سپي ولې په ځنګل کې نه اوسېږي.!؟
د الله دمخلوق دوه لويې برخې يوه انسانان دي او بله وحشي ژوي، د همدې وېش پر بنسټ نړۍ هم دوه پړکه ده، يوه انساني نړۍ ده او بله ځنګلي نړۍ، چې وحشي ژوي پکې ژوند کوي، مګر ځينې وخت انسان په داسې کړنو لاس پورې کړي، چې د يادو دواړو توپېر له منځه لاړ شي.
ډېر وحشي ژوي شته چې نه يې په انساني نړۍ کې شپې تېرېږي او نه هم په ځنګلي نړۍ کې، ښه بېلګه يې هوسۍ ده، د هوسۍ که په انساني نړۍ کې شپې کېداى شوى، نو يوه شېبه به يې هم په ځنګلي نړۍ کې نه واى تېره کړې، مګر هوسۍ به ځکه انساني نړۍ ته نه راځي، چې دلته ورسره له ځنګلي نړۍ نه هم سخت چلند کېږي.
د پورته بېلګې په څېر په انساني نړۍ کې هم داسې بې ازاره مخلوق شته، چې خپلو همڅانګيزو يې ژوند ورتريخ کړى، د انسانانو دغه پاړکى دا غواړي، چې د انسان له غږه لرې چرته په کوم ځنګل کې جونګړه جوړه کړي، مګر هلته ورسره د ځنګلي ځناورو وېره وي، نو لکه د هوسيو يې د خپلو ځناورو په خوله کې ژوند غوره کړى او نه غواړي چې سترګې ترې فنا کړي.
زمونږ پوښتنه دا وه، چې سپى ولې په ځنګل کې نه اوسېږي؟
دې پوښتنې ته تر ځواب ويلو وړاندې د سپي په اړه لږې خبرې اړينې دي، سپى په ډېرو ځناورو کې يو داسې ځناور دى، چې د وفادارۍ دروند نوم يې ګټلى، ډېرې کورنۍ شته چې سپي د ځان د ساتنې پر موخه ساتي، ځينې يې د ښکار لپاره روزي او ډېر نور يې د دې لپاره ساتي، چې يو له بل سره وجنګوي.
سپى له اصحاب کهفو سره غار ته هم تللى، چې د وفادارۍ ښه بېلګه يې ده، دوفادارئ په اړه يې يوه لنډه کيسه بله هم راوړو:
وايي پخوا يو بزرګ و، هغه به هروخت په يوه غار کې د الله په عبادت بوخت و، ډوډۍ به ورته تياره راتله، روايت دى چې يو وخت پرې الله پاک هغه تياره ډوډۍ د لږې مودې لپاره بنده کړه، دغه ناڅاپي بدلون د بزرګ لپاره يوه سخته ازمويېنه وه، خو بزرګ دا فکر ونه کړ، چې ګنې زه خداى پاک په ازمويېنه کې اچولى يم، کله چې ډوډۍ رانغله، نو بزرګ د خېټي دوزخ اړ کړ، چې عبادت پرېږدي او د يوې مړۍ ډودۍ په لټه کې شي.
بزرګ د ډوډۍ په لټه يوه نېږدې کلي ته ولاړ، د يوه کور دروازه يې وټکوله، د کور خاوند درې وچې ډوډۍ ورکړې، بزرګ خوشاله شو او بېرته د خپل عبادتځاى په لوري روان شو.
له هغه کوره به لږ لرې شوى نه و، چې له شا پسې د سپي غپا شوه، دا د هماغه کور سپى و، چې خاوند يې ده ته درې ډوډۍ ورکړې وې.
سپى په بزرګ پسې نېږدې ورغى، بزرګ يوه دوډۍ مخې ته ور واچوله، سپى په ډوډۍ لګيا شو او بزرګ خپله لار ونېوه، سپي چې هغه ډوډۍ وخوړه، بيا په بزرګ پسې شو، هغه بله ډوډۍ يې هم ور واچوله، سپي هغه هم وخوړه، د درېمې ډوډۍ ور اچولو سره بزرګ په سپي پسې رامخ کړ:
(( واخله بې شرمه!! بادار دې همدا درې ډوډۍ راکړې وې او…))
سپي خوله په ژبه وڅټله، بزرګ ته يې وويل: (( بې شرمه خو ته يې، زه په شپو، شپو د خاوند د وره په مخکې نهر پروت يم، خو د بل چا درته سر هم نه ورښکاره کوم، په تا دې لا بادار يوه ورځ ډوډۍ نه وه بنده کړې چې سر دې دا دى دلته د يو يهودي کور ته راورسېده…))
په بهرنيو هېوادونو کې د سپي او پيشو ساتل عامه خبره ده، خو داچې سپى ولې په ځنګل کې نه اوسېږي؟ يوه داسې پوښتنه ده چې غوڅ ځواب نه لري، مګر دا ښکاره ده چې سپى يو داسې مخلوق دى چې نه په درندوو کې راځي او نه په څارويو کې، بلکې د دې دواړو ترمنځ يو ډول مخلوق دى.
دا هم مشهوره ده چې جنګ د سپو کار دى او دا هم يوه ټولمنلې خبره ده چې ((چرته اوسي، نو په خويى به د هغوى اوسې)) خو سپي ډېره موده انسان سره نېږدې تېره کړه، مګر سپي د انسان هېڅ خوى او عادت تر اوسه خپل نه کړاى شو، ولې انسان د سپيو يوه داسې ځانګړنه خپله کړه، چې هغې ځانګړنې (جنګ) يوازې له سپيو سره زېب کاوه، اوس سپي جنګ نه کوي او خپله دغه ځانګړنه يې انسان ته پرېيښې او انسانان لګيا دي په خپلو کې سره خوري.
د يادونې وړ ده چې سپى د لومړي ځل لپاره حضرت نوح (ع) ساتلى، وجه يې دا وه چې نوح (ع) ته چې کله د بېړۍ جوړولو امر وشو، هغه په کار لاس پورې کړ، نو څومره کار به يې چې کړى و، ځايي خلکو به دشپې ويجاړولو او له بېړۍ نه بې لرګي پټول، بيا نوح (ع) ته امر وشو چې د بېړۍ د ساتنې لپار يو سپى وساتي، چې خلک د بېړۍ خواته نېږدې پرېنږدي.