کور / z_buitenland_news -- 5 / لاهور:له ولس څخه دوينې غوښتنه

لاهور:له ولس څخه دوينې غوښتنه

دلاهور په روغتونو نو كې ځايي ډاكتران له ولسي وګړو څخه داغوښتنه كوي چې وژوبل شويو كسانو ته وينه وركړي ، هلته پوليس نور هم دتيارسئ په حالت كې دي او پاكستاني رسنۍ وايي چې لاهور هم دترهه ګري په نښه كې دى لاهور دپاكستان يو له موهمو او خوندي ښارونو څخه دى او په دوزره څلورم كال كې هلته ورته پرښه شوې وه ، دپنجاب ايلت په يوه بل ښار راولپينډۍ كې دپخوانۍ لومړۍ وزيري بېنظېر بوټو تر وژنه وروسته دا په پاكستان كې تر ټولو لويه پېښه بلله كېږي . ننى ځانمرګ بريد په لاهور كې دجي پي او پر څلور لاري شوى چې يوې خواته يې دلاهور هايي كورټ يا لويه محكمه ده او بل لور ته يې دپي ټي سيل لويه وداني ليدل كېږي . دادلاهور ګڼ مېشته سيمه ده او هلته دهغه ښار تر بله هرسيمه ګڼه ګوڼه زياته وي . دپېښي په قربانيانو كې لارويان هم شامل دي . لاهور دپاكستان په لويو تجارتي ښارونو كې شمېرل كېږي.