ډالر غصه سړوي


له خپلو  زیاتو تجروبو  له  مخې  وایم   چې  ډالر  یواځې  دا  نه  چې د سړی  قهر  او  غصه  سړوي بالکې ځېنو کسانو ته ان  د ژوندانه  حیثیت  لري ،مطلب مې دا  وو   چې  موږ  پخپلو  غبرګو  سترګو  ولیدل  چې  ددې   شنې  پاڼې  لپاره  په  افغان  ولس  څه  نه  وو   چې  ونشول ،له  کله  نه  چې  د  طالب رژیم د ناټو په زور  د شمالي ټلوالی  په  لارښوونه  رانسکور  کړای  شو  متحدې  جبهې  نه  یواځې  دا  چې  له  امریکایانو  نه   په  وریو ، وریو   ډالر   واخېستل  بالکې  د  حکومت  واګې  یې  هم   په  بشپړه  توګه  لاس  ته  ورغلی ، متحده جبهه  د هغو  لوچکو  او  لنډاغرو   ډله   ده   چې  د خپلو  بالښتونو  د  ډکولو  په  خاطر  یې  د  کابل  په  هره   کوڅه  کې   د  هېواد  سره   د جفا  نښې  نښانې  پریښدي  ددوی  په  وجودونو  کې  روح  نشته او  که  وی   هم  هغه  د  ډالرو  په  اخېستو   سره   تازه   کیږي  او  په  قطع  کیدو  سره  یې  مړاوې  کیږي ،  دوی  اوس  هم  له  بهرنیو  هېوادونو  نه  په  پټه  پیسې   اخلي  پخوا  یې   هم  اخستې  او  په   راتلونکې  کې   به  یې  هم  اخلي  چې  د  افغانستان   دابدي  دښمنانو  دلچسپی  په  افغانستان  کې   وساتي  او  هغو  ته  وفادار   پاتې   شي  ددوی  په  دماغو  کې   دافغانستان   د  بیا  جوړونې  ،کلتور  او  فرهنګ  ،او  اقتصاد  رغونې  یوه    حجره  هم   کار  نکوي  ، ګنی  په  دادمره  کالو  کې  خو   به   یې  له  اداری  فساده   لاس  اخستی  وای   د  افغانانو د امنیت  او  د  یوې  مړۍ  د  پیداکیدو   غم  خو  به   یې   ورخوړلی   وای  ،د هغې  چا پوښتنه خو  به  یې  کړی  وه   چې  طالب جان  یې  د بې ږیرې  او  ناټو  یې  د ږیرور  په  نامه  وژني  په  راتلونکو  ټاکنو  کې     خدای مکړه که دا د  شر او فساد  ډله  بیا  واک  ته  ورسېده   نو  افغانستان  به  له  هغې  مرګونی  حالت  سره  مخامخ  شی  چې  تر  ډېرې  مودې  پورې  به   بیا  ولس  د  یوالي ، سوکالۍ  او  ابادۍ  څرک  ونه ویني ،سړي تښتوونه، چور، او  د  وژنې  کچه  به  له  نن   نه  څو  چنده زیاته   شي ،افغانستان  به  د  هغې  دایمي  مافیا  په  واک  کې   راشی  چې  ګټه  به  یې  یوازې  او  یوازې   یو  څو  حاکمو  واکدرانو  ته رسیږي   او  ولس  به  یې  له  لوږې  واښه  خوري ،ګرانو  افغانانو  تاسو  باید  له  دوی  څخه  د  ډالرو  په  اخیستو  او  یا  د  ډودۍ  په  خوړلو  هغه  غصه  سړه  نکړې  چې  دا   اته  کاله   ستاسو  په  زړونو  کې  لمبې  وهي ، ډالر  ځېنې  واخلیْ  ډودۍ  ځینې  وخوریْ   دا  ستاسو  خپل  حق  دی   پدې  کې  کوم شرم  نشته   مګر  یوې  خبرې  ته  مو  ډېر  پام  وي  چې د ګران  افغانستان  حق  ونخوریْ   رایه  او  ووټ  هغه  سپیڅلی  شخصیت  ته  ورکړیْ  چې  رښتیا   هم  ستاسو  په  غم  غمجن  کیږي  ولس پخپله  ډیر ښه قضاوت  کولای شي !

 په افغانستان  کې د یوی سپیڅلې ادارې په  هیله 



رويټرز : د سلګونو ولسي تلفاتو يو راپور


تبصره نسته

  1. زړګی افغان!
    کور مو اباد، ښاد اوسﺉ، ښایسته لیکنه مو کړې ده خو له بده مرغه چې زموږ ډېری پښتانه دانترنیت اسانتیاوې نه لري یا خوسواد نه لري ځکه زه له ټولو هغو کسانو څخه کوم چې سواد او د انترنیت اسانتیاوې لري هیله کوم چې دا ډول لیکنې په سمعې ډول کلیو او بانډو ته ورسوي مانا دا چې په سیمیزو او نړیوالو رادیوګانو کې ګډون وکړي، زه باور لرم چې زموږ ډېری پښتانه په کلیو اوبانډو کې له رادیو ګانو څخه کار اخلي نودا به ښه وي چې له دې لارې څخه خپل ولس تنویر کړوزه بیا هم د افغان زړګي په څېر افغانانوڅخه مننه کوم چې خپل زړه سوی په خپلو لیکنو کې ښيي .
    محمدامین بسمل

  2. محترم زړګی افغانه، خبره دي بې ځايه هم نه ده. خو په اکثرو روڼ اندو کی د قر بانۍ دومره جذبه نشته چی هغه دي په حکومتي ادارو کار هم وکړي او دپښتو ژبي چوپړ دي هم ووهي. داسي څو کسان راته په ګوته کېدلای شي چې په حکومتي چوکاټ کی دي يې دپښتو دخذمت توره وهلي وي. زه وايم چی پښتانه بايد په حکومت او مقاومت دواړو کی کار وکړي. جګړه په اوسنۍ نړۍ غرونه اواروي او پښتانه به خپل حقوق په زور او ډپلوماسۍ دواړو اخلي.