کور / تازه خبرونه / عراق : بريدونو تقريباً ۱۰۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

عراق : بريدونو تقريباً ۱۰۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

د عراق امنيتي چارواكي وايي چي په موصل او بغداد كي ښارونو کښي څلور بيلا بيلي چاودني شوي چي لږ تر لږه په کي ۱۱۲ تنو ته مرګ ژوبله اووښتې ده .


په بغداد كي د الجزيره عربي تلويزون خبريال د امنتي سرچينو له خولې وايي چي د مو صل ښار په شمال كي د جومات مخي ته د يو موټر بم په چاودنه كي ,۳۰, تنه وژل شوي او تر ۷۰ پوري نو ر ټپيان شوي .


له دينه مخكي په بغداد كي ۳ چاودني د شيعه ګانو د يو زيارت مخي ته شوي چي ۷  كسه ېي وژلي او تر ۱۵ پوري نور ېي ټپيان كړي .


ديادوني وړ ده چي پرون هم په ورته چاودنو كښي ۷ كسان وژل شوي او تر ۳۵ زيات نور ټپيان شوي ول .


دعراقي ښارونو امنيتي چاري څه موده وړاندي امريكايي ځواكونو د عراق ملي پوځ ته ور وسپارلې .