کور / تازه خبرونه / ميدان وردګ : ۷۵ وسلوال مرور وړونه له دولت سره يو ځاى شول

ميدان وردګ : ۷۵ وسلوال مرور وړونه له دولت سره يو ځاى شول

په ميدان وردګ ولايت کې ٧٥ تنه وسلوال مرور ورونه د زمري په ٢٨مه، دخپلو سپکو او درندو وسلو سره له دولت سره دازادۍ د ورځې په بیرته اخیستلو په موخه په جوړو شوو مراسمو کې یوځای شول.

ښاغلي والي دسولې بهیر سره یوځای شوو ورونو ته وویل دافغانستان اسلامي جمهوریت پیغام تل خپلومخالفو ورونو ته دسولې او پخلاینې دی او موږ دټولو ولسونو څخه په کلکه غوښتنه کړېده چې وسلوال مخالف ورونه دسولې بهیرسره یوځای کړي، اوموږ په ریښتنې ډول دسولې بهیر غښتلي کوونکي یوو ستاسو راتګ دافغانستان په امنیت او برمختګ کې ستر ارزښت لري او دخپلو نورو مرورو ورونو څخه هم غوښته وکړﺉ چې راشي او دغه لاره تعقیب کړي،ترڅو خپل او دکورنۍ ژوند یې په سوله کې تیر شي.

د میدان وردګ ولایت دامنیي قوماندان جنرال عبدالیمن مظفرالدین په وینا دغه وسلوالو مخالیفینو دمیدان وردګ ولایت د چک ، جغتو ،سیداباد او نرخ په ولسوالیو کې خپل فعالیتونه ترسره کول، خو د میدان وردګ ولایت والي، دامنیتي ځواکونو او ولسونو په بې سارو هلو ځلو نن یو زیات شمېر مرورو ورونو خپلې وسلې تسلیم او دسولې لارې یې ونیوله، او په ریښتني ډول مو په دې ولایت کې دسولې بهیر غښتلی شوې دا دی نن په بې ساري کچه په دومره زیات شمېر سره وسلوال مخالفینو دجنګ څخه لاس واخیسته او دخپلو وسلوسره تسلیم شول ،نوموړي زياته کړه چې دغه مرورو ورونو کې یوهم قوماندان وزير ګل شامل دي چې د طالبانو لخوا د چک ولسوالۍ امنيه قوماندان ټاکل شوى و، اوبل تن ، ګل وزير چې دمیدان وردګ ولایت د ګرځنده (سیارو) ګروپونو مرستیال وو هم شامل دي او پاتې نور یې د دوۍ پورې اړونده کسان دي چې نن له دولت سره يوځاى شول.

ښاغلي قوماندان څرګنده کړه چې دې کسانو له ځانونو سره وسلې هم راوړې دي، چې په کې کلاشينکوفونه، پيکاوې او د اوږې راکټونه هم شامل دي .

ددغو يوځاى شويو وسلوالو طالبانو مشر، وزيرګل په خپلو خبرو کې وويل : (( زه له وسلوالو طالبانو سره وم او د دوه کلونو راهیسې مې فعالیت کولو خو نور مې ونه غوښتل چې خپل وطن وران کړم او د دولت پر ضد وجنګېږم ، او نور غواړم دهغه پرضد په کلکه مبارزه پیل کړم چې زموږ سړکونه،پلونه،پلچکونه او ټولنیزې شتمیۍ ورانوي))

وزير ګل د دولت په نورو مخالفينو هم غږ وکړ، چې له مخالفت څخه لاس واخلي، د هېواد له ورانولو تېر شي او دده په څېر، له خپل دولت سره يوځاى شي او دخپل هېواد په ابادولوکې ونډه واخلي .

دا لومړى ځل دى، چې دمیدان وردګ ولایت د چارواکو په هلو ځلو په دومره کچه مرور ورونه له دولت سره يوځاى کېږي .