کور / تازه خبرونه / بلجیم : په سمندر کښي یوه سپورټي الوتکه راولوېده

بلجیم : په سمندر کښي یوه سپورټي الوتکه راولوېده

په بلجیم کښي د کوکسایده نومي ساحل ته نژدې په سمندر کښي یوه هالنډی سپورټي الوتکه هغه وخت راولوېده کله چي الوتکه د پيلوټ د کنټرول څخه ووتله .

الوتکه د بلجیم پر وخت د ۱۲:۴۵ بجو په شاوخوا کښي د ساحل څخه په ۲۰ کیلو متري کښي راولوېده چي پکښي يوازي او يوازي پيلوټ سپور وو . پيلوټ د یوې شخصي او په منظره راوتلي کښتۍ کښي د سپاریانو لخوا د مرګ له خطره وژغورل سو او ورپسې د یوې هلیکوپتري الوتکي لخوا وچي ته نقل کړل سو .

ویل کيږي چي د پيلوټ حالت د اندېښنې وړ نه دئ او د الوتکي د رالوېدني علت لا تراوسه پوري نه دئ .