کور / رسنۍ / له شماله خپرېدونكې پسرلى چاپ شوه

له شماله خپرېدونكې پسرلى چاپ شوه


 

له شماله خپرېدونكې پسرلى خپرونې، پنځلسمه- شپاړلسمه ګڼه تازه له چاپه راووته.
د پسرلى دغه ګڼه چې نږدې ۷۰ مخونو لري د ادبي او ټولنيزو ليكنو تر څنګ پكې د ټاكنو په اوسني بهير بېلا بېلې ليكنې خپرې شوي دي .

– چاته رايه وركړو!
– راتلونكې ولسشمر به څوك وي؟
– د افغانستان ټولټاكنې او ايران
– د انتخاباتي هڅې او د پښتنو سياسي ليد لورى
– پښتو اكسېرنې
او نورې بېلا بېلې ليكنې لوستلى شئ.

پسرلى په لاندې پتو تر لاسه كولى شئ:
كابل: بيهقي كتابپلورنځى
كندهار: افغان كتابپلورنځى
بغلان: چونغر ادبي بهير
كندوز: پسرلى ادبي او كلتوري ټولنه
لرغونى بلخ: مومندبابا ادبي بهير
ننګرهار: هارون كتابپلورنځى
همدارنګه دغه ګڼه د هېواد له نورو ولايتونو په كتابپلورنځيو كې هم تر لاسه كولى شئ.