کور / تازه خبرونه / په لوگر د طالبانو ډله ييز بريد

په لوگر د طالبانو ډله ييز بريد

د لو گر په مر کز طالبانو پراخ وسله وال بريد کړى . ر اوسه نه ده معلومه چې څومره کسان به په دغه بريد کې وژل شوي وي . جگړه له غرمې وړاندې پيل شوې او تر دې دمه روانه ده . سيمه ييز چارواکي وايي چې پر دولتي ودانيو د راکټونو او سپکو وسلو ډزې کيږي خو طالبان وايي شپږ ځان مرگي بريد کونکي يې په پل علم کې دولتي ودانيو ته دننه کړيدي . سيمه ييز اوسيدونکي او عيني شاهدان وايي چې د لوگر پر امنيه قومندانۍ له مخا مخ سو داگريزو ودانيو او شاوخوا سيمو د راکټونو او سپکو وسلو سختې ډزې کيږي .  له خوست ، گرديز او کابل وروسته دا په افغانستان کې څلورم ولايت دى چې وسله وال طالبان پرې ډله ييز وسله وال بريد کوي .