کور / خبرتیا او پيغامونه / د انتخاب ورځ : افغانستان کوم راتلونکی لري؟

د انتخاب ورځ : افغانستان کوم راتلونکی لري؟

د آلمان د اقتصاد بنسټ او د بن ښار پوهنتون د پرمختيايي څيړنو مرکز تاسو ته په يوه معلوماتي او د خبرو اترو غونډې(بحث) ته د انتخاباتو په ورځ بلنه درکوی.
آیا کيدی شی چې دغه ټاکنې د دموکرسۍ په لور يو قدم وبلل شی؟ د انتخاباتو نتيجه به د افغانستان سره په بين المللي روابطو، د مرستو او همکارۍ څه اغيزه ولری؟
دا او نورې پوښتنې به د افغانستان د مسايلو د پوهانو سره په دغه ورځ مطرح شی.

نيټه: ۲۰ اګست ۲۰۰۹ کال، ۱۱ تر ۱ بجې پوری
ځای:

Zentrum für Entwicklungsforschung (ZEF)
Walter-Flex-Str. 353113 Bonn

ويناوال :

– کريستيانه هيرونيموس: د آلمان د اقتصادي همکارۍ او پرمختګ په وزارت کې د افغانستان، بنګلاديش او پاکستان څانګې مشره
– کانرد شېتر: د بن ښار پوهنتون د پرمختيايي څيړنو مرکز
– ډاکتر يحيی وردک: د افغانستان معلوماتي مرکز، بن

ناظم : مرسل پوت، ليکوال او ژورنالست

د آلمان د اقتصاد بنسټ د آلماني کمپنيو، چتري اتحاديو يوه ټولنه ده او هدف يې د ځوانو او ټکړو شاګردانو او ځوانانو لا زياته روزنه او مرسته کول دي. اوسمهال يې د ټول آلمان څخه ۴۰ خورا با استعداده محصلين په يوه پروګرام کی (پرمختيايي همکاري د افغانستان په مثال کی) راټول کړی دی او پورتنۍ غونډه يې د پروګرام وروستۍ برخه ده.

نور معلومات : www.sdw.org

د پرمختيايي څيړنو مرکز Zentrum für Entwicklungsforschung (ZEF) د بن پوهنتون يو بين المللی څيړنيزه موسسه ده، چې د ۱۹۹۷ کال راهيسې څېړنی کوی.
نور معلومات: www.zef.de

AFGHANIC/Dr Yahya Wardak
Besucheradresse:
Justus-von-Liebig-Str 24
53121 Bonn; Postadresse:
Postfach 1327, 53003 Bonn
Tel 0228-409 76 30, Fax 0228-409 7639
wardak@afghanic.org, www.afghanic.org