مندی بوری کړی؟ په دی خو به پوهیژی چه څومره کار یی دپښتنو په علاقه کی کړی؟ که دوی په دومره ساده خبرو نه هم پوهیژی نو بیا هغه زما خبره صحیح نه دی چه پښتانه په مرګ کم عقل دی؟ پښتون ملت ته دومره ویلای شم چه تاسی خو څه خو داکرزی چه ځان هوښیار کڼی تر ټولو غټ * دی.چه څوک خپله مور ، پلار، خپلوان، قوم، کلتور او ژبه خرڅه کړی دهغه نه هم بل احمق وی؟ او کرزی دا کار وکړ دخدای دی پر ده * شی! پښتنو وروڼو زه په امریکا کی پیدا اولوی شوم زه په خپل ويجاړ کلی او کور چه تراوسه می لیدلی هم نه دی او په خپله هغه ژبه چه ما دخپلی خوږی مور نه په ډیرو سختیو زده کړی دحده زیات ویاړم!

    ګرانو پښتنو دخدای او دهغه دپیغمبر روی ومنی خپل قوم او ژبه مه پلوری! که ستاسو داسوال وی چه زه ولی داکارنه کوم زه په ځواب کی دادرته ویلی شم چه زه تراوسه محصل یم او اوس هم دومره کوم چه دوسه می پوره وی اوخدای به وخت راولی دزړه بړاس به وباسم. پښتنووروڼو که تاسی ددی وړتیا نلری نو مهربانی وکړی په داسی اشخاصو خو ملنډی مه وهی چه هغه په خپلی خوږی ژبی اودرانه قوم غیرت کوی! دخدای روی ومنی خپل قوم مه هیروی، زه یوپنځلس کلن ځوان تاسو ته عذر کوم تاسی شرم نه لری؟

  15. گرانه وروره احمد جانه ..
    زه نور سه نه وایم فقط ته وردکو ته راشه او زه به اوروزکان ته درشم او وبه گورو چی د کوم ولایت حالات خراب دی او دکوم ولایت شهیدان زیات دی او بله دا خبره چی کرزی سه کری وردگو ته فقط یو سو چوکی چی د محدودو خاینانو سره دی ته چی یون صاحب ته پختون نه وایی ماته ته پختون نه خکاری ……….
    زنده باد د افغانستان اصیل پوختانه

  16. په ژورنالېزم نه پوهېدل او يا د ژورنالېزم نه ناپييلتوب نور څه معنا ؟
    ما په خپله د ښاغلي نصرت الهام يوه ليکنه چې عنوان يې و (( فرهنګي + سياسي او سياسي + فرهنګي شخصيتونه )) لر او بر وېبپاڼې ته ولېږله ، د ښاغلي الهام په ليکنه کې به هېڅوک داسې الفاظ پيدا نه کړي چې خدای مه کړه يون صيب غوندې درانه شخصيت ته دې يې سپکاوی کړی وي ؛خو يوازې په دې خاطر چې پر يون صيب د دې خبرې تنقيد کړی و چې ولې د حامد کرزي په کمپاين کې منډې ترړې وهي او پلوي يې کوي ؛نو لر او بر هغه ليکنه تر ننه خپره نه کړه؛ د ټول افغان او بېنوا دې کور ودان وي .

    نوموړې ليکنه يې پر ليکه کړه خو بهير او لراوبر نه پاڼو نه پوهېږم ولې خپره نه کړه ؟
    زه يو ځل بيا وايم چې د ښاغلي الهام ليکنه لکه څنګه چې يې له عنوان څخه ښکاري پر ټولو هغو خلکو وه چې يا خو له فرهنګ څخه د سياست په ميدان کې ګټه اخلي او يا هم له سياست څخه د فرهنګ په ميدان کې ، په نوموړې ليکنه کې يوازې همدومره يادونه شوې وه چې يون صيب کرزي ته کمپاين کوي او بس .
    که د لر او بر اداره دا بهانه ولري چې نوموړې ليکنه په نورو پاڼو کې هم پر ليکه شوې وه نو د شکر ځای دی ؛خو نه داسې به هم نه وي ځکه چې نن سبا په سلو کې تر اتيا پورې ليکنې په ټولو پاڼو کې خپريږي .
    اوس همدومره
    په درناوي .
    جلال امرخېل

  17. محمد صيب ستا تبصره په ځواب نه ارزي ځکه چي ستا خبري په هيڅ کوم منطق ندي ولاړي دومره به درته ووايم چي ته خپل بادار ښه پيژنی خو افسوس چي خپل خدمتګار نه پيژنی او مهرباني وکړه دا نصيحتونه دي سيتميانو او سقاويانو ته وکړه چي د ايران ډول ته ګډيږي

  18. سلامونه درنو پښتنو!
    پښتوکی یو متل دی چی وایی ، دا د پټی سر دی پټی بیرته سوراوری دی ، کرزی صیب خو دا ټولی نخری په دی څه دپاسه ۷ کلنو کی وکړی خو الله دی لا خیر کړی که چیرته خدای نا خواسته بیا وټاکل شو له دینه به لا بد تری و ګوری ځکه اوس خو یی د ولسوالی په ولایاتونو د بدلیدو ژمنی هم خلکو سره کړی دی

  19. دا واقعيت دی چي پښتو ژبه تر ګاونډيو ژبو پوري د اثارو له نګاه څخه ډېره خواره ژبه ده او پر پښتنو باندي يې ډېر زيات حق پور دی. دا هم واقعيت دی چي ډېری پښتانه دخپلي ژبي دپالني سره مينه نه لري. دا هم واقعيت دی چي دپښتو ژبي ځينو ليکوالانو هم په دې خواره ژبه تجارت هم کړی دی، پردې سربېره دا ليکوالان دپښتنو څخه د درناوي او لمانځني هيله هم کوي. زه وايم که پښتون ليکوال دپښتو ژبي چوپړ وهي نو بايد ځان ملنګ کړي نه دا چي پښتو ته کړی چوپړ پر پښتنو وکنجوي. تر خواري پښتو ژبي پوري دا متل څومره رښتیا خيژي چي وايي ، خواره وږې! څه به وخورې دسوی دسږې!

  20. salam

    mga.tol lar awbar .de mahmad yon sakheb malghary you .anshala .

    mokhamad sakheb taso.yew.kahraman pashton yast ?laghnat de wy ?par karzy ?ao.de karzy .pa malgharo?ao .ao laghnat.de wy pa .dr.abdola .ao.laghnat.de wy .likwal .atal .penlaindy.bandy?wasalam

  21. يون د چا کور وران کړيدی؟
    په افغانستان کې د ولسمشرۍ راروانو ټاکنو ته د کمپاينونو په لړ کې پښتون ولس ته د ورپېښو او ور پېښېدونکو ستونزو تر څنګ اوس يو شمېر فرهنګي پښتانه د سياستوالو د نارواوو پاليسيو ښکار شويدي . دوی ددې پرځای ، چې په دغه ډول نازکو حالاتو کې د دغه بې مشره او بې رهبره ولس مشران او رهبران شي ، د دوی د يووالي او سرلوړۍ لپاره کار وکړي ، په خپلو مقدسو قلمونو يې په پښتنو کې ( د دستارسړي په شمار دي ) فرهنګيانو او قلموالو سپکاوي ته اړم کړيدي. دوی څه فکر کوي د استاد يون سپکاوی به د پښتنو شته دردونه دوا کړي او که په دې کار سره به د اغيارو هېلې ورپوره کړي؟

    زه دا منم چې استاد يون به د ځينو دغو ښاغلو په وينا د شتو خاوند شوی وي، يو کور به يې پيدا کړی وي، خو ايا يون د يو افغان په توګه ددې حق نه لري ، چې د کو رخاوند شي، ژوند يې جوړ شي؟ يون په بېلابېلو دفترونو اولوړو پوستونو کې کا رکړی دی، دده او د مېرمنې معاش يې هم دومره کېږي ، چې دوی پرې يو کور رانيسي. د يون لاسونه د چا په وينو سره نه دي، د چا کور يې نه دی لوټلی، د يتيمانو او افغانانو حق يې نه دی خوړلی. ډېری داسې پښتانه ،چې د ( پښتو په نوم ښاغلي دي او دوی د پښتنو په مرۍ غلي دي ) د تراب صيب خبره چې کورته يې ورشې نو سوپر لري ټېکټرې لري ، په جرېبو جريبو ځمکې لري غرې لري، ښارګوټي او مو ټرې لري، تاسو يو شمېر ښاغلو قلموالو يوه ورځ هم په هغو پسې څه ونه ليکل؟ اصله خبره داده ، چې يو شمېر ليکوالو پښتو ادب ته د استاد يون بې سارې بريا او ډالۍ ( د پېنځه دېرشو ادبي اثارو ) چاپېدل ونه شو زغملی، کنه نو يون د چا کور وران کړيدی؟ خدای شته د يو شمېر پښتنو ليکوالو په دغه ډول ليکنو انسان ته ژړا ورشي ، چې يو پښتون خپل ټول عمر پښتو ادب اود پښتنو چوپړ ته ځانګړی کړی وي، په يو ځل په يوه داسې ژبه دومره ادبي اثار چاپوي، د نعمان دوست صيب خبره چې( ټول کتابونه يې راغونډ کړې يو کوچنی کتابتون ترې نه جوړېږي ) او موږ پښتانه يې په اړه په انټرنيټي سايټونو کې دغه ډول ليکنې کوو.

    زه له دغو ښاغلو نه پوښتنه کوم هغه مها ل، چې يون ته د پښتو او پښتنو پر سر د ټوپک ګواښونه کېدل، هغه مهال ، چې يون کلي په کلي ګرځېده د پښتنو شاعرانو او ليکوالو ليکنې يې راټولولې په هيله مجله کې يې ورته خپرولې ، د نومورکو شاعرانو او ليکوالو ادبي اثار يې د ځينو نورو بهرمېشتو پښتنو په مرسته چاپول، د کډوالۍ له ستونزو ډک ژوند يې تېراوه ، دغو ښاغلو يوه ورځ هم د يون د کارنامو او ادبي خدمتونو په اړه دوه کرښې هم چېرته ليکلي دي ، چې اوس يې سپکاوي ته ورته مټې بډوهلې دي؟ د هر چا نظر ته احترام ښه وي ، خو په ليکنه کې بايد د چا د شخصيت توهين ونه شي، که تاسو يو شمېر ليکوال استاد يون په دې ګرموئ ، چې ګواکې په دربار کې دنده لري، که په دغه پوست کې دی نه وي پښتانه به څه تر لاسه کړي ، خو په نه شتون کې به ډېر څه له لاسه ورکړي، په دغه ډول دولت کې به يو يون په يواځې ځان د چا خولې ته برغولي و نيسي؟

    د شمسزي صيب خبره ( د شخصيت معيار کار کول دي نه خبرې ) هر څوک چې يون صيب پسې ليکنې کوي لومړی دې پښتو ژبې ته همدومره کا روکړي لکه استاد يون چې کړيدی، بيا تر هغې ورسته د ې د نوموړي ښاغلي په اړه ليکنې کوي. پښتنو ليکوالو ته نه ښايي د سياستوالو په لومو کې راګېرشي سياسي اشنايي د مهال اشنايي وي، د مهالنۍ اشنايۍ لپاره خپل فرهنګي دوستان او استادان خواشيني کول به ډېرې بدې پايلې ولري ، ورسره به يې پښتو ادب ته هم ډېره صدمه ورسېږي ځکه ليکوال به په همدغو خبرو بوخت وي لکه دا اوس چې روانې دي.
    د پښتنو فرهنګيانو د يووالي او غښتلتيا په هيله
    رفيع الله نيازی

  22. ګرانو هیوادوالو پدی شپو روځو کی جمهوری ریاست ته د نوماندانو سخته تبلیغاتی مبارزه روانه ده هر څوک کوښښ کوی خپل میدان تر نورو ګرم وساتی، ځینی خلک دخپلو شخصی کټو په خاطر یو او یل ته انتخاباتی کمپایین کوی په هر صورت زه خپله خبره نه اوږدوم رابه شم خپل اصلی مطلب ته د ډاکتر عبدالله د انتخاباتی کمپایین د یوی څانګی مشر مامور عالم چه د وردګو ولایت د چک ولسوالی اوسیدونکی دی دغه سړی په وردګو کی د مامور کباړ په نامه شهرت لری نوموړی مامور یو ډیر ستر غل، غاصب، دوکه باز، په جعلی اسنادو جوړولوکی خاص ماهر، د وردګو په شیخ آباد بازار کی یی د نجیب د حکومت پرمهال یو لوی دوکان درلود چه په هغه کی به یی هغه روسی ټانکونه او وسایط چه د وردګو د مجاهدینو لخوا ویشتل شوی وو پارچه پارچه کول او بیا به یی د انګورو اډی له لاری په پاکستانی تور مخو پنجابیانو خرڅول…

    د یادولو وړ ده چه دغه شخص (مامورکباړ) د ۱۳۵۶ شمسی کال کی د کابل د کمپنی د پله سره نیژدی دخلکو ځمکی په جعلی اسنادو پلورلی وی کله چه په کال ۱۳۸۰ کی هغوی غوښتل په نوموړی ځمکه باندی کورونه جوړ کړی چه مامور کباړ یی پیسی ۲۴ کاله مخکی په جیب کی اچولی وی د ځمګی اصلی خاوندانو وویل چه والله کی مونږ خبر وو دغه کار چه هر چاه کړی ستاسو څخه یی پیسی غلا کړی، کله چه د محترم مکامور څخه پوښتنه وشوه هغه ځان تر نن پوری یوی او بلی خواته غلطوی حتی د ټلیفون شماری تبدیلوی.

    دغه پورتنی لیکنه سل په سله حقیقت لری زه دده سره کومه دښمنی نه لرم صرف هدف می دا دی چه د وردګو خلک پدغه خایین باندی ونه غولیژی چه فعلا د عبدالله د انتخاباتی کمپایین یو فعال غړی دی.
    تاسو کولای شی د نوموړی په هکله شه پلټنه وکړی که ما یو حرف هم دده په هکله دروغ ویلی وو مخ ته می را… کړی.

    هیله ده چه نشر یی کړی
    وسلام

  23. گرانو پختنو ته….
    کرانو پختنو تاسی پوهیگی چی عبدالله د یو خاین مسعود کرن لاره مخکی وری او مسعود غوختل چی پختو ژبه له منزه یوسی او زه داوایم چی افسوس په هغه پختون چی هغه خپله رایه عبدالله ته ورکوی هغه په خپل وژدان کی خجالتیگی هم نه هغه سنگه د پختنی شیدی سکلی چی عبدالله ته رایه ورکوی د خدای په خاطرنور ویخ شی د خوبه او خپل حق وپیژنی تاسی وگوری دپختو فیصدی 70فیصده ده ولی هر پختون مامور لیکنه په دری کوی اخر ولی؟

    تاسنگه د پختنی شیدی سکلی چی حق یی پایمالوی تاسی په پنجشیر یا شمالی ولایتو کی یوه لوحه پختو گوری؟ نه ……..ولی په ننگرهار او داسی نورو ولایاتو کی 90فیصده ددولتی اورگانو او شخصی اوحی په دری دی …….اخره کی بیا وایم د خدای په لیاز خپل حق وپیژنی اولاسته یی راوری که نه کیگی نو غرو ته شی او دپلار نیکه توره واخلی او خپل خق په زور واخلی او بیا به امریکا ته هم معلومه شی چی ددی خاوری اصیل بچیان سوک دی…. او ددوی(سقاوو دزامنو غیرت خو تاسی ته معلوم دی)
    وایی اغیارچی ددوزخ ژبه ده-زه به جنت ته دپختوسره زم

  24. ترهرڅه دمخه ټولوافغانانوته سلام:
    یون صاحب رښتیاچی دخدای ج له طرفه دپښتنولپاره یو الهام رالیږلی ده .څومره چی زه دیون صاحب په هکله مطالعه لرم همیش یی دپښتنو دويښولولپاره ډیرڅه کړي دي. اوډیرپه خلوص یی کړی دي.خوزه په دی پوه نه شوم چی دلراوبر سایټ دیون صاحب لیکنه دیوی حربې په څیرکاروی که څنګه .ځکه چی یون صاحب په خپله اوس دمحترم کرزی لپاره کمپاین کوی کارورته کوی.

    نه پوهیږم چی دیون صاحب به اوس هم همدانظروی اوکه نه ؟

    ترڅو چی زه فکرکوم نوموړی سایټ ډیر دجناب اشرف غنی پلوی کوي .هسی خوهم دبعضی فرهنګپالانو لخوایون صاحب اوس ددرباری په نوم یادیږي او دی ته نه ګوري چی دیوی صاحب راتلل ارګ ته څومره مهم وو ، څومره پښتون پالان یی پرکاروګمارل اوپه ارګ کی یی دپښتوژبی لیکنې تر کومی کچې ورسولی .دیون صاحب وروستی ۳۳ دپښتو ژبی کتابونه له چاپه راوتل هغه هم په یو ځل چې دنیاوال یی حیران کړل دقدروړدي. ماته ځکه دغه سوال پیداشو چی ايااوس هم یون صاحب غواړي چی کرزی صاحب ته باید رای ورنکړو او که څنګه ؟ مننه

  25. اجمل اټک يوسفزی – يون استاد ته يو وړانديز !

    ډېر دروند او قدرمن يون استاده !  نه پوهېږم چې ته ښاغلی به پدې پوهېږې او
    که نه چې دا بې کسه او بې وسه پښتون ولس څومره ستا قدر کوي او تر ننه پورې تا د يو
    مخکښ، تورزن او اتل په توګه پېژني٠ همدغې خوار ولس تاسې (ته ) مخکې تر
    دغه(٣٣)وروستي شهکاره هم د يوه رېښتيني اتل په توګه منلی يې ٠ ښاغلی او منلی استاده
    ته پوهېږې چې دا دردېدلی ولس ولې په تا دومره مين دی ؟ دا ځکه چې تا خپل سر د پښتون
    لپاره په لاس نيولی دی او خپله سينه دې هم همدوی ته سپر کړې ده ، نو ځکه دغه دروند
    قوم ستا احسانمن دی٠
    همدا پښتو ده چې ستا مينه يې ددوی زړونوته ورکېيستې ده، د ارواښاد استاد رښتين
    هغه وينا راياده شوه چې بترا سنګهه ته يې ويل (موږ چې ستا قدر کوو صرف د پښتو په
    خاطر ګنې د جلال اباد ښارخو، له سکانو ډک دی) دې ټول ولس له شکه پرته ستا سره د زړه
    له تله مينه کړې ده ، که ستا د کړي خدمت پوروړي دي ، نو دا هم شک مه بوله چې ته هم
    ددې مغروره قوم د رېښتينې مينې ښه پوره پوروړی يې !!
    قدرمن استاده ! زما په اند دغې وياړلي قوم ستا د نوم سره بې که(افراطي) مينه کړې
    نو ځکه ورته اوس د يوه سانتي هومره هم ستا کږېدل(ملي دريځ) خدای مه کړه د منلو او
    زغملو وړ ندي٠ قدرمنه ! دې اوسني سياسي جريان ستا، مينان ستاڅخه يو څه خوابدي کړي
    ښکاري او دستا په هکله د اندېښنو په ګرداب کې را يسار دي٠
    زه د يوه خواخوږي په توګه ،ستاسې څخه هيله کوم مخکې تر دې چې د ځينو درنو ملګرو
    ګرېوانونه سره څيرې شي تاسو پخپله خپل سياسي دريځ او په اصطلاح ارګ ته د رسېدو
    تکتيک او حکمت په ليکلي بڼه تشريح او خپورکړئ٠ انسان نيمګړی دی هر څوک تېروتنه او
    اشتباه لري ،ښايي پدې ډول ځينې قانع کړای شئ او ياښايي ځينې خواخوږي تاسې ته کومه
    تېروتنه در په ګوته کړي٠ او ، له دې بدمرغه سياسي کړکيج نه راپيدا شوی درز تر
    پراخېدو دمخه بېرته پيوند شي٠ په درنښت


    د ښاغلي يون په پلوی – جلال امرخېل

    په دې وروستيو كې مې د فرهنګي كړيو ترمنځ په راټوكېدلو اختلافاتو ډېرې ليكنې
    ولوستې، په ځانګړي توګه هغو فرهنګيانو ته ډېره د انتقاد ګوته نيول شوې ده چې د حامد
    كرزي د انتخاباتي كمپاين ملګري دي، ددغې ليكنو پر ضد ځينې نورې ليكنې هم وشوې چې په
    هغو ليكنو كې د شويو انتقادونو د ځواب پرځاى نور څه ويل شوي دي او يواځې ددې كوښښ
    يې كړى دى چې په ځانګړې توګه د ښاغي يون او ورسره په ليكه كې د ولاړو فرهنګيانو
    ننګه وكړي.
    دا چې په دې ليكنو كې كومې د زړه له درده او د فكر له كومي راوتي دي او كومې په
    شخصي، فرهنګي او نورو خواخوږيو او احساساتو ولاړې دي تاسو پرې له لوستو وروسته خپله
    قضاوت كولاى شئ!
    زه غواړم چې ددې ټولو ليكنو په منځپانګه خبرې وكړم له دې ليكنو اقتباس وكړم او
    ستاسو مخې ته يې كېږدم .
    ليكوال او شاعر نذير احمد سهار په دې اړه يوه ليكنه كړې او په خپل بلوګ ( سهار ) كې
    يې په ليكه كړې ده چې يوه منځګړې او اصلاحي بڼه لري، له دې ليكنې به يې پيل كړم،
    نوموړي له فرهنګيانو غوښتي چې فرهنګ د سياست قرباني نه كړي او نور د فرهنګيانو تر
    منځ اختلافات زيات نه كړي.
    دنوموړي په ليكنه كې ماته دغه خبره داسې ښكاره شوه چې زۀ بايد يوه تبصره پرې وكړم،
    هغه توصيه كوي : ((په اوسمهالو شرايطو کې به معقول دريځ داوي، چې يوڅوک د يوچا د
    پلويتوب له امله ونه ځپل شي. که د هغه اړوند جريان د نيوکې وړ وي، بايد پر جريان
    خبرې وشي، نه پر کس او که کس د يوه ناسپېڅلي جريان لپاره د خپلو فرهنګي ارزښتونو
    قرباني ورکوي، بايد د فرهنګي کړيو په همغږۍ له داسې بېځايه قربانيو را وګرځول شي))
    دا توصيه په اصل كې هغو ليكوالو ته شوې ده چې په دې وروستيو كې د ښاغلي حامد كرزي
    په انتخاباتي كمپاين كې په منډو ترړو بوختو فرهنګيانو په اړه يې ليكنې كړې دي، په
    دې ليكنو كې كه تاسو وګورئ همداسې شوي هم دي د ناسپېڅلي جريان په اړه خبرې پكې شوي
    دي او د ښاغلي سهار په توصيه يې عمل لا له مخكې كړى دى، دا چې دغه ليكنې فرهنګيانو
    كړي دي نو ځكه خو يې د خپل يو فرهنګي ملګري ملګرتيا د يو ناسپېڅلي سياسي جريان سره
    د بحث وړ ګڼلې ده، دغه ليكنې چې ما ولوستې ما ته د احساس او د ضمير د غږ په څېر
    ښكاره شوې چې له پخو دلايلو او سپينو خبرو ډكې وې، دا خبره ما ته ناسمه ښكاري چې
    يوڅوك او بيا ليكوال دې سره له دې چې په حقايقودې آګاه وي شونډې وګنډي، په داسې وخت
    كې شونډو ګنډلوته نه بلكه سپينو ويلو ته اړتيا ده چې د همدې اړتيا له مخې دغه
    ليكوالو دغه ليكنې كړي دي، په دې ليكنو كې يوه ليكنه مې د ( لار وركى يون) تر عنوان
    لاندې ولوستله دا سمه ده چې دغه ليكنه يواځې د ښاغلي يون په اړه شوې ده خو كه
    منځپانګه يې و ارزوو د ښاغلي سهار د پورتنۍ توصيې سره سم يې په هغه ناسپيڅلي جريان
    هم خبرې كړي دي چې دغه فرهنګي يې ملاتړ كوي، د ښاغلي يون د سپكاوي لپاره يې ليكنه
    نه ده كړې بلکې له نوموړي سره د ډېرې خواخوږۍ او زړه سوي په بنياد يې د زړه خبرې د
    قلم له څوكې راوتي دي.
    بله ليكنه د ( فرهنګيان د دربار په چوپړ كې) تر عنوان لاندې ده، دغه ليكنه د هغو
    فرهنګيانو په اړه مالومات راكوي چې د ښاغلي كرزي د ناسپېڅلي جريان سره يوځاى شوي دي،
    يوه مالوماتي ليكنه ده، خو دغه ليكنه هم يواځې ددوى د (ځپلو) په موخه نه ده ليكل
    شوې بلكه د ناسپېڅلي جريان د ناسپېڅلتيا په اړه هم خبرې پكې شته دى، د هغو نورو
    ليكنو په څېر ماته د زړه له تله راوتلې ليكنه ښكاري خو دهمدې ليكنې په ځواب كې چې د
    محمدالله ارين احمدزي په نوم كوم ورور څه ليكلي، ماته د ښاغلي يون سره د لغمانيتوب
    د خواخوږۍ زېږنده ښكاري.
    په دې ليكنه كې له دې جملو مالومولى شئ چې ددې ليكنې ليكوال د ښاغلي يون وطن دار دى.
    ((نو ایا د دربار تاوان په څه کې ده))
    ((چې دا دپښتنو سره خیانت ده ))
    ((عبدالله عبدالله د کامیابه شي دا خدمت ده ایا عبدالله د ولسمشری د څوکی وړ ده ))
    د دغو ليكنو نور ځوابوونكي هم ماته اكثريت لغمانيان ښكاري، چې يو يې ښاغلى شمسزى دى،
    د ښاغلي شمسزي د ليكنې په اړه به وروسته خبرې وكړو، خو اول به ددې ښاغلي د ليكنې په
    منځپانګه وغږېږو، د ليكنې په منځپانګه كې لكه ددې ناسپېڅلي جريان د پلويانو په خلاف
    د ليكنو غوندې پاخه دلايل او سپينې خبرې نشته، ددې ليكنې ليكوال وايي، پښتانه د
    دربار نه لرې پاتې شوي دي، ځكه خو يې دا حال دى، بيا مثال د وزير محمدګل خان مومند
    بابا وركوي او وايي چې وزير شو نو پښتو ته يې كار وكړ، عجيبه مثال وركوي او عجيبه
    سپيناوى كوي، زه خو دې سپيناوي ته حيران يم، دا سمه ده چې پښتانه به له دربار نه
    لرې پاتې شوي وي، خو دربار تر درباره فرق دى، د كرزي په دربار كې دغه فرهنګيان د
    خپل ځان سپكاوى كوي چې په دې فرهنګيانو باندې زړه خوږى پكار دى، په دې چټل دربار كې
    او په دې ناسپېڅلي جريان كې خو تر اوسه هم دا ګروپونه وارېدل چې په ( فرهنګيان د
    دربار په چوپړ كې) ليكنه كې ګروپ بندي شوي دي، تر اوسه يې چې پښتو او پښتون ته ګټه
    ونه رسېده نو له دې وروسته به لا بيا هم مونږ په دې تمه يو چې ودرېږئ زمونږ پښتانه
    فرهنګيان دربار ته ننوتي دي او توره به راته وكړي، خو حقيقت دادى چې دوى دې دربار
    ته د خپلو شخصي ګټو لپاره ننوتي دي.
    اوس به د ښاغلي شمزي په ليكنه ( د شخصيت د تثبيت لپاره ترټولو ښه معيار كار دى)
    خبرې وكړو، دغه ليكنه هم د كوم احساس له مخې نه ده شوې، بلكه د لغمانيتوب او فرهنګي
    خواخوږۍ له مخې پنځول شوې ده، چې ښاغلى شمسزى يې له ښاغلي يون سره لري، د ښاغلي يون
    فرهنګي كار ته دې زمونږ سلام وي او نه په دې ليكنو كې چې د ښاغلي يون په اړه شوي دي
    څوك د ښاغلي يون له فرهنګي كاره منكر شوى دى، خود ښاغلي يون د ناسپېڅلي سياسي بهير
    ملاتړ هغه هم د خپلو شخصي ګټو لپاره د دغې ليكنو موضوع ده، خو ښاغلى شمسزى لكه څنګه
    چې ځينې خلك د خپلو ناجايزو كړنو لپاره له يو سپېڅلي نوم نه ګټه پورته كوي، ددې
    ليكنو په ځواب كې يې د ښاغلي يون د فرهنګي كارونو له نوم نه ګټه پورته كړې ده، خو
    دې ته يې فكر نه دى چې د ليكوالو نيوكه څه ده او زۀ يې ځواب څه وركوم، ليكوال د يون
    ملاتړ د ناسپېڅلي جريان نه بد ګڼي د يون فرهنګي كار او د ۳۳ كتابونو چاپ كولو ته
    ټول په درنده سترګه ګوري چا خو ورته په بده سترګه نه دي كتلي، تاسو به د نصرت الهام
    په نوم د يو بل فرهنګي ليكنه ( سياسي جمع فرهنګي او فرهنګي جمع سياسي شخصيتونه) تر
    عنوان لاندې لوستي وي، په دې ليكنه كې د ښاغلي يون د ۳۳ كتابونو چاپ كولو ته په دې
    سترګه كتل شوي دي، چې ښاغلى يون خپل بې سارى فرهنګي خدمت او شخصيت د ناسپېڅلو سياسي
    او شخصي ګټو لپاره كاروي، چې په دې خبره كې هم د ښاغلي يون فرهنګي كار او د نوموړي
    فرهنګي شخصيت لوړ ګڼل شوي دي، پخپله يون ترې ناسپېڅلې ګټه پورته كوي او په سپكه
    ورته ګوري، يوه جالبه خبره خو داده چې ښاغلى شمسزى په دې ليكنه كې په بدل نوم د
    ليكنو كولو سره سخت مخالفت ښيي او ډېر په سپكه سترګه ورته ګوري، ښاغلى شمسزى وايي :
    (( په پښتو ویبپاڼو کې په یوه او بل نامه هغه څه لیکي چې په خپل نامه یې په ویلو او
    لیکلو دوی خپله هم شرمېږي)) خو پخپله په بدل نوم د دې ښاغلي ليكوال د ليكنو او
    تبصرو بېلګه به زه درته وړاندې كړم، د الهام همدغه ليكنه ( سياسي جمع فرهنګي او
    فرهنګي جمع سياسي شخصيتونه) د نوموړي په بلوګ ( تنده) كې خپره شوه چې تبصرې هم پرې
    پرانستې وې، ما دغه ليكنه ولوسته ځانګړى خوند مې ترې واخيست، او ورسره مې په دې
    ليكنه تبصرې هم وڅارلې، په دې تبصرو كې چې چا هم تبصره كړې ده ليكنه يې تاييد كړې
    او د يون په اړه چې څه ورته مالوم و هغه يې له نورو سره شريك كړي دي، ددې په منځ كې
    يوڅوك اول د ځانمل، او په دوهمه تبصره كې د ځوانمل په نوم د ښاغلي يون په پلوۍ
    راښكاره شو او په خپله تبصره كې يې ښاغلي الهام ته پېغور وركړ چې ځان مشهوروې او
    هغه هم دجومات د كيسې په څېر، الهام چې ترڅومره زه پېژنم او ويبلوګ يې لولم په دې
    پوهېږم چې د هغه بلوګ سره لوستوكي ځانګړې مينه لري يو ځوان فرهنګي دى او په فرهنګي
    كړيو كې ښه شهرت هم لري ځوان مل په هغې ځاى كې هم د شهرت خبره كوي خو همدغه خبره
    بيا ځوان مل صيب چې اوس په خپل نوم ( عزت الله شمسزى) راڅرګند شو په دې ليكنه ( د
    شخصيت د تثبيت لپاره ترټولو ښه معيار كار دى) كې داسې كوي: ((ځینې نور بیا چې مبتدي
    لیکوال دي غواړي د بل چا په ذلت کې خپل عزت ولټوي، په داسې لیکنو په ټولنه کې ځان
    پر نورو لویو لیکوالو وپېژني او په دې سپکو سپورو ځان شهرت ته ورسوي، دا ځکه چې دغه
    ډله خلک د یوه علمي، تحقیقي او یا بل ډول ارزښتناک کار وړتیا نه لري. په دریمه ګټه
    ګورۍ کې هغه لیکوال دي چې د نورو په اشاره ګډېږي، خپله په خپل ژوند کې کومه خاصه
    موخه او یا هدف نه لري بس د خپلو بنډارونو د ګرم ساتلو لپاره کله په یوه پسې قلم
    راواخلي او کله په بل پسې، هغه څه چې لیکي او ویبپاڼو کې یې چاپوي سبا یې په بېرته
    لوستلو هم شرمېږي، همدا یې لامل دی چې په خپل نامه یې نه چاپوي چې سبا پرې سند نه
    شي، دوی وایي الا بلا در ګردن ملا، ټول افغان پوهېږي او مسولیت یې موږ خو هسې هم
    څوک نه شي پېژندلای چې سبا راته په مخ لاړې را توکړي))
    ددې پورته اقتباس دا برخه چې ليكوال پكې د مبتدي ليكوال د شهرت خبره كوي او هغه
    تبصره چې ځوانمل صيب پكې د شهرت خبره كوي!!!!!!!! يواځې دا ددې ثبوت نه دى ددې
    پورتني اقتباس دا برخه يوځل بيا ولولئ (( درېيمه كټه ګورئ كې هغه ليكوال دي)) د
    الهام په ليكنه كې هم كټه ګورۍ جوړې شوي دي او ورسره د ځانمل په تبصره كې هم ښې
    ډېرې كټه ګورۍ ليدلى شئ خو د شمسزي فكر نه دى چې دا ليكل كولاى شي ما رسوا كړي، كله
    چې د ځوانمل تبصره د تبصرو په كړكۍ راښكاره شوه، له ما سره زما يو بل فرهنګي ملګرى
    هم انلاين و چې سمدستي يې راته وويل دا شمسزى دى، هغه وخت مې د هغه خبره رد كړه، خو
    لږ وروسته د ښاغلي شمسزي په بلوګ كې د لغمان د فرهنګي ټولنې مباركي چې ښاغلي يون ته
    يې د ۳۳ كتابونو د چاپ له امله ويلې وه، زما شك راپيدا كړ، چې شمسزى رښتيا هم په
    همدې شېبه كې انلاين دى او اوس چې ددې ليكنې او هغې تبصرو ترمنځ مقايسه كوم، نو شك
    مې په يقين بدل شو، زه په پوره باور سره وايم چې ښاغلي شمسزي دغه ناوړه تبصره د
    ځانمل په بدل نوم كړې ده خو په دې ليكنه كې په بدل نوم ليكنې او تبصرې غندي، نو د
    ښاغلي شمسزي ددې ليكنې كومه برخه د زړه خبرې دي، ښاغلى شمسزى هم د ښاغلي يون په څېر
    په څو رنګونو كې څرګنديږي.
    ګران لوستونكي كولاى شي چې دغه تبصرو ته په تنده بلوګ كې سر ورښكاره كړي كه لا هم
    دغه تبصرې وي او الهام نه وي لرې كړي وبه يې وينئ او خپله به قضاوت وكړئ چې سپكې
    سپوري دي او كه نه، شمسزى يا ځوانمل له دې هم اوړي او ورسره په دې تبصرو كې مور
    پلار هم ورته يادوي، زه د ښاغلي الهام جرئت او حوصلې ته سلام كوم چې دغه تبصرې يې
    هم ړنګې نه كړې او پرليكه يې كړې.
    بله ليكنه چې د ښاغلي يون په دفاع كې په ټول افغان راڅرګنده شوه، د ښاغلي نعمان
    دوست ليكنه ده، ددې ښاغلي سياسي ليكنې اوس نه لولم، زما په فكر ښاغلى هسې په سياسي
    ليكنو خپل وخت بربادوي، ادبي ليكنې يې ځانګړى خوند لري خو سياسي درك او احساس يې
    ماته كمزورى ښكاري، زه ښاغلی دوست د يو تكړه اديب په حيث پېژنم او ورته درناوى لرم،
    خو د سياسي ليكنو سره يې يارانه ناكامه ده، سره له دې چې په يو خبري اژانس كې كار
    كوي، خو د ښو سياسي ليكنو تمه ترې نشي كېداى.
    داچې دې ښاغلي ديون په پلوۍ ولې ليكنه كړې ده، زه فكر كوم چې يا خو تېروتى دى او
    ښاغلی يون په سمه معنى نه پېژني او ياخو به ددې ليكنې تر شا هم يو ناسپېڅلى هدف
    پروت وي، خو پټه دې پاتې نه وي چې ښاغلى دوست هم د لغمان شريف دى چې د ښاغلي يون
    سره به لغمانۍ خواخوږي ولري، كه له دې هرڅه تېر شو او ددې ښاغلي د ليكنې منځپانګه
    راواخلو هم، قانع كوونكې نه ده خو بس يواځې يې د ښاغلي يون په وړاندې خپله فرهنګي
    او لغمانۍ ياري پاللې ده.
    ښاغلى دوست ددې ليكنې په پېل كې پوښتنه كوي چې ولې يو قوم خپل يو مشر ته د افراط تر
    وروستي حده درناوى كوي؟ بيا وايي((کله يې راته ځواب دا ښکاره شي چې کېداى شي، موږ
    دغه شان وړ کسان و نه لرو، خو چې د نورو قومونو د مشرانو په ماضي نظر تير کړم هغوى
    راته هم سپين نه ښکاري))
    ښاغلى په دې باوري دى چې يون سپين نه دى، نو ځكه خو وايي چې د نورو قومونو مشران هم
    راته سپين نه ښكاري، او وايي چې راځئ همدې تور مشر پسې لاړ شو، زه خو ورسره دا خبره
    نه منم چې ريښتوني مشران او اتلان سپين نه وي، كه څوك يې ورسره مني خپله خوښه يې،
    ماته د تور مشر نه، نۀ مشر غوره ښكاري.
    له دې وروسته بيا همدې پوښتنې ته يو بل ځواب هم وركوي وايي چې مونږ خپله څه نشو
    كولى او چې بل څوك څه كوي نو په هغې سوځو، عجيبه خندوونكې خبره ده، واقعي رهبر او
    پاك او سپين مشر چې څه كوي هيڅوك ترې نه سوځي، خو خپله هم په دې دوهم ځواب ډاډه نه
    دى وايي ((زه اعتراف کوم چې دغه ځواب به ، په ټولو برخو کې سم نه وي ، خو د استاد
    اسماعيل يون په اړه راته سم ښکاري .
    استاد ، د تېرې جمعې په ورځ خپل ٣٣ چاپي اثار په داسې يوه ژبه ټولنې ته وړاندې کړل،
    چې د معمولي معلوماتو د موندلو لپاره، د خلکو ورپسې سترګې وځي)) دا ښاغلى هم د
    شمسزي غوندې هماغه خبره تكراروي او د ښاغلي يون د بې ساري ادبي خدمت نه د ښاغلي يون
    په پلوۍ د سپر كار اخلي زه بيا هم پورتنۍ خبره تكراروم چې په هغو ليكنو كې، چې د
    كومو ليكنو په ځواب كې ښاغلي دوست دغه ليكنه كړې ده، د ښاغلي يون په ناسپېڅلي سياسي
    دريځ نيوكې شوي دي او ټولو يې ادبي هلې ځلې او ادبي كارونه ستايلي دي.
    له دې وروسته ټوله ليكنه د ښاغلي يون په ادبي كارونو، هيله مجله او …. خدمتونو
    ترڅنګ د ښاغلي يون په ستاينو ډكه ده او په پاى كې ليكوال وايي (( زما عادت شايد
    ځينو ته معلوم وي ، تر اوسه مې د هيڅ شخص ، ډلې او نظام په تعريف کې ليکنه نه ده
    کړې ، ځکه دغه شان ليکنې مطلبي وي ، وجدان مې نه مني چې دغه شان يو کار وکړم .
    خو د استاد يون په اړه دا ليکنه ځکه کوم چې هغه اوس يو ملي شخص دى، که د نورو
    وسلوال اتلان کېداى شي نو د موږ فرهنګي شخصيت ملي کېداى نه شي ؟))
    دا چې ښاغلي دوست مخكې دا كار نه كاوه اوس يې دې ليكنو ته لاس اچولى دى ددې پيل
    مباركي ورته وايم خو دا چې زړه دې نه مني مه يې كوه، ستاسو د سياسي ليكنو په څېردا
    معلومه شوه چې دا د ستاينو ليكنې كولى هم نه شې، پرې يې ږده، ځكه چې د ښاغلي يون د
    ستايلو پرځاى دې په سر كې ښې بڼكې ترې ايستلي دي او يو تور مشر دې ثابت كړى دى، هسې
    نه چې د ښاغلي يون په ستاينه كې كومه تېروتنه وكړې او د ښاغلي هوډمن په څېر دې بيا
    په محبس كې لټوو.
    تاسو ويلي دي چې اوس ښاغلى يون يو ملي شخصيت دى، ددې نه به مو مطلب دا وي چې دا ملي
    يو والى د ښاغلي كرزي د كمپاين شعار دى او دا چې يون صيب د كرزي صيب تر شا ولاړ دى
    نو ملي شخصيت شو دا چې اوس يواځې د پښتون نه بلكه د تاجك او هزاره په خواكې ولاړ دى
    نو ملي شخصيت شو، وايم خداى دې وكړي چې مخامخ د اوباما، ولادي مير پوتين، زرداري او
    احمدي نژاد راتلونكي دويم، درېيم څلورم ځل او حتا شپاړسم ځل انتخاباتي كمپاينونه
    ورته وكړي او بيخي نړيوال شخصيت شي، خو تر هرډول شخصيت يې مونږ ته علمي او ادبي
    شخصيت غوره دى او همدا د ملي شخصيت كېدو ښه نمونه ده .

  26. دلر اوبرافغان محترموپرمخ بیوونکواومشرتابه ته درناوی!

    په همدې لړکې ددې پاڼې لوستونکواولیکونکو ته هم ددودسره سم درناوی او نیکې هیلې چې دپښتو دعزت په توروښکلې شوی وې وړاندې کوم او هیله ده چې دپښتنو دتاریخ او سرنوشت چې نن سبا دپوښتنې سره په ډغروکې را ګیر دی له حده زیات احتیاط په کار واچوی ، ټول زه ،ته او هغه په ویرکې راګیرې پښتنې پرګنې ښه پوهیږو چې خواخوږی ولسی مشر په سر کې نلرو، کاروان مو بې څاروان وه اودی ، کرزی چوکې خوښوی او دخپل سردساتلو دپاره دهر پښتون ککر ه بابیزه بولې ، هغه له کمونستانو ، ملیشو، اخوانی ستمیانو، اخوانې پنجابیانو،عربی وهابیانواو ایرانی اخوندانو سره په معاملو او وعدو لګیادی ، دا له هیچا پټه نه دی چې ځینې وما اوستا ګلالې پښتانه هم دفیل په غوږکې ویده دی ، او دیته خوشحال دی چې مشاوریم مشاوربه اوسم ، وزیر یم وزیربه اوسم او په تیر بیا رحیم وار ډاګ ، فاروق وردک ، احدی دافغان ملت خرڅوونکی او داسی نوردخدای او پښتنوازاروهلی ،زی ،زی،خیل خیل ،مل مل چې څوک یې نن وزیر اوڅوک یې دارګ څوکیداران دی ، بیا هم وایم چې ډیرې نه دوه اونۍ دلوبې پای ته پاته دی ،اوس هم سردوخت دی مشر معلوم کړی ، دادی پټی سر دی ،پټی وروسته سوروردی ،ستمیان به کرزی ومنی خو پښتنو ته به په ډیره لوړه بیه تمام شی ، کرزی به دخپل ما شوم بېبې سټر وی ، مارشال خوسکی به داځل مرستیال نه وی هغه به دولتی چارې پرمخ بیایې ډبل عبدالله به خارجه وزیروی چې احدی ورته انتظارباسې، جنرال بسم الله به دملی دفاع وزیروی ، وردګ رحیم به سفیراو په ماسکوکې به ودکاوهی ، فاروق وردک به په پاکستان کې له ګلبدن دحکمتونویارسره دتازه جنګ جګړوپه پلانونوچې څنګه پښتانه ووژنی بوخت وی ،په نوم ولس مشربه له خبلوورونو او ددربارله دپړه مارانودډالروپه ګڼلو مصروف وی او دولت به هم منتخب اوپه دموکراسۍ !!!!! ولاړملی ؟؟؟؟؟ وی ، خولوی جلال خدای دکرزی دا ارمان ترسرنه کړی چې بیا سقاویان یا مشکیان په قدرت راولی .امین

    پاته شوه دپیاوړی پوهندوی صاحب یون خبره ، ډاډه اوسی هغه دننی ځوان افغان دپښتنې پرګنو یو روڼ اند سیاسی او ادبی ستوری دی ، خپله مشخصه لار او هدف لری ، هیڅکله ددربار تر منفی تاثیرلاندی نه راځی او هیله ده چې هغه نور هغه دچا خبره ټکنی نه کړو، انشاالله هغه لکه چی خپله وړاندینه هم کړی ، اشاره یې همدې ته وه چې کرزی دایتلافونو په جوړښت لګیادی ، او دادی دا نامقدس ایتلافونه ورځ په ورځ را څرګندیږی ، بایدپه بیدار ې سره ددغه نامقدسو ایتلافونو سره اوس هم وخت دی دخپل ربړیدلی ولس او مظلومو پرګنو سترګې او غوږونه ور خلاص کړو په حق اوروغ نیت سره ددې روان توفان مخه وردپ کړو ، او په هره لارچې کیږی په اوسنی عاجل تنګ لنډ وخت کې دښاغلی پوهاند اشرف غنی ملاور وتړو. وماعلیناالابلاغ

  27. ټولو لوستونکو ته ؛تر هرڅه مخکی ستاسو خوښی او کامیابی غواړم.يون صيب او د هغه د کمپان انډيوالانو ته د نیوي لمر دراختو مپارکي وايم قدرمنو ملګرو که اولس او ملت ته هرڅه پیښیږی خو ستاسو به پکی کار جوړسی داهم زموږ يوه لسته راوړه نهده.

    په درنښت