" /> " /> " /> " /> بيړنى خبر : په شش درك كې يوه زوروره چاودنه وشوه  – لراوبر ویب پاڼه
کور / تازه خبرونه / بيړنى خبر : په شش درك كې يوه زوروره چاودنه وشوه video

بيړنى خبر : په شش درك كې يوه زوروره چاودنه وشوه video

همداڅوشيبې وړاندې دكابل دشش درك په سيمه كې يوه زوروه چاودنه شوه ،چې د موټر په توسط ترسره کړل سول،د اولو راپورنو پر اساس ۷ تنه وژل سوي او نژدې ۹۰ تنه نور ژوبل سوي دي چي زياتره يې افغان ملکيان دي .

چاودنه چي د کابل په زړه کښي رامنځته سوې؛ په شاوخواكې کښي يې يوشميردفترونوته مالي زيان هم اړولئ دئ . ويل كيږي چې دپيښې سيمي ته د ناټو د اډې ترڅنګ د امريكاسفارت هم ور څېرمه دئ .

ياده دې وي چې څواونېوراهېسې دالومړى ځل دئ چې دټولټاكنوپه رانژدې كېدوسره دكابل په زړه کښي يوه چاودنه ترسره كيږي .

د چاودني پړه د تل په څېر طالبانو پر خپله غاړه اخيستې، طالبانو د ۲۰ مي اګست د ولسمشريز انتخاباتود مخنيوني په موخه خپل فعاليتونه د کابل تر دروازواو زړه پوري را پراخ کړي دي .