استقلال

36 | اگست 19th, 2009


ګټلۍ مونږ ندی استقلال ځان ته آسان
ډیرموپرې ورکړی دخپل سراومال تاوان

هریوهدیره دی زمونږ ډک دشهیدانو نه
ویاړومونږ پخپل تاریخ ممنون یودغازیانو نه
ډیر قرباني شوی زمونږ تنکي تنکي ځوانان
ګټلۍ مونږه ندی استقلال ځان ته آسان

دا دی دزمرو وطن اوسیږي زمریان دلته
زیږي دهرمورنه احمدشاه غوندې بچیان دلته
بت شکن محمود مو لرزولۍ هندوستان
ګټلۍ مونږه ندی استقلال ځان ته آسان

خاوره دغیرت دی غیرت مند اوسیږي دلته
دمور دپۍ بدل کې خلک سر ورکوي دلته
دښمن سره جنګیږي په مورچل مو جنکیان
ګټلۍ مونږه ندی استقلال ځان ته آسان

مونږټیټ کړی ندی هیڅکله سرد پردوپه مخ
زمونږشمله دی جګه ښکاري ټولوپرګنوپه مخ
دتورې او میړانې افتخار لرو په ځان
ګټلۍ مونږه ندی استقلال ځان ته آسان

زمونږ بیرغ به جګه وي همیشه به رپیږي
دهردښمن په ضد به دا غیورخلک جنګیږي
څو پورې چه پاتې وی دنیا کې یو افغان
ګټلۍ مونږه ندی استقلال ځان ته آسان

هیر به نکړومونږ دا میړنتوب دمیړنیانو
دغه سر ښندنه او شهامت د جنګیالانو
ساتي زمونږ تاریخ طاهري نیک نوم دمردان
ګټلۍ مونږه ندی استقلال ځان ته آسان

Copyright Larawbar 2007-2024