" /> " /> " /> " /> سپينه ماڼۍ : پاکستان نور په امان سو  – لراوبر ویب پاڼه
کور / تازه خبرونه / سپينه ماڼۍ : پاکستان نور په امان سو  video

سپينه ماڼۍ : پاکستان نور په امان سو  video

د امريکا د ولسمشر بارک اوباما وياند وايي چي سپينه ماڼۍ د پاکستاني طالبانو د مشر بيت الله محسود وژنه نه سي تائيدولائ خو بالفرض که چيري د بیت الله په اړه ورکړل سوي رپوټونه رښتيا وخيږي نو نور به يې پاکستان له شره څخه بچ سي .

د بيت الله محسود د وژني په اړه نن پاکستاني مقاماتو د نوموړي د نژدې افرادو له خولې څخه داسي راپورونه خپاره کړل چي نوموړي د امريکا د وړمي شپې په هوايي بريد کښي وژل سوئ دئ خو تر دې وړاندي  يواځي د بيت الله محسود د مېرمني او څو تنو نورو د مرګ ژوبلي خبر ورکړل سوئ وو .

د سپيني ماڼۍ وياند روبرټس ګېبس نن د جمعې په ورځ پدې اړه رسنيو ته وويل  که چيري نوموړی له شک پرته وژل سوئ وي نو په نتيجه کښي د پاکستان ولس نور ترې نه په امن او خوندي سي .د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند روبرټ ووډ پدې اړه وويل چي امريکا او ملاتړي هيوادونه به يې د تروريزم په وړاندي خپله اوږدمهال مبارزه همداسي مخته پسي بوزي، ده د يوې پوښتني په ځواب کښي چي محسود په سيمه کښي د طالبانو او القاعدې سره په مبارزه کښي امريکا ته څومره مهم وو؛ وويل چي محسود د ډيرو تروريستي بريدونو مسؤل وو .


د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي په اسلام اباد کښي خبريالانو ته وويل چي موږ پدې لټه کښي يو چي د محسود د وژني دقيق شواهد په لاس راوړو؛ که دا کار وسو نو بيا به د نوموړي وژنه سل په سلو کښي د تائيد وړ وي خو قريشي زياته کړه چي زموږ د اړوندو استخباراتي معلوماتو مطابق د نوموړي د وژني خبر سم دئ .


په سيمه کښي د طالبانو يو قومندان بازمحمد هم د محسود د اخښي اقبال له خولې څخه رسنيو ته د محسود د وژني د تائيدولو تر څنګ د خپلي خوښۍ اظهار کوي اوزياتوي چي بيت الله محسود د طالب په جامه کښي هغه کارواياني کولې چي نه اسلام او نه هم علماء د هغه جواز ورکاوئ .


که د بيت الله محسود د وژني راپورونه سم وختل نو دا به په سيمه کښي د پاکستان د حکومت تر څنګ د امريکا او د هغې د استخباراتي شبکې سي ای اې غټه لاسته راوړنه وي .


پدې د نوس ژورنال  راپور :