کور / z_buitenland_news -- 5 / لاهور:ځانمرګي پراخه مرګ ژوبله واړوله

لاهور:ځانمرګي پراخه مرګ ژوبله واړوله

دپاكستان دپنجاب ايالت په په مركزي ښار لاهور كې ځانمرګي بريد شل ۲۰ كسان ووژل او دوڅلوېښت ۴۲نور يې ټپيان كړل . ځانمرګى بريد دپاكستان پروخت پريولس بجې او نهه ويش دقيقې دلاهور ښار په مركزي چوك جې پي او كې وشو . دپېښي په قربانيانو كې ډېره برخه پوليس دي . خبريالان وايي چې په وژل شويو كسانو كې نولس پوليس او نور عام وګړي دي ، تازه راپورونه وايي چې په ځانمرګي بريد كې تر دېرشو پوري كسان وژل شوي او تر پنځوس ډېر ټپيان دي ، سيمه پوليسو په ولكه كې اخيستې او ځايي چارواكي وايي چې ځانمرګى پر يوه موټر سايكل سپور وو او په داسي حال كې ځان وچاودى چې پوليسو يې ددرولو هڅه كوله ،پوليس دوكيلانو دهغه احتجاج دكابو كولو لپاره راټول شوي وو چې نن يې دهغه هيواد دولس مشر مشرف په خلاف كاوو.


نور مالو مات وروسته په لراوبر ويپاڼه كي ګورئ