کور / سياسي / په افغانستان کښي د واکمن اقليت ظلم او استبداد

په افغانستان کښي د واکمن اقليت ظلم او استبداد

د افغانستان دچارو مشهور محقق سلیګ هارېسن د نیویارک ټایمز په اخبار کي د اګسټ پر ۱۷ مه یوه په زړه پوري مقاله خپره کړې ده. د مقالې اساسي ټکی د حامد کرزي په حکومت کي قومي بې انډولي ده چي د جنرال دوستم په راتګ سره دا بې ا نډولي او جفا لا پراخه او مرګانۍ سوه. ښاغلی حامد کرزي نیت کړی دی چي د پښتون قام هر قاتل او دښمن ته پخپل حکومت کي مهم او کلیدي پوست ورکړي. څرګنده خبره ده چي د حامد کرزي د تصمیمونو مخه څوک نسي نیولای، خو دونه کېدای سي چي حامد کرزی او دهغه ټول داړماره ډله له قدرته پسي واخیستل سي، او ټول یوځای د تاریخ کندي ته ور ټېله سي. ځکه هغه ولس چي خپل دوست او دښمن نه پېژني، هغه قام د عزت او وقار ژوند نه سي کولای. او هغه ولس چي پخپل برخلیک کي ری نه وهي، پر هغوی باندی مدام پردي حکم چلوي. مقاله کټ مټ ترجمه سوې ده.

پداسي حال کي چي په افغانستان کي د ثبات اوسولي د راوستلو په ارتباط د باراک اوباما په اداره کي بحثونو زور اخیستی دی، خو په عین زمان کي پدې مباحثو کي له يوه خورا مهم سیاسي پرابلومه قصدا سترګي پټېږي: داستونزه له حکومته د یوه مهم قومي اکثريت زیاتېدونکې فاصله، خوابدي، او غوسه ده. پښتانه د افغانستان د ۳۳ میلون نفوس ۴۲ فیصده تشکیلوي. د طالبانو له بغاوت او ښورښ څخه د پښتنو د ملاتړ يو مهم او اصلي دليل دا دی چي د کابل په حکومت کي د قدرت اصلي مرکزونه او پوستونه د تاجیکو تر ولکې لاندي دي.

تاجیکان د هېواد د نفوس ۲۴ فیصده دي، هغوي د افغانستان په اردو، امنیتي قوې، پوليس، او استخباراتو کي پوره کنټرول لري، او همدا امنیتي قوې د پښتنو په ورځني ژوند کي نېغ په نېغه مداخلې کوي. دا هيڅ د تعجب خبره نده چي طالبانو د پنجشنبې د انتخاباتو تر مخه خپل ټول تبلیغات دېته متوجه کړې دي چي د جمهورریس حامد کرزي لمړی مرستیال یو منفور تاجیک جنګسالار د دفاع پخوانی وزير محمد قیسم فهیم دی.

د ۲۰۰۱ را پدې خوا، کله چي امریکايي قواوو د طالبانو رژیم ړنګ او پسي واخیست، ښاغلی فهیم او د هغه د شمال ایتلاف ملګري په کابل کي سنګر او دېره سوي دي. په لمړيو ورځو کي، تاجیکي افسران چي د “پنجشیرانو” په نامه یادېږي په کابل کي پر ټولو مهمو او کليدي امنيتي پوستونو باندي حاکم سول. دا کار هغوي د امریکا په ملاتړ وکړ، او تر اوسه پوري يې خپل مقامونه ساتلي دي. په لمړي سر کي، واشنګټن حامد کرزی جمهورریس کړ څو د کابل حکومت ته څه پښتني رنګ او شکل ور کړي، خو له هغه لمړۍ ورځي څخه پښتنو په حامد کرزي باندي ملنډي او ډرۍ وهلې، او هغه “پنجشیرزی” بولي.

د حکومت مخالف پښتانه مدام شکایت کوي او و ايي، “دوی ته ډالرونه رسېږي، او موږ ته بمونه.” هغوي “ډالرونه” هغه پیسو ته وايي چي د قراردادونو او مرستو له پیسو څخه د تاجیکو او نورو اقلیتونو د جنګسالارانو جېبونو ته لوېږي. او “بمونه” هغو بمباریو ته اشاره ده چي مدام پر پښتني سیمو باندي اورېږي.

که څه هم حامد کرزي هڅه کړې ده چي د تاجیکانو د څرګند حاکمیت اوقدرت د مغشوشولو او پټولو په غرض په نمایشي او تش په نامه مقامونو کي ځيني پښتانه مقرره کړي، خو د پخوا په شاني اصلي قدرت تر اوسه پوري د تاجيک جنګسالارانو په ولکه کي دی. د مثال په توګه، حامد کرزي عبدالرحیم وردګ د جنرال فهیم پر ځای مقرره کړ، خو يو ډېر مقتدر پنجشیری، بسم الله خان، لا تر اوسه لوی درستیز دی او نور تاجکیان په اردو کي ستر مقامونه لري او ټول مهم اوحساس ځايونه يې اشغال کړي دي. د پوځ د استخباراتو ریس، د پوځ ستر مفتیش، او د مخدره موادو سره د مبارزې ریس ټول تاجیک دي.

د ملي امنیت ادارې مشر چي په هېواد کي د پوځي او ملکي مخفي پوليسو او استخباراتو ریس دی، د شمال ایتلاف مشهور غړی، امرالله صالح، دی. په کابل کي، د اروپايي اتحاد پخوانی استازی، مایکل سمپل، را ته وويل چي امرالله صالح پدې وروستیو وختونو کي په ځينو ولایاتو کي بعضي پښتانه مقرره کړي دي، خو “ټول استخباراتي ادارې تر اوسه پوري پښتون دښمنه ګڼل کېږي، او په استخباراتو کي د قدرت په جوړښت او تقسیم کي د شمال ایتلاف په ښکاره ډول خپل مطلق حاکمیت ساتلی دی.” هغه زیاته کړه، “هغوی پر څارنوالۍ، قضا، محبسونو، او امنیتي قواوو باندي پوره کنټرول لري.”

د اوباما حکومت دېته نېنګلي دي چي د طالبانو د ماتولو لپاره د افغانستان پوځ جوړي کړي ، او بیا له افغانستانه پښې سپکي کړي. مګر د رېنډ کارپورېشن نوی تحقیق چي د دفاع وزارت لپاره یې کړی دي وايي، “تر اوسه پوري د پولیسو او پوځ په افسرانو کي تاجیکان تسلط لري.” د رېنډ کارپورېشن همدا څېړنه د”قومي انډول د چلنجونو، او په پښتني سیمو کي د نویو غړو د نیولو د ستونزو په راتباط خبرداری ورکوي.” د ملگرو ملتونو یو مامور راته وویل، ” په افغان پوځ کي د پښتنو د شامولو په لاره کي تر ټولو مهم خنډ دا دی چي تر اوسه پوري د اردو ۷۰ فیصده افسران تاجیک دي.” او بل دلیل دا دی چي طالبان د عسکرو کورنۍ تهدیدوي. په افغانستان کي، یو بل مشکل دا دی چي هغه عسکر چي پښتني سیمو ته استول کېږي مطلق تاجکیان دي او په پښتو خبري نه سي کولای.

د افغانستان له پیداېښت ۱۷۴۷ څخه راهیسي، پښتني پاچاهانو پر ملک باندي حکومت کاوه، خو په ۱۹۷۳ کي سلطنت ړنګ سو. په لمړي سر کي، افغاني سلطنت يوازي پر پښتني سیمو باندي حکومت کاوه، خو په مدار مدار يې د تاجیکو، هزارګانو، او اوزبکو سیمو ته هم خپل د قدرت او حاکمیت لمن وغزوله.

همدا وجه وه چي په لمړیو وختونو کي پښتنو غوښتل چي پخوانی پاچا ظاهر شاه خپل موقتي جمهورریس وټاکي. همدې موقتي حکومت له ۲۰۰۲ څخه تر ۲۰۰۴ پوري حکومت وکړ. هغوی غوښتل پاچا ته چي پښتنو احترام ورته درلود محدود قدرت ورکړي، او حامد کرزی د هغه صدراعظم وټاکي. مګر تاجیک جنګسالارانو د دې کار مخالفت وکړ، او په لويه جرګه کي د افغانستان لپاره د بش خاص استازي زلمي خلیلزاد د تاجیکو ملاتړ وکړ. خلیلزاد د ۴۰ دقیقو لپاره د ظاهر خان سره سختي خبري وکړې او هغه يې مجبور ه کړ چي له خپلي کاندیدۍ څخه تېر سي.

د طالبانو قوت او طاقت یوازي په پښتون نشنلزم باندي نسي تشریح او توضیح کېدای. د طالبانو بغاوت د مخدره موادو په قاچاق چلېږي. ددې ښورښ بل اړخ اسلامي تبه او شدید اشتیاق ، په حکومت کي د فاسدو جنګسالارانو شتون، د امریکا له اشغاله کرکه ، او له طالبانو سره د پنجابي راج او پاکستاني استخباراتو پټي مرستي او پر شاټکول يې نور اړخونه دي. مګر د طالبانو د مختلفو ډلو د يووالي او رانژدې کولو اصلي روحياتي سریښ د کرزي په حکومت کي دتاجیکانو مطلق حاکمیت سره مخالفت دی. تر هغه وخت پوري چي د پنجشیرانو قدرت راایسار نه سي، د امریکایانو ټولي هلي ځلي، پیسې، او پوځي طاقت به روان ښورښ او بغاوت ختم نه کړای سي.