" /> " /> " /> " /> سپينه ماڼۍ : د بارک وباما سره د ۱۱ کلن ژورنالیست مرکه – لراوبر ویب پاڼه
کور / تازه خبرونه / سپينه ماڼۍ : د بارک وباما سره د ۱۱ کلن ژورنالیست مرکه video

سپينه ماڼۍ : د بارک وباما سره د ۱۱ کلن ژورنالیست مرکه video

يوولس کلن بااستعداده ژورنالیست ډېمون ويیوړ د امريکا د متحده ايالاتو د جمهور رئیس بارک حسین وباما سره د مرکې په تر سرکولو خپل ارمان پوره کړ .


تنکی ژورنالیست چي د کېنل پواینټ ابتدائیې ښوونځۍ د ټلويزیون یو خبريال دئ په خپله مرکه کښي د جمهور رئیس څخه په ښوونځۍ کښي د ماښامنۍ ډوډۍ، د باسکټ بال دبازی او د ځورونکو هلکوانو په اړه پوښتني وکړې . ويل کيږي چي نوموړي ددې دمخه د امریکا د ملي فوځ د جنرال کولین پاوول او د امريکا د جمهور رئیس د معاون جوئ بيډن سره هم مرکې کړي دي  .


بارک وباما دیوې پوښتني په جواب کښي وویل چي دی به د سپټمبر په میاشت کښي (کله چي ښوونځیاني بیرته شروع کيږي) و ټولو زده کوونکو ته یوه پراخه وینا واوروي چي موضوع به یې په امريکا کښي د زده کړو پرمختګ او د زده کړو اړتیا وي .


بارک وباما د یوې بلي پوښتني په جواب کښي چي څنګه کولائ سو په امریکا کښي د زده کړو سيسټم او د زده کړو هر اړخيزي لاري چاري لا پر مخ بوزو وويل چي د زده کړو د معیار د لوړولو لپاره باید په تعليمي سیسټم ډيري پیسې خرڅي کړو، استادان په ښه توګه سره وروزو او خوشحاله یې وساتو او همدارنګه ددې سره ترڅنګ د پرمختللو او نورو ښوونځیو  تر منځ مقایسه وکړو څو په دې سره وتوانيږو چي د زده کړو معیار لوړ کړو او کلونه وروسته يې نتیجه ووینو لکه اوس چي د پخوانيو زیار کښو استادانو او پوهانو نتیجه وینو .