طالبانو او حزب اسلامي ته د رايي اچوني بلنه ورکړل سوه
دافغانستان اوسنى اوراتلونكې ولسمشرۍ ته خپلواك نوماند پرون دچارشنبې په ورځ دخپل ټاكنيزكمپاين په ترڅ كې پكتياولايت ته ورسيد.
كرزي په خپلوخبروكې طالبانواودحزب اسلامي چارواكوته بلنه وركړه چې راشئ اوپه راتلونكو ټولټاكنوكې لكه دنوروافغانانوپه شان درايوكارتونه واخلئ اوپه ټولټاكنوكښي خپل وړ نوماندته رايه وركړئ .
ولسمشركرزي په داسې حال كې نوموړودواړوډلوته بلنه وركړه چې راتلونكوټولټاكنوته شاوخواپنځلس ورځې پاتې دي .
د ولسمشرۍ د نورو کانديدانو له جملې څخه يو بل کانديد او پخوانی لوی څارنوال عبدالجبار ثابت پرون د خپل کمپاين په ترڅ کښي د هرات ولايت ته ورسېدئ، پداسي حال کښي چي د ولسمشرۍ يو بل کانديد رمضان بشردوست د خپل کمپاين لمن تر اروزګان ولايت پوري پراخه کړې ده .