" /> " /> " /> " /> په بېلابېلو ملکونو کښي د توپانونو له امله مرګ ژوبله – لراوبر ویب پاڼه
کور / تازه خبرونه / په بېلابېلو ملکونو کښي د توپانونو له امله مرګ ژوبلهvideo

په بېلابېلو ملکونو کښي د توپانونو له امله مرګ ژوبلهvideo

د اسیا په جنوب ختیځ کښي د موراکوت نومي توپان له امله په لس ګونو کسان له منځه
تللي او تقریبا دوه زره کورونه وران سوي دي . فيلیپاین، تایوان او چین په دې توپان
کښي راښکېل ملکونه بلل سوي دي.
د چين حکومتي چارواکو د توپان د رامنځته کېدو
دمخه د یو میلیون کسانو لپاره د موقت وخت د اوسېدو د ځای غم خوړلی وو . هوا پوهان
وايي چي د چین په جنوب ختيځ کښي به یقینا نوري درې ورځې توپان دوام ولري .


توپانونو د موټرانو او لارويانو لپاره لوی خنډ رامنځته کړئ دئ ولي چي په سړکانو،
کوڅو او بازارونو کښي لاري -لاري اوبه بهيږي . 


تایوان:
د تایوان په
تاريخ کښي دا لومړی ځل دﺉ چي د موراکوت نومي توپان له امله ډېر سېلابونه رامنځته
سوي؛ لږ تر لږه  ۱۲ تنو خپل ژوند د لاسه ورکړﺉ دﺉ .


فيلیپاین:
په فيلیپاین کښي ۱۰
تنه د سېلابونو قربانیان سوي دي او همداراز د سېلابونو له امله نور مالي زیان هم
اوښتﺉ دﺉ .


جاپان :
د
جاپان په لوېديځ کښي د ايټاو نومي توپان له کبله ۱۳ تنه له منځه تللي دي چي وايي
زیاتره يې په اوبو کښي غرق سوي دي .
د خبرونو له مخي یوه مېرمن پخپل کور کښي مړه
پېدا سوه چي کور يې د سېلابونو له امله ټول وران سوﺉ وو .
همدارنګه د تازه
خبرونو له مخي توپان د جاپان و ختيځ ته هم پسي غځيږي.