کور / تازه خبرونه / مسلمان هيوادونه سږ کال بيا د روژې پر شروع اختلاف لري

مسلمان هيوادونه سږ کال بيا د روژې پر شروع اختلاف لري

لکه د ډيرو نورو کلونو غوندي سږ کال بيا د روژې د مبارکي مياشتي د شروع کيدو پر سر اسلامي هيوادونه ، علما او دولتونه يوه خوله نه دي ، د ترکيې هيواد خپلو وګړو ته اعلان کړی دی چي سر له سبا ( جمعه مبارک ) دي روژه پيل کړي .

د يمن د حج او اقافو وزارت او د مصر د دارالافتامشر (مفتى الجمهورية الدكتور على جمعة ) اعلان کړی دی چي د شعبان مياشت به د جمعې په ورځ پای ته ورسيږي او د شنبې ورځ به د روژې د مياشتي لومړۍ ورځ وي .

دغه ډول اټکل کيږي چي بنګله دېش ، هند، پاکستان او ځيني نور هيوادونه به د يکشنبې په ورځ روژه اعلان کړي ، د سعودي هيواد چي د افغانستان په ګډون زياتره اسلامي هيوادونه يو ځای روژه ورسره شروع کوي تر اوسه پوري د روژې لومړۍ ورځ نه ده اعلان کړې او د حج او اوقافو وزارت لخوا ځانګړې ډله يې اوس هم په فضا کي کتنه کوي .