کور / خبرتیا او پيغامونه / په شمالي کليفورنيا کې د افغاني کلتوري ټولنې خبرتيا

په شمالي کليفورنيا کې د افغاني کلتوري ټولنې خبرتيا

خپلواکي بيا دې په نصيب شه      هر ه لويشت خاوره دې ګولونه
ای زمونږ روحه زمونږ ځانه           زمونږ  ژوندون  افغانستانه


درنو هېوادوالو لمړۍ تر ټولو د انګرېزي ښکيلاک څخه د ګران هېواد افغانستان د خپلواکۍ د ٩٠مې کليزې په وياړ ټول لر او بر افغان ملت ته مباره کۍ او نېکې هيلې وړاندې کوو٠
 په شمالي كليفورنيا كې افغاني كلتوري ټولنه د هر كال په شان يو ځل بيا دگران هيوادافغانستان دخپلواكۍ د كليزى په وياړ يوه درنه او پرتمينه غونډه رابللې ده .
مونږ خپلو درنو هيوادوالو اود ټولنې غړو او مينه والو ته بلنه وركوو چې دخپلوكورنيو سره دشعر او موسيقۍ پدې غونډه كې ګډون وكړي،او په خپلو راتلو سره داغونډه لا هم ښكلې او پرتمينه كړي ٠
د يادونې وړ ده چې په غونډه کې د هېواد پېژندل شوئ تاريخ پوه پوهاند داکتر محمد حسن کاکړ او ښاغلۍ داکتر عبدالرحمن زماني د دې تاريخي ورځې په وياړ ګډونکونکو ته  په زړه پورې معلومات ورکوي٠


تل د وي افغانستان        ژوندی د وي افغان ملت
د افغاني کلتوري ټولنې د مشر تابه له خوا



وخت او پته مه هيروئ:
 
Centerville Community Center
 3355Country Dr
Saturday, August 15, 2009, @ 6:30 pm
د ماښام پوره 6 بجې او 30 دقيقى،
د شنبې شپه،د 2009 كال دآگست دمياشتې ١٥مه
محمد حامد الوتاند د اګست د مياشتې ٤مه