کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه


په کابل کې د خپریدونکو ورځپاڼو د نن ورځې مهم مطالب په کابل کې پرونۍ چاودنه، راتلونکي انتخابات او شته ستونزې جوړوي.


په کابل کې زمونږ همکار د حمید دا ورځپاڼې لوستي او مهم مطالب يې په لاندني مضمون کې رانغاړلي دي.



ویسا :


دې خپلواکې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کې د واشنګټن پوست ورځپاڼې دا اټکل خپور کړې چې راتلونکي انتخابات ولسمشر حامد کرزی ګټي.



ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي، چې اوباما اداره د کرزي بري ته لیواله نده، خو داسې لارې چارې ګوريو چې پر افغان ولسمشر د امریکا تکیه کمه شي.



ورځپاڼه وړاندې لیکي، چې واشنګټن له اشرف غني سره د اجرایه څوکۍ پر سر خبرې کړي خو هغه لا نده منلې.



ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د امریکا د جمهوریت د موسیسې په حواله لیکلي دي، چې شپږ پنځوس په سلو کې افغانان کرزی د دوهم ځل لپاره جمهوري ریاست ته وړ کس بولي.



ورځپاڼې د افغانستان د راروانو انتخاباتو په اړه په یو بل مطلب کې په کابل کې د ایران د سفیر په حواله لیکلي دي، چې ځینې هیوادونه هڅه کوي، چې دا انتخابات وځنډیږي.



ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په کابل کې پرونۍ ځان وژونکې حملې ته په اشارې لیکلي دي، چې د ولس په وینو سیاسي معامله کیداې شي خو حاکمیت نه.



هیواد:



دې د دولتي ورځپاڼې هم پخپله سرمقاله کې په کابل ښار کې په پروني برید تبصره کړې او هغه يې د خلکو د ویرولو لپاره د مخالفینو یوه هڅه بللې څو په راروانو انتخاباتو کې ګډون ونکړي.



خو ورخپاڼې وړاندې لیکلي دي، چې انتخابات یو ملي بهیر دې او دا ډول بریدونه په انتخاباتو کې د خلکو د ګډون مخنیوې نشي کولې.



ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې دا خبر ورکړې، چې ولسمشر کرزي د زمري د میاشتې په نهه ویشتمه نیټه په هیواد کې د پوځي عملیاتو د نه کولو امر ورکړې څو خلک وکړاې شي په پراخه کچه په انتخاباتو کې ګډون وکړي.



په ورځپاڼه کې په انتخاباتو کې د ښځو د ګډون او د راې ورکولو په وړاندې شتو ستونزو ته هم کتنه شوې او لیکل شویدي، چې یو شمیر ښځې اړایستل کیږي، چې د خپلو خاوندانو په خوښه راې ورکړي.



ملي ارمان:



دې نا دولتي ورځپاڼې د افغانستان د راروانو انتخاباتو په اړه په یو څیړنیز مطلب کې هغو ستونزو او خنډونو ته اشاره کړې، چې د ورځپاڼې په وینا د انتخاباتو په وړاندې پرتې دي، خو لیکلي دي، چې د افغانستان خلک به له انتخاباتو سر لوړې راوځي.



ورځپاڼې پخپل لومړي مخ کې دا خبر ورکړې، چې په کابل کې امنیتي ځواکونو دوه کسه د انتخاباتو پر ضد د شب نامو د خبرولو په تور نیولي دي.



ورخپاڼې وړاندې لیکلي دي، چې دا کسان د شپې لخوا پداسې حال کې د پولیسو د ګزمې لخوا نیول شوي، چې یو سل او دوه دیرش شب نامې ورسره موجودې وې.



اصلاح او انیس:



دې دولتي ورځپاڼو هم په بیلابیلو مطالبو کې د افغانستان او سیمې روان حالات څیړلي دي.



انیس پخپله سرمقاله کې د کابل د پرونۍ حملې په اړه لیکلي دي دا ډول حملې، چې قربانیان يې بې ګناه خلک دي هیڅ ډول توجیح نلري.



خو اصلاح بیا پخپله سرمقاله کې د سولې او امن لپاره د افغانانو په غوښتنې تبصره کړې او لیکلي دي، چې دې هدف ته د رسیدو لپاره باید د سولې هڅې ګړندۍ شي.



افغانستان ټایمز:



دې انګلسي ژبې خپلواکې ورځپاڼې هم پخپله سرمقاله کې په پلازمینه کابل کې شوې حملې ته په اشارې لیکلي دي، چې دا پیښه د لا زیاتو امنیتي تدابیرو غوښتنه کوي.



ورځپاڼې په یو بل څیړنیز مطلب کې هم دې پیښې ته اشاره کړې او ویلي دي، چې دا د کابل په امنیت کې د درز څرګندوې دې.