کور / تازه خبرونه / دښځوچارو وزارت:پرښځوتاوتريخوالى زيات شوى

دښځوچارو وزارت:پرښځوتاوتريخوالى زيات شوى

د افغانستان د ښځو د چارو وزارت وايي هره مياشت په سلگونو داسې قضيې ورسره ثبتيږي چې له ښځو سره د کورني تاوتريخوالي يادونه کوي . د چارواکو په وينا په دغو پېښو کې کله ناکله د ښځو ژوند ته هم گواښ پېښيږي .د ډيرو په وينا دا شميرې ښايي د ټولې ستونزې پوره انځور ورنه کړي ځکه چې ډير خلک پر داسې پېښو غلي پاتې کيږي . د افغانستان د ښځو د چارو وزارت وايي يوازې په تيرو شپږو مياشتو کې شاوخوا ٢٠٠٠ داسې قضيې ورسره ثبت شوي دي چې په کورونو کې له ښځو سره د تاوتريخوالي يادونه کوي . د ډيرو په گومان دا ښايي د اصلي پېښو يوه وړه برخه وي .په افغانستان کې لا هم ډيرې ښځې د کورني تاوتريخوالي يا خپلو نورو ستونزو يادونه له چارواکو سره نه کوي .تر چارواکو پورې لاس رسى او يا د نورو تاوتريخواليو ويره ښايي يو دليل وي . خو ځينې ښځې اوس ورو ورو دغه حالت بدلوي .د ښځو د چارو وزارت وايي په ځينو پېښو کې د ښځو د بدن غړي ضايعه کيږي ، نازېږيدلي ماشومان زيانوي او له رواني ناوغيو سره مخامخيږي . د ښځو په وړاندې په کور دننه د تاوتريخوالي د دلايلو موندلو ته چارواکو ځينې څيړنې کړې دي . د دوى په وينا د کورنيو کمزورې اقتصادي وضعه ، له خپلو حقونو څخه د ښځو ناخبري او پر نشه يي توکو د ځينو سړو روږديدل د کورني تاوتريخوالي ځينې دلايل بللى شو . ډير خلک په دې باور دي چې په کور دننه د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي ختميدو ته بايد پرله پسې کمپاين وشي .د ځينو په وينا دا چاره يوازې د چارواکو تر هڅو بايد محدوده پاتې نه شي بلکې ولس ، رسنۍ او ديني علما بايد پکې مهمه ونډه ولري .