کور / تازه خبرونه / د ناټو عمومي منشي رايس موسن په يو ناببره سفر هلمند ته راغلئ

د ناټو عمومي منشي رايس موسن په يو ناببره سفر هلمند ته راغلئ

نن دپنج شنبه په ورځ تر غرمي وروسته دناټو عمومي منشي انډرفوګ رائس موسن په يوه ناڅاپي سفر هلمند ته راغلئ دئ .

نوموړي په هلمند کي له والي ګلاب منګل،امنيه قوماندان او ګڼو دولتي مسئولينو سره دليدني پرمهال خبريالانو ته وويل سخت ژمن دئ چي دهلمند دخلګو لپاره به امنيت ټنګوي، راس موسن وويل وروسته تر دې دناټو دعمومي منشي دنده يي ترلاسه کړي ده ارام نه کښيني او په افغانستان کي په ځانګړي ډول هلمند کي به سوله راولي رائس موسن زياته کړه زما دکارونو په سر کي هلمند قرار لري او زه به په هلمند کي دامنيت دټنګولو په لاره کي ډير څه وکړم؛دى وايي ((زه دهلمند دخلګو له پاره دوه پيغامه لرم او غواړم تاسو ته وښيم چي ناټو او ايساف به ترهغه پاته وي څو چي دلته دسولي راتګ وخت ونيسي،او دهلمند خلګو ته ډاډ ورکوم چي دنا امنيو نه ونه ويريږي او په راتلونکي ټاکنو کي دي برخه واخلي ،داځکه چي زمونږ ځواکونو به دافغان ځواکونو سره په ګډه دهلمند يانو له پاره په ټاکنو کي دګډون په خاطر هرډول زمينه برابره کړي، دى زياتوي چي زمونږ ماموريت کي به دافغان ځواکونو روزنه هم چټکه سي ترڅو په سيمه کي دنړيوالو ځواکونو سره يو ځاي مخاليفين پرشاه بوزي .

ددې سره جوخت دهلمند والي محمد ګلاب منګل رسنيو ته وويل دناټو دعمومي منشي دسفر لمړي توب هلمند ته داښيي چي نړيوال په تيره ناټو دې ته ژمنه ده چي په افغانستان کي په ځانګړي ډول په هلمند کي سوله اوټيکا و حاکم سي دناټو دعمومي منشي ،دهلمند دوالي او امنيه قوماندان ليدنه دامنيه قوماندان په پراخه ودانۍ کي ترسره سوه چي دهلمند امنيه قوماندان هم دراتلونکو ټاکنو په اړه دهلمند اولس ته ډاډ ورکړ او دراتلونکو ټاکنو دامنيت له پاره يي په هلمند کي تردوه زره زيات پوليس چمتو وبلل تر څو دراي اچوني تول مرکزونه او لوى لاري وساتي .

ديادوني وړده چي دناټوعمومي منشي په داسي حال کي دخپل ماموريت په لمړىو کي هلمند ته سفر کوي چي نه يوازي دلته دامريکايي مرين سرتيرو له لوري څه باندي يوه مياشتي وړاندي پيل سوي خنجر عمليات دوام لري بلکي دافغانستان د اولسمشري او ولايتي شوراګانو دټاکنو له پاره يوازي دګوتو په شمار ورځي پاته دي ‏ .