کور / تازه خبرونه / د وردګو د چک ولسوالي تر تازه بريدونو لاندي راغلې ده

د وردګو د چک ولسوالي تر تازه بريدونو لاندي راغلې ده

درودګو ولايت دچک ولسوالي تيره شپه اونن سهار دسختو درندو اوسپکو وسلو تربريد لاندي راغله .


دچک ولسوال خبريالانوته ويلي چې دولسوالي په مرکز کې دبهرنيانو پرمرکز دولسوالي دشاوخواغرونوڅخه سخت بريدونه وشول خودي وايي چې داخليانوته يي مرګ ژوبله نه ده رسولې؛ ولي دخارجيانو څخه خبرنه لري .


نوموړي وويل چي دوي هم په مقابل کښي ددرندو اوسپکو وسلو ډزي وکړې؛  ولي نه شي ويلائ چي څوتنه مخالف جنګيالي به په کښي وژل شوي وي خو ذبيح الله مجاهد بيا وايي چي په بريد کښي يې ۵ تنه بهرنيان او۳ تنه داخلي پوليس وژلي دي .


نوموړي وويل چي وژل شوي کسان او ټپيان نن سهار په الوتکه کښي انتقال کړل سوي، ميدان وردګ ولايت يوله هغه ولايتونو څخه دئ چي په دي وروستيو کښي وخت ناوخت دمخالفينو او دولتي اوبهرنيانوترمنځ جګړي رامنځ ته کيږي له بلي خوا مجاهد ددولتي ځواکونوهغه ادعا چي وايي دتيرو اونيو په بمباريو کښي يې دسيداباد ولسوالي کښي ددوي سيمه ايزقوماندان ملاعبدالله وژلئ؛ په کلکه ردوي مجاهد وايي چي قومندان ملا عبدالله اخند يي سره له خپلو ملګرو سره په سيمه کښي خوندي پروت دئ .