کور / تازه خبرونه / جنوب لوېديځ: ١٤ افغانان او يو امريکايي وژل سوي دي

جنوب لوېديځ: ١٤ افغانان او يو امريکايي وژل سوي دي


د هلمند امنيتي چارواکي وايي په دغه ولايت کي د يوې چاودني له امله ١١ ملکي کسان وژل سوي چي ټول يې د يوې کورنۍ غړي دي.


د جنوب لوېديځ زون د پوليسو مشر غلام سخي وحدت وايي په دې چاودنه کي د يوې کورنۍ مور او پلار له پنځو زامنو او څلورو لوڼو سره وژل سوي دي، چي نوموړي يې مسئوليت د طالبانو پر غاړه واچاوه.


بلي خواته د کندهار امنيتي چارواکي وايي په دغه ولايت کي د پنجشنبې په ورځ درې ماشومان د سړک دغاړي په يوه چاودنه کي د لوبو پر مهال وژل سوي دي.


همدا راز ايتلافي ځواکونه وايي د سړک دغاړي يوه ماين د چارشنبې په ورځ په جنوبي افغانستان کي د دوى يو سرتېرى وژلى دئ.


په خبرپاڼه کي د پېښي ځاى نه دئ په ګوته سوئ خو دغه عسکر امريکايي دئ.