کور / تازه خبرونه / لوګر : ښوونكو ته ۵ ورځنى ميتوديك وركشاپ جوړشو

لوګر : ښوونكو ته ۵ ورځنى ميتوديك وركشاپ جوړشو

پرون د لوګر ولایت دښوونځيو د ښوونكو لپاره ۵ ورځنۍ ښوونيز وركشاپ دنوموړى ولايت د بى بى آمنى په ليسه كى په لاره واچول شو.

نوموړی ورکشاپ د هبيتات موسسى په مالی ملاتړ او د پوهنی ریاست په همکاری جوړ شوى چى ددی ولایت دمرکز د ښوونځيو ۴۰ تنو ښوونكو او زده كوونكو ګدون كړى چی له مخی به د درسى سيستم د ښوو ډولو په هكله پوهنیزه زده کړی ترلاسه کړی.

دیادونی وړدی چی د ۴۰ تنو دجملى نه درى تنه دپوهنى رسمى ښوونكى او پاتى نوريى هغه زده كوونكى دى چى د زده كړى د نعمته بي برخى پاتى دى.

پاته دى نه وى چى دى ته ورته ورکشاپونو پرانستل به د ښوونکو د پوهی د لوړلو په کچه کی د نوی روزنی د اصولو له اړخه مثبتی اغیزی وشیندی .