جوړ وطن غواړم

36 | اگست 19th, 2009


نن خو می بیا زه جوړ وطن غواړم
یا خو می سر ته سپین کفن غواړم

یا د مرویس قلم په لاس کښی راکړی
یو خو نن بیا توره او بتن غواړم

یا خو یی جوړ کړی په جرګو راته
یا خومی مشرته لونګی اوبیا چپن غواړم

یا د اکبر تاریخ ژوند کړی بیرته
یا ټول انګلیس ځان ته په طن غوړم

نن د وطن درد زما ټول غرونه ‌‌‌‌ژړوی
زه می وطن ته خوشحالی او بیا اتن غواړم

غلیمه پوه شه چی نن بیا یو راویخ شوی
یو ځلی بیا ستا په عسکرو سور چمن غوړم

بختیار دعا کړی چی خدای د افغانانو مل شی
یوځلی بیا ډهلی ته د احمد په شان رفتن غواړم

Copyright Larawbar 2007-2024