ټاكنيز اخلاق

په دې ورځو كې دافغانستان خلك د ولسمشرۍ او ولايتي شورګانو له پاره د ټاكنو د تر سره كېدو په درشل كې دي. او په اړه يې ډول ډول بحثونه روان دي يو له دغو څخه په ټاكنو كې د تبليغاتي اخلاقو مساله ده، چې ډېرى خلك د نوماندانو او د هغو د پلويانو ځينو څرګندونو او كړنو ته په كتو اند يښنه لري، كه دا سيالۍ د ټاكنيزو اخلاقو سره سمې تر سره نه شي، نو د سمو او رڼو ټاكنو حق او فرصت به مو له لاسه ووځي.

ټا کنی د ولسواکۍ هغه اصل دی چې په وسیله یی رایه ورکونکي کولی شي د خپل زعامت په ټاکلو کې نیغ په نیغه ونډه واخلي. ټاکنې يو ه داسې ولسواكه لار ده چې د هغې په وسیله رایه ورکوونکي کولای شي د خپل مشر او استازي په ټاکلو کې نیغ په نیغه ونډه واخلي. ټاکنې د ډیموکراټیکو اصولو او ارزښتونو له پړاوونو څخه یو پړاوو دى چې د خلكو برخه اخيستنه په كې مهمه ده، ځكه په یواځې ځان هيڅوك نه شې کولاې یو ولسواك هېواد رامنځ ته کړي. دیوه ډيموکراټیک هېواد د رامنځ ته کیدو له پاره نور عناصر لکه د بیان آزادي، د رسنیوآزادي ، عادلانه قوانین، د قانون حاکمیت، عدالت ته یوشان لاس رسی او د ټاكل كېدو او ټاكلو حق، د هېواد د ټولو وګړیو لپاره اړین شمېرل کیږي.

دا دويم ځل دى چې افغانان په انتخابي ډول ولسمشر او د ولايتي شوراګانو له پاره استازي غوره كوي، كه څه هم زموږ هيوادوال ددغه شان ټاكنو اوږده تجربه نه لري، خو كه د تيرو ټاكنو په بهير كې ځيني نيمګړتياوو او ښېګڼو ته زير شو او په دغو ټاكنو كې هغه په پام كې ونيسو تمه كېږي چې په برياليتوب سره به مو دا پړاوو هم له مخې تير شي. ټاكنيز اخلاق يو مستقل بحث دى دلته په لنډو سره د سياسي او انتخاباتي اخلاقو په اړه لنډه يادونه او بحث كوو.

په لومړي سر كې د قانون منل او پر هغه عمل كول ددغو اخلاقو يو مهم ټكى جوړوي، چې رايه وركوونكي ،نوماندان، د ټاكنو ماموران او څارونكي يې په رعايت مكلف دي. برسيره پردې د قانون رعايت په خپله يو اخلاقي عمل دى، كه دغه كړنه په پام كې ونه نيول شي ټولنه دبي ثباتۍ خواته بيول كېږي او دخلكو په منځ كې بي باوري،كړكيچ او انتشارپيدا كېږي. له دغه شان يو كړكيچ نه د خلاصون لاره داده، چې ټول دقانون د پلي كولو او منلو په لار كې سره همكار اوسو او خلكو ته د قانون منلو ذهنيت وركړو چې ټاكنيز اخلاق يې يوه برخه جوړوي.

كه رايه وركوونكي، نوماندان او نور اړونده چارواكي د يو ولسواكه ټاكنو د سرته رسولو په لاره كې د قوانينو او مقرراتو رعايت خپله دنده وبولې دا په خپله يو اخلاقي عمل ګڼل كېږي او دقانون پر وړاندې د ټولو د اخلاقي ژمنتا ښودنه كوي. له بل پلوه په ټاكنيزو سياليو كې هر ډول سرغړونه، په اصل كې له يواخلاقي عمل څخه دپښې اړولوپه مانا دى. له بل پلوه په عمومي افكارو او ذهنونو كې داسې كړنو ته په بده سترګه كتل كېږي.
 


ديو سياسي سيال دحقونو رعايت يو اخلاقي كړنه ده :

دسياسي رقيب د حقونو رعايت يو له هغو ټكو څخه شمېل كېږي ،چې د ټاكنو په قانون كې هم ورباندې ټينګار شوى دى او په يونه يو ډول د نوماندانو او رايه وركوونكو دپام وړ ګرځيدلې، خو دنوماندانو او پلويانو له خوا په هره بڼه ددغه حقونو رعايت په خپل ځاى كې يو اخلاقي عمل دى، په دې مانا چې خپل سياسي سيال ته وخت وركول شي، چې د هيواد د بېلابېلو مسالو په اړه خپل نظريات وړاندي كړي. دغه نظريات د بېلابېلو لارو لكه د ټوليزو رسنيو او د عمومي اړيكو پر مټ دقانون په چوكات كې تر خلكو ورسوي . د ټاكنو ټول نوماندان بايد له برابرو امكاناتو څخه برخمن وي او په دې اړه بايد هيڅ ډول توپيري چلند ونه شي. په ځانګړي ډول دغه توپيري چلند ته دي د هيواد په ملي رسنيو كې پام وشي هغه چې د ټول ملت پوري اړه لري. لكه د ټاكنو په قانون كې چې ورته اشاره شوې ده ،چې ټولې ملي رسني دي د نوماندانو د تبليغاتو له پاره وخت وركړي. كه چيري د نوماندانو سره په دغه شان ملي رسنيو كې توپيري چلند كېږي دا د انتخاباتي اخلاقو څخه يوه سرغړونه حسابيږي. او له بلې خوا له خلكو سره دخيانت په مانا، دى په دې چې خلك حق لري د ټولو كانديدانو له پروګرامونو څخه خبر شي او بيا قضاوت وكړي ددغه شان توپيري چلند په تر سره كولو سره له خلكو څخه دغه حق چې د خپل راتلونكي مشر په پروګرامونو او د هغه په كاري وړتيا خبر شي اخيستل كېږي.

په ټاكنيزو سياليو كې د درواغو ويل او د سيالو نوماندانو تخريب ، همدارنګه د خپل سيال كانديد پر خلاف د اوازو خپرول او دهغه د شخصيت د راټيټولو له پاره د عامه اذهانو بي لارې كول،خلكو ته د درواغجنو وعدو وركول چې په يو ډول سره د خلكو په شعور باندي د ملنډو وهلو په مانا ګڼل كېږي، له دغو ټولو ناوړه كړنو څخه پرهيز سل په سلو كې يو اخلاقي عمل دى چې د انتخاباتي اخلاقو په چوكاټ يې رواستى شو. تر هر څه لومړى رښتيا ويل ،صداقت او عامو خلكو ته دهوښيارانو په سترګه كتلو ته اخلاقي عمل ويلاى شو، په ټولنه كې ددغو اخلاقو رواجول د وخت يو مهمه اړتيا ګڼل كېږي بايد هر هغه عمل چې انساني فطرت او وجدان يې په عمومي توګه په ټولنه كې يو نا اخلاق عمل بولې ورنه ډډه وشي او دهغه پر ځاى دي كه په ټاكنو كې د يو چا دماتي لامل هم كېږي په نارينتوب سره دي خپله خبره سپينې او دهرډول تكلف څخه پاكي خلكو ته وړاندي كړي.


نيوكه او انتقاد يو اخلاقي عمل دئ :

پر دولت او د هغو كسانو په كړنو باندې چې په واك كې دي ،نيوكه كول دهر هيوادوال يو طبيعي حق دى دغه نيوكې بايد د اخلاقو او شته دودونو په چوكاټ كې وشي او تخريبي بڼه ونه لري. د تخريب او نيوكې ترمنځ په كې فرق په ډاګه وي دغه شان منصفانه نيوكې او انتقادونه چې د واقعيتونو په رڼا كې كېږي ، يو اخلاقي كار ګڼل كېږي . نو له دې امله د نيوكې له پاره بايد خامخا چاپيريال برابر وي او سياسي سيالان بايد له دا ډول نيوكو څخه چې دا يې يو ډيموكراتيك حق دى منع نه شي. وايي چې ((ټاكنې د سياستوالو له پاره د قيامت ورځ ده )) په دغه تعبير سره سياستوال د خپلو خلكو پر وړاندی ځواب وايي دښو پروګرامونو او ښې سابقې په لرلو سره دعامو وګړو رضايت حاصلوي. څومره به ښه وي چې د خپلې دغې وړتيا په ښودلو سره نوماندان د خلكو پر وړاندې په رښتوني توګه وځليږي.


دخلكو د معنوي عقايدو او باورونو څخه ناوړه ګڼه اخيستنه :

لكه چې مخكې يادونه وشوه له هر ډول دولتي امكاناتو څخه په ټاكنيزو سياليو كې ګټه اخيستل سم كار نه دى، همدارنګه دخلكو له مادې او معنوي باورنو او سپيڅلو احساساتو څخه د ځان په ګټه كار اخيستل هم يو غیر اخلاقي عمل ګڼل كېږي، بايد په ياد ولرو چې د خلكو له معنوي باورونو څخه ګټه اخيستل كه څه هم د لنډ مهال له پاره به يوه څه برياوې دهغو نوماندانو په برخه كړي چې دا كار كوي، خو په اوږده مهال كې يې زيانونه د جبران وړ نه دي. د خلكو باور بايد خلكو ته پريښودل شي دهغو له سپيڅلو احساساتو څخه دې د د واك او ځواك د تر لاسه كولو له پاره كار نه اخيستل كېږي.

كه څه هم داخلاقو موضوع په هر ډول ټاكنو كې د پام وړ موضوع ده تمه كېږي چې دلته به هم يوه ورځ لكه د نورو پر مختللو ډيموكراتو هيوادونو په څير دغه اصل بنسټيز شي او د خلكو او نوماندانو تر منځ به رواج پيدا كړي او د ټولو سياسي جريانونو ترمنځ به د يو منلي اصل په توګه ورته پام وشي.

 هيله كېده چې دلته به هم په دې ټاكنو كې بحث د خلكو پر ستونزو او د نوماندانو پر كاري پروګرامونو وشي خو له بده مرغه ډيرى نوماندانو او دهغو پلويانو تر دې مهاله دغه اصل ته پاملرنه نه ده كړي،او خپل ټاكنيز تبليغات يې په بي پروايي او د احساساتو له مخي ترسره كړي دي ، او ان د ډيرو كورنيو او نژدې دوستانو ترمنځ يې دبي باورۍ ديوالونه درولي دغه ټاكني او پايلې يې ښايي تر يوې مياشتې زيات وخت ونه نيسي خو هغه خوابدۍ چې په دغه بهير كې رامنځ ته كېږي تر ډيره دوام كولائ شي .

يوه پښتو لنډۍ ده چې وايي :

خانان به بيا سره خانان وي
په كې به توى شي درامبيل چامبيل ګلونه