کور / علمي / د سند او مابین النهرین سره د منډیګک اړیکی

د سند او مابین النهرین سره د منډیګک اړیکی

ليکنه: زمری محقق

د (مند یګک او دهغه اړیکی د سند او بین النهرین سره) اثر به تر دې وروسته له لراوبر ويبپاڼي په پرله پسې ډول خپريږي ، لوستل يې مه هېروئ .

د پیل خبری

د (مند یګک او دهغه اړیکی د سند او بین النهرین سره ) نومی کتاب په ۱۳۶۷کال دافغانستان د علومی د اکاډمی په چوکاټ کی دمحقق علمی رتبه ته د لوړیدو په مقصد لیکل سوی او دعلومو د اکاډمی د مربوطو پوهانو له خوا تصدیق او مربوط پروسیجر د سرته رسولووروسته د کابل د آریانا په مطبعه کی په ( ۱۹۸۹م)۱۳۶۸ کال د ۳۰۰۰ ټوکو په تیراژ، چاپ سوی دی . خو له بده مرغه کابو ټوله نسخی یی د تنظیمی کورنیو جګړو په جریان کی په هم هغه مطبعه کی وسوځل شوی . بیا هم د خوښی ځای دی چی یوه نسخه یی زما د ورور ننګیالی بڅرکی په مرسته د مطبعی څخه روغه رمټه را ایستل سوی او دلته یی ترما پوری ډنمارک ته رارسولی ده .

په دغه اثر کی زموږ د ګران هیواد افغانستان د لرغونی تاریخ چی د میلاد څخه مخکی زمانه په بر کی نیسی ، یو لنډ څیړنیز تصویر واړاندی سوی دی چی دهغی جملی څخه دکند هارلرغونی سیمه او د هغه مربوط مدنیت یعنی د مندیګک غونډی چی د کندهارد ښار دشمال لویدیځ په ۶۶ کیلومتری کی واقع ده ، د نورو ګاونډ و هیوادو نو د تاریخ نه مخکی سیمو سره په ارتباط او پرتله کی څیړل سوی ده . باید وویل سی چی ددغی څیړنی لپاره می د علومو د اکاډمی په مرسته او لارښونه هندوستان ته سفر کړی او د هغه ځای د تاریخ نه مخکی سیمو ، لروغونو توکو ، او ځایونو څخه د نژدی کتنی او د هغه ځای د لرغون پوهانو د نظرونو او لار ښوونو په رڼا کی او د ډهلی او کلکتی د لویو او غنی کتابتونو په مرسته، په دی توانیدلی یم چی دلرغون پیژندنی د پراخ سمندر څخه څه نا څه مواد سره راټول او د هیواد د لراغونی تاریخ یوه ګوښه، د خپل توان تر حده روښانه کړم .

ددی لپار چی دغه په زیار او زحمت را ټول سوی مواد د مینوالو د استفادی او استفاضی وړ

وګرځی نو می د ځینو دوستانو په غوښتنه او هڅونه د کتاب بیا لیکلو او چاپولو ته اوږه ورکړه.

باید وویل سی چی ددی لیکنی د لومړی چاپ او اوسنی چاپ تر مینځ د شلو کالو څخه زیاته زمانی واټن موجود دی نو ددی دوو لسیزو په اوږدوکی له یوی خوا د(میډیا) ډلیزو اطلاعاتی وسایلود څرګنده او چټه که وده د چاپ په برخه کی د لیدو وړ آاسانتیاوی او پیاوړ تیاوو د رامینځ ته کیدو سبب شوی دی او له بله پلوه د لرغون پیژندنی په ډګر کی ډیری نو ی څیړی او برسیرونی رامینځ ته شوی دی ، تر ټولو غوره خو لا داده چی د اروپا په شرایطو کی چی څوک ژوند کوی نو د ژوند د نورو اسانتیاؤ تر څنګ کتابونه او آثار په پر اخه پیمانه په ډیره آسانی سره تر لاسه کولای سی . نو ما هم ددی امکاناتو څخه د ګټی اخستلو په بنسټ تر وسه وسه زیار ایستلی دی د نوموړی کتاب محتوی نوره هم پسی پراخه او غنی کړم .

ډنمارک ـ ‏2009‏، 15‏، آگسټ‏

سریزه

لکه څنګه چی د ډیالکتیک د عام قانون له مخی تل زوړ له مینځه ځی او ځای یی نوی او متکامل شی یا پدیدی ته پاته کیږی، همدارنګه مد نیتونه هم د تاریخ په اوږدو کی یو په بل پسی د نوی شکل او مضمونه په لرلو سره زیږی ، وده کوی او زوال مومی خو دا ټکی د یادولو وړ دی چی نوی تل د زړی پدیدی په دننه کی وده کوی او بیاهم د زړی پدیدی هغه خصوصیات چی د نوو شرایطو سره سمون ولری ، د ځانه سره ساتی . څر نګه چی لرغونی مدنیتونه زموږ د اوسنی او راتلونکی زمانی بنسټ جوړوی نو په دی لیکنه کی هڅه سوی ده چی زموږ د اوسنی افغانی ټولنی لرغونی مد نیت (منډ یکګ )د نورو ګاونډو سیمو د لرغونو مدنیتونو په اړوند را وسپړو او دهغوی تر مینځ متقابلی اغیزی او ګډی اړیکی و پلټوڅو د لروغون پیژندنی د نورو بر سیرونو په رڼا کی زموږ د هیواد او د نړی تیاره اړخونه ښه ترا روښانه او څرګند سی .

مخکی له دی چی اریایان افغانستان ته راسی په دغه هیواد کی هنر او صنایع په لوړ معیار سره موجود وه اودغه مدنیت افغانستان د نړی د دوسترو مدنیتونو سره مښلوی دا هم څرګنده ده چی د تاریخ نه مخکی دوران کی یعنی هغه وخت چی لا تراوسه اریایانو مهاجرت نه و پیل کړی او په اروپا کی خلکو د ډبری په دوره کی ژو ند کاوه ، د بین النهرین ، افغانستان او فارس په حوزو کی بو می مدنیتونه اوج ته رسیدلی او لرغونی افغانستان د نوموړودوو مدنیتونو د نښلولو کړی وه .

ددوهمی نړیوال جګړی څخه مخکی زمانی پوری د نړی د لرغونو مدنیتونو په برخه کی داسی فکر کیده چی لرغونی مدنیتونه یوازی د بین النهرین ، مصر او سیند څخه عبارت دی . لکه څنګه چی د تورات قصواو نکلونو څخه څرګندیږی بشری ژوند او تمدن لومړی د فرات او دجلی په شاوخوا کی پیل سوی دی همدا رنګه د لرغون پیژند نو مربوطو هغو څیړنو څخه چی تر ۱۹۴۰ م کال پوری تر سره سوی ، څرګنده سوی ده چی لومړنی دولت په لرغونی بین النهرین کی د دجلی او فرات تر مینځ سیمو کی جوړ شوی دی . خو د (۱۹۴۵) کال را وروسته د فارس ، افغانستان او پښتونستان په سیمو کی د لرغون پیژندنی څیړنی پراخی او په نتیجه کی معلومه شوی ده چی د بین النهرین څخه د سیند تر حوزی پوری مد نیتونو یو ډول وده او پرمختیا کړی ده ځکه چی ددغو سیمو څخه تر لاسه سوو لرغونو آثارو یو له بله سره ورته والی در لودی او په ټاکلی زمانه پوری یی اړه درلوده چی په فارس کی ددغو حوزو په لړ کی شوش حصار غونډی ، د تخار غونډی . شمشیر غار، اق کپرک ، د شلی غونډی او په بلوچستان کی د کولی اود سند په حوزه کی د موهنجدارو او په پنجاب کی د هرپه څخه یادونه کولای سوو.

لکه څنګه چی څرګنده شوی ده پروفیسور کزل د ۱۹۵۱ څخه تر ۱۹۵۷ کلونو پوری په مند یګک ( افغانستان پنځه زره کلن زوړ ښار ) کی حفریات او کیندنی سرته رسولی او په دی باب لیکی چی د مند یګک ابدات د افغانستا ن تر ټولو لرغونی ابدات دی او دغه هیواد د میلاد څخه دری زره کاله مخکی د نړی د لرغونو مدنیتونو په برخه کی مهمه ونډه لرل . رښتیا هم دغه لرغونی هیواد په څلور لاری کی واقع سوی دی چی دهغو دښتونو په امتداد د آسیا تاریخ نقش شوی دی دهغه سیمو په تقاطع کی چی دغه هیواد موقعیت پکی لری ختیځ د لویدځ سره مښلول کیږی چی هم د غه جغرافیایی موقعیت هم ددغی لرغونی سیمی په غوړیدوکی څرګنده ونډه لرلی ده .

د یو بل فرانسوی لرغون پوه( ُلیپ ګومن) د هغو څیړنو او مطالعو څخه چی د مندیګک د شکلونو په برخه کی یی سرته رسولی ، څرګندیږی چی د میلاد څخه مخکی ددریمی زریزی په پای کی ا فغانستان ، هند ،د مرکزی آسیا جنوب ،بین النهری اود اندوس د کلتورونو تر منځ یو ډول اړیکی او راکړی ورکړی مو جودی وی .

تاریخی اسناد او شواهد څرګندوی چی د برونزو دغه دوران په مصراو هندو چین کی د ( ۴۰۰۰څخه تر ۳۰۰۰ق م) څخه پیل شوی د چی وروسته یی نوری نړی ته پراختما او پرمختیا موندلی ده، ددی عصر د پیل سره سم سوداګری پراختیاکړی او خلکو یی عمومآ ځای په ځای ژوند غوره کړی او په دغه وخت کی د عرابه لرونکی وسایلو لکه کراچی یا ګاډی څخه ګټه اخیستل رامنځ ته شوی او رسم الخط هم په همدغه زمانه کی ایجاد سوی دی .

په مجموع کی د برونزو عصر په نړی کی د انسانانو د ژوند هغه دوره ښیی چی یو لړ داسی خصوصیتونه لری چی کیدای شی هغه د نړی په زیاترو برخو کی ولیدل سی خو دغه عصر د نړی په بیلا بیلو اقلیمی او جغرافیایی سیمو کی په بیلا بیلو وختونو کی رامنځته سوی دی .

په افغانستان کی دغه عصر د ۳۵۰۰ ق م څخه تر ۱۵۰۰ ق م پوری دوام مومی (۱) دی کی شک نشته چی په افغانستان کی د برونزو د عصر ساحه پراخه او مربوطی سیمی یی زیاتی دی چی د هیواد په جنوب کی د سید کلا او مند یګک او د افغانستان په شمال کی د شورتوغی ، دشلی ،او دولت آباد څخه یادونه کولای سو خو په دی لنډه لیکنه کی یوازی په هیواد کی د برونزو او یا ژړو د عصر لومړی کشف سوی سیمی یعنی مند یګک د موضوع په اړوند تر مطالعی او څیړنی لاندی نیول شوی دی او ددی لیکنی اهمیت هم په دی کی دی چی د دغی لرغون سیمی ( مند یګک) هغه نژدی اړیکی شباهتونه او تو پیرونه چی د نورو لرغونو مدنیتونو په تیره بیا د سند او بین النهرین سره یی لری د امکان تر حده څیړل سوی دی .

زه په دی پوره باور لرم چی دا موضوع بیاهم زیاتی اوپراخی هر اړخیزی څیړی ته اړتیا لری او هیله من یم چی په راتولو نکی وختونو کی به د لرغون پیژندنی دنوو برسیرونو په رڼا کی د څیړونګو له خو اددی لرغونو تمدونونو تر منځ نوری نامعلومه اړیکی او تیاره ګوټونه مطالعه او لاپسی روښانه سی .

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

۱ـ کزل د مند یګګ د جنوبی صفحاتو تاریخ د ۵۴۰۰ ـ ۳۰۰ ق م پوری او د برونز د عصر د شمالی صفحاتو تاریخ د ۵۴۰۰۰ ـ ۱۰۰۰ ـ ق م پوری اټکل کړی دی .

لومړی فصل

مند یګګ

د مند یګګ جغرافیایی موقعیت :

د هیواد دنورو سیمو په شان د تارخ نه مخکی دوران د څیړنو په لړ کی د ارغنداب او د کندهارپه لوید یځ لوری( پنجوایی او دهموراس غونډی ) کی د تاریخ نه مخکی اثار کشف شوی چی د سند د وادی، پنجاب او د بلوڅو د سیمی د تاریخ نه مخکی مدنیت سره اړیکی لری چی د هغه څخه د مور د رب النوع مجسمی هم تر لاسه سوی دی .

د مند یګګ غونډی چی د کندهار دشمال لویځ به ۶۶ کیلومتری کی واقع ده په ۱۳۴۴ لمریز کال کی علمی څیړنی پکی پیل شوی ، د پنځه زره کلونو مخګی زمانی یعنی د تارخ نه مخکی دوران مربوط مدنیت څخه د ارغنداب په وادی کی ، نمایندګی کوی پوهان په دی عقیده دی چی د کشک نخود رود چی د کندهار په لویدیځ کی واقع او اوس وچ دی ، دری زره کاله مخکی یی دغه سیمی سمسوری کړی وی .

دغه غونډی چی دهغه د استوګنی دوران د وروستی عصر څخه دری زره کاله تیرشوی دی ،د جوی حالاتو له امله اوس مخروطی بڼه لری او او په هغه برخه کی واقع شوی ده چی د هرات فراه او د هلمند د آخوا د وادی او د پښین او سند د سیمو د خلکو لاره وه او همدارنګه د تر نک غزنه او د هند کش د حنوب شاوخوا ته رسیدل یعنی د هلمند سیمه یی دارغنداب او تر نک سره نښلول .

د مند یګک غونډی د میلاد څخه مخکی د څلورمی زریزی د پای څخه تر لومړی زریزی تر پیل پوری د آبادی پنځه پړاونه وهلی دی او دهغه په وروستی او لوړ پړاو کی د غلو دانو د امبارولو ځای ؤ چی مستطیل مخروطی بڼه یی لرل سره له دی چی کو چنی ؤ خو د هراپی سره بشپړه ورته والی لړی او دهغه په کښته طبقو کی د حیواناتو د ساتلو کوټی موجو دی دی .

څرنګه چی د نوموړی غونډی ددو طبقو څخه انبار وتلی دی نو وایی چی د تاریخ په بیلا بیلووختونو کی د دغه ګدامونو په پورتنیو طبقاتو کی یوه کوچنی کوټه ، د نوموړو ګدامونو د ساتوونکو لپاره موجوده وه چی یو شمیر د کلالی لوښی ، مفرغی او د ډبری پیکانونه په هغه کی کشف سوی دی او داسی ښکاری جی د ګدامونو ساتونکی دی دهغو څخه د دفاعی وسلو په توګه ګټه اخیستل او ددی دفاعی الاتو عمر هم دهغه څخه دریزره کاله مخکی اټکل سوی دی . (۱)

د هغه په مخکی پراخ غولی او صحن موجو دی چی پر شاوخوایی یو شمیر کوچنی کوټی ښکاری او د یوی ستری ماڼی آ ثار هم د ورایه ور باندی ښکاری جی د اوموخښتو څخه په نیمه مخروطی ډول جوړی شوی دی ¸دهغه ستر ستونونه درول سوی او سپین دنګ شوی دی چی اوس یی هم بهرنی دورنما په خپل عظمت سره ښکاری او په دی ستره ودانی کی مفرغی چاقو ، د هډوکی لاستی او د کلالی ښکلی کودرکی یا ټوټی او د خیراو برکت رب النوع اد یتا ( مور) یوه ماته مجسمه چی د بلوچستان او سند د مجسمو سر ه بشپړ ورته والی لری د یو شمیر نورو ډول ډول وسلو سره کشف شوی دی . په نوروغونډیو کی هم داسی نښی نښانی موجودیدی چی نوموړی غونډی د هغوی معبد ؤ . په نورو کوټو کی یی تنور چی د پخو خښتو څخه جوړ شوی ، کشف شوی دی .

د زیاتو کورونو د بامونو شاوی نشیب لرونکی او پر خارجی دیوالونو باندی یی مستعمله تیغونه یا د نیزی سرونه ایښودل شوی او ددی ودانیو د اړوندو قبرونو څخه په یوه قبر کی اوه اسکلیټه موندل شوی دی .

نور بیا