کور / تازه خبرونه / د ټاکنو لپاره د کاندیدانو مبارزاتي سیالۍ نن پای ته رسيږي

د ټاکنو لپاره د کاندیدانو مبارزاتي سیالۍ نن پای ته رسيږي

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایی چی دنن شپی له دولسو بجو وروسته د را روانو ټاکنو لپاره د کاندیدانو مبارزاتی سیالۍ پای ته رسیږي .

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاند نور محمد نور دلر او بر ته د ټلیفون په کرښه وویل نن شپه له دولسو بجو څخه وروسته هیڅ رسنی او یا کاندید نشی کولای چي د ځان په ګټه کمپاین وکړی .

نوموړی وویل چی د جمهوری ریاست او ولایتی شوراګانو د کاندیدانو کمپاینو د دوه میاشتو راهیسی پیل شوی دي.

چی د دوشنبی ورځ یی وروستی نیټه ده.

ویل کیږی چی د جمهوری ریاست او ولایتی شوراګانو ټاکنی به د زمری د میاشتی په نهه ویشتمه نیټه تر سره شی.

چی پایلی به یی دوږی تر دولسمی نیټی معلومی شی.