تازه خبر : افغان خبريال جان الله هاشمزاده وويشتل سو

محمد هارون خپل شعشعي | اگست 24th, 2009


جان االله هاشمزاده نن سهار چي مخ پر پېښور روان وو؛ د ډيورنډ غاړي ته څېرمه د تور خم پر لويه لار د خيبر ايجنسۍ په تحصيل جمرود علاقه کښي د نامعلومو وسله والو لخوا لومړى له مسافر وړونکي کوچ سرويس څخه کښته کړل سوئ او بيا په ‌ډزو وژل سوئ دئ .


ارواښادد اسوشېټيډ پريس خبري اژانس، پژواک خبري اژانس ، شمشاد تلويزون، العربيه تلويزون ، اريانا ټلوېزيون ، او په پېښور کښي د وحت او سهار ورځپاڼو سره د خبريال په توګه کار کړئ .


د ارواښاد جان االله هاشمزاده جسد په خيبر ايجنسۍ کښي و جمرود نومي روغتون ته انتقال کړل سوئ چي جنازه به يې نن بيرته د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍکښي دده پلرني ټاټوبي ته را انتقال کړل سي .


د نوموړي د وژني پړه لا چا نه ده منلې خو دده د ملګرو د خولې ويل سوي دي چي نوموړي ته د نامعلومو کسانو له خوا د مرګ ګواښ سوئ وو .


Copyright Larawbar 2007-2024