کور / تازه خبرونه / هلمند : ۵ پوليس او ٢١ عاميان ووژل سوه او يوه چورلکه راو غورځيده

هلمند : ۵ پوليس او ٢١ عاميان ووژل سوه او يوه چورلکه راو غورځيده

دهلمند ولايت په نادعلي ولسوالي کي ديوه ماين دچاودني له امله دملي پوليسو يو رنجر موټر له منځه تللئ دئ چي په کښي سواره ۵ تنه پوليس وژل سوي او ۳ تنه نوريي هم ټپيان سوي دي داخبره دهلمند امنيه قوماندان سمونوال اسدالله شيرزاد خبري رسنيو ته وکړه، دی وايي چي پوليس دګزمې پرمهال په ماين وربرابرسوي او مرګ ژوبله ورته اوښتې ده .

قوماندان همداراز وويل په ګرمسير ولسوالي کښي تيره ورځ دملکي کسانو په يوه ټراکټور باندي دماين چاودنه سوې چي په کښي ۲۱ تنه ملکي کسان دښځو او ماشومانو په ګدون وژل سوي دي خو بل پلو دطالبانو وياند قاري يوسف احمدي وايي چي دنادعلي ولسوالۍ دزرغون کلي په سيمه کي يي دپوليسو يو رنجر او په کښي سواره ۵ پوليس له منځه وړي دي .

ديوه بل خبر له مخي دپنج شنبې په ورځ غرمه مهال دناوې ولسوالۍ څخه عيني شاهدانو خبريالانو ته په ټليفوني تماس کښي وويل چي ددې ولسوالۍ دخرابي سيمي ته څيرمه دنړيوالو ځواکونو يوه څرخکه راشوه سوه او ددوی په وينا دوي ورته ګوري چي اورونه پري راګرځي؛ دناوي ولسوالي نه عيني شاهدان په داسي حال کي دنړيوالو ځواکونو دڅرخکي دراشوه کيدو خبر ورکوي چي په هلمند کي دميشتو بهرنيو ځواکونو خبري څانګي يي لانه مني خو په عيني وخت کښي طالبانو ددغه څرخکي د راغورځولو پړه په خپله غاړه واخيسته .

دطالبانو وياند قاري يوسف احمدي وايي دناوې مرکز ته څيرمه يي يوه هيلوکپترد ملګرو له لوري راغورځول سوې چي په کښي سواره نږدي ۴۰ کسه بهرني سرتيري وژلي دي . خو کورنيو او بهرنيو مسئولينو رسنيو ته په دي اړه لا تر دي دمه څه نه دي ويلي .


ديادوني وړده چي وړاندي تر دې هم دبهرنيو ځواکونو يوه ملکي باروړونکې څرخکه ددي ولايت په سنګين ولسوالۍ کښي دطالبانو له لوري راغورځول سوې وه چي ديوه ملکي په شمول په کښي ۵ کسه وژل سوي وه ‏ .