کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

د کابل چاپ ورځپاڼو نني مطالب هم تر ډیره د افغانستان انتخاباتو، د هغو مشروعیت او د نتایجو اعلان ته ځانګړي شویدي.

په کابل کې زمونږ همکار حمید مهمند دا ورځپاڼې لوستي او مهم مطالب يې په لاندني مطلب کې رانغاړلي دي.

ویسا:

دې خپلواکې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په سر کې په هلمند کې د میشتو امریکايي ځواکونو د قومندانانو دا ګیله راخستې، چې وايي، افغانان له امریکايي پوځیانو سره سمه همکاري نه کوي.

ورځپاڼې په دوام کې ددغو قومندنانو په حواله لیکلي دي، چې د افغان حکومت د مرستې پرته بریالي کیداې نشي او پر طالبانو د بري لپاره په سیمه ایزه کچه ادارې ته اړتیا ده.

ورځپاڼې د همدې مخ په یو غټ سرلیک کې د افغانستان لپاره په ټوکیو کې د سولې د یوې غونډې د جوړولو خبر ورکړې،چې د ورځپاڼې په وینا د جاپان د پارلمان او د سولې لپاره د مذاهبو د نړیوال کنفرانس لخوا په ګډه جوړیږي.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د انتخاباتو د پایلو په اعلان کې پر ځنډ د انتقاد ترڅنګ له ماتې خوړولو کاندیدانو هم غوښتي دي، چې خپله ماتې دې ومني او د پردې تر شا د معاملو په تمه دې د بل پړاو خوبونه نه ګوري.

هیواد:

دې دولتي ورځپاڼې ورځپاڼې هم پخپله سرمقاله کې د انتخاباتو د نتایجو اعلان ته په اشارې لیکلي دي، چې ټول کاندیدان باید د ملت ارادې ته غاړه کیږدي.

ورځپاڼې د کابینې پرونۍ غونډې ته د ولسمشر کرزي د وینا ځینې برخې هم راخستي، چې په انتخاباتو کې يې د خلکو ګډون قانع کوونکې بللې دې.

په ورځپاڼه کې د سوداګرۍ د وزیر په حواله دا خبر هم خپور شوې، چې ډیر ژر به په بازارونو کې د خوراکي موادو بیې عادي حالت ته راوګرځي.

راه نجات:

دې نا دولتي ورځپاڼې په انتخاباتو کې د افغانانو د ګډون ټیټې کچې ته په اشارې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په حواله لیکلي دي، چې امریکا په افغانستان کې د امنیت د ټینګولو لپاره کافي ځواک نلري.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د انتخاباتو پر قانون د بحث لپاره د ولسي جرګې وروستۍ پریکړه یو ناوخته اقدام بللې، ځکه ورځپاڼه وايي د افغانستان د دوهم ځل انتخابات هم د یو داسې قانون له مخې وشول، چې خپل قانوني پړاوونه يې نه وو تیر کړي.

په ورځپاڼه کې د افغانستان د صادراتو روان حالت ته هم کتنه شوې او د صادراتو د پراختیا د ادارې په حواله لیکل شویديو چې د روان کال په لومړیو څلورو میاشتو کې د افغانستان په صادراتو کې په سلو کې پنځوس کمې راغلې دې.

اراده:

دې خپلواکې ورځپاڼې بیا پخپله سرمقاله کې د انتخاباتو د پایلو اعلان ته په اشارې، چې سر له ننه پیلیږي، دا پوښتنه کړې، چې د انتخاباتو مشروعیت څومره کره دې.؟

ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې هم په انتخاباتو تبصره کړې او په هغو کې د درغلیو په اړه شویو ادعاو ته په اشارې یو نامعلوم راتلونکي ته ګوته نیولې ده.

ورځپاڼې پخپل لومړي مخ کې د روژې په مبارکه میاشت کې د خوراکي موادو د بیې د لوړیدو مسئله څیړلې او پدې ترڅ کې دا غوښتنه راخستې، چې سوداګر دې د روژې په میاشت کې مناسبه ګټه واخلي.

افغانستان ټایمز:

دې انګلسي ژبې خپلواکې ورځپاڼې هم پخپله سرمقاله کې له ټولو اړخونو غوښتي دي، چې په انتخاباتو کې د خلکو پریکړی ته درناوې وکړي.

ورځپاڼې د افغانستان د انتخاباتو په اړه په یو جلا مطلب کې د انتخاباتو ترسره کیدل یو بریالې ګام بللې خو دا سپارښتنه يې هم کړې، چې ټول کاندیدان باید د انتخاباتو نتایجو ته غاړه کیږدي.

ورځپاڼې خپل نننې کارټون په افغانستان کې اداري فساد انځور کړې او پکې دا ښودل شوې اداري فساد د خلکو وینه زبیخي.

اصلاح او انیس:

دې دولتي ورځپاڼو هم په بیلابیلو مطالبو کې د افغانستان او سیمې روان حالات څیړلي دي.

انیس پخپله سرمقاله کې د افغانستان د امنیتي وضعې په اړه د لویدیځ د رسنیو او چارواکو په وروستیو څرګندونو تبصره کړې او لیکلي دي، چې دغو اندیښنو ته باید منطقي ځوابونه ورکړاې شي.

خو اصلا بیا پخپله سرمقاله کې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې پدې وړاندوینې ، چې ویلي دي، ممکن د افغانستان انتخابات دوهم پړاو ته ولاړې شي تبصره کړې او هغه یې له غرضه ډکه بللې ده.

ملي ارمان:

دې نا دولتي ورځپاڼې بیا پخپله سرمقاله کې د افغانستان د روانې وضعې په اړه د امریکا د لوی درستیز په وروستیو څرګندونو، چې پکې د وضعې خرابیدو ته اشاره شوې تبصره کړې او بیا يې پوښتلي دي، چې نو بهرني ځواکونه څه کوي امنیت ساتي او که بل څه ؟

ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې، چې په افغانستان کې د تورزم صنعت ته ځانګړې شوې ددې صنعت په ودې او پراختیا تبصره کړې او هغه يې پر رونقه توصیف کړې دې.

په ورځپاڼه کې په افغانستان کې شویو انتخاباتو ته هم کتنه شوې او پدې ترڅ کې د خلکو دا غوښتنه راخستل شوې، چې دوی سوداګر نه بلکه د خدمتګاره ولسمشر غواړي.