کور / تازه خبرونه / د ولسمشر او ولايتي شوراګانو دپاره د ټاکنو بهير پيل سو

د ولسمشر او ولايتي شوراګانو دپاره د ټاکنو بهير پيل سو

نن سهار په کندهار کي هم د هيواد د نورو ولايتونو په شان د ولسمشر او ولايتي شوراګانو د پوسټونو د انتخابولو دپاره د ټولټاکنو بهير پيل سو.

د نن څخه دوې مياشتي مخکي لا طالبانو د دغه بهير د سبوتاژولو ګواښونه کول، خو په وروستيو دوو درو ورځو او د سراسري انتخاباتو د شروع د ورځي په درشل کې يې نژدې د ټول کندهار په مسجدونو او جامعګانو کي شبنامې وځړولي او خلک يې په ياد سوي بهير کي پر ګډون په کي وګواښل.

خو د طالبانو دغو ګواښونو ته د دولتي چارواکو همېشنى جواب دا و او دى چي موږ د نړيوالو ځواکونو سره اوږه پر اوږه ټول لازم امنتيتي تدابير نيولي او نهايي کوښښ به مو د پېښو او حادثاتو لااقل کچي ته راکښته کول وي، نه پر مخ سره ختمول، ځکه د دوى په وينا، د نړۍ د ډېرو پرمختللو هيوادونو لا د سل فيصده ناآمنۍ له منځه وړلو آرمان پوره سوئ نه دئ .

مګر د نن سهار د آذانو د پيل څخه د لږ مخکي وخته څخه رانيولې تر اوسه پورې په کندهار ښار کي تقريباً د پنځلسو شپاړسو چاودنو کوچني او غټ آوازونه تر غوږو سوي چي د مطبوعاتو په وړاندي د کندهار والي توريالي ويسا په ګډون د هر چارواکي جواب يوازي دا دى چي دا تش د طالبانو د خوا د خلکو په زړونو کي د خوف خپرولو ناکامه هڅه ده، نور نه کومه مرګ ژوبله لري او نه هم مالي تاوان .

خو ټول ښاريان اوري چي دا څه د پټاکيو آوازونه، نه دي، بلکي تر ډېره ځايه راکيټي بريدونو ته ورته دي، ځکه اول شپېلکي ته ورته بونګا سي او بيا درز سي، که همداسي وي نو څو ورځي مخکي يوازې درو راکيټونو اته نهه تنه بې ګناه ښاريان په وينو کي ولمبول .

بل خوا د ټاکنو د سيمه ييز کمېسيون کاري بهير هم شلېدلى او سست غوندي ښکاري ځکه د ښار په ډېرو مرکزي ځايونو کي د رايي اچوني بهير تر خپل ټاکلي وخت يو ساعت وروسته پيل سو چي وجه يې د مامورينو د کارټونو نشتوالى ښودل سوى؟