کور / تازه خبرونه / افغان کرکټ : د ۴/۲ ورځي سيالۍ پای ته ورسېدې

افغان کرکټ : د ۴/۲ ورځي سيالۍ پای ته ورسېدې

خلاصه :

د پرون لوبي : افغانستان ۱۰۷ منډي او ۳۶ اورونه وکړل، هالنډ ۱۸۱ منډي، ۵۶ اورونه وکړل.
د نن لوبي : افغانستان ۳۹ منډي او ۱۸ اورونه وکړل، هالنډ ۱۳۲ منډي، ۳۸ اورونه وکړل.


۱۰:۵۰

ژوندي حال د هالنډ پر سیمه ییز وخت لیکل کيږي چي د افغانستان له سيميز هغه نه پوره دوه نيم ساعته وروسته کيږي .

— ———–

۱۰:۵۵

د لراوبر د هالنډ د څانګي همکاران مو د لوبي له ميدانه شېبه په شېبه خبره -وي ، د نن لوبي د پلان له مخي د هالنډ پر وخت د سهار پر ۱۱ بجې چي د افغانستان د غرمې د يوه نيمي بجې ۱:۳۰ سره سمون خوري شروع کېدې، چي د هوا د خرابوالي له امله يې د شروع کېدو وخت شاته سو :

افغان کرکټ ملي ټيم د خپل لوړ مرام سره د لوبي ميدان ته رارسېدلئ دئ، لوبي لا نه دي شروع سوي .

نن په ټوله هالنډ کښي اسمان خړ او هوا باراني شاني ده او د امستردام د امستلفېن په دغه ښارګوټي کښي چيرته چي رواني کرکټ سيالۍ ترسره کيږي، څاڅکي-څاڅکي باران هم اوري .

۱۱:۰۵

دافغانستان د لوبډلي منيجر ښاغلی میرویس نظري چي دا وخت د لوبي په ميدان کښي زموږ سره قرار لري، لراوبر ته وويل چي د لوبي د کولو او نه کولو په اړه لا د هالنډي ټيم سره تصميم نه دئ نيول سوئ ، خو افغان کرکټ لوبغاړی ريس احمدزی لراوبر ته وايي چي که په همدغه نيمه باراني هوا کښي بازۍ شروع سي نو د افغانستان په ګټه به وي .

۱۱:۲۰

باران په درېدو دئ، د ميدان تخنيکي عمله اخته ده چي ميدان وچ کړي، افغان او ډچ لوبغاړي په تمرين بوخت دي، د افغا ن لوبډلي منيجر ښاغلي نظري لراوبر ته وايي چي د لوبو د شروع کولو امکان زيات سوئ دئ .

۱۱:۴۰

تراوسه لا لوبي نه دي پېل سوي .

۱۲:۱۰

په پاڼه کې د هالنډ سیمه ییز وخت لیکل شوی چې له افغانستان سره پوره دوه نیم ساعته توپیر لري او د لوبو افغان منېجر میرویس نظري وايي چي ننۍ لوبي به رسماُُ پر ځايي وخت د غرمې پر ۱۲:۳۰ بجو شروع سي چي د افغانستان پر وخت د ماپښين دوې نيمي بجې ۲:۳۰ کيږي .

د لوبې په لمړنۍ ( پرون) ورځ افغانستان یواځې او یواځې ۱۰۷ منډې درلودې چې په وړاندې یې هالنډ لوبډلې ۱۸۱ منډې کړې وې.

افغان لوبډلې ته په کار دي چې له ډېر پام څخه کار واخلي ځکه چې تر دې دمه لوبه د هالنډ په ګټه روانه ده

د لوبې پیل ته یواځې څلور دقیقې پاتې دي

۱۲:۳۰

میرویس نظري وايي: د افغانستان بیرغ اوچت شو او لوبه پیل شوه،باران نه اوري مځکه په وچیدو ده، خو د لوبې پر میدان خړې ورېځې کرځي ، دا لوبه د پرونۍ لوبې لړۍ ده، پچه نن بيا د هالنډي کپټان په ګټه وختله .

۱۲:۳۵

نظري وایي چې د افغان لوبډلې مرال پياوړی دئ، د هالنډ لخوا اته منډې شوي یو لوبغاړی يې د شاپور ځدران له خوا سوځيدلی او څلورم اور روان دئ . شاپور ځدران ډېره ښه بازي کوي .

۱۲:۴۵

هوا بيرته لږ باراني غوندي ښکاري، خو دومره جدي لا نه ده .

۱۳:۰۰

اوس اوله تفريح کيږي ، تر اوسه هالنډ ۱۱ منډي کړي او يو لوبغاړی يې سوځېدلئ ، هوا سمه ښکاري خو اسمان لا خړ ښکاري .

۱۳:۳۵

اوس لا تفريح ده، څو شېبې وروسته به لوبه پېل سي .

۱۴:۰۲

لوبه ۱۵ دقيقې وروسته شروع کيږي ، اوس تخنيکي ډله لګيا ده او ميدان وچوي .

۱۴:۲۵

لوبه د باران له امله بيرته وځنډېدله . ميرويس نظري وايي چي لوبه به پر درې بجې حتماُ پېل سي خو که باران نه وو، شاوخوا ۳۵ دقيقې وروسته ، نن د هالنډ اسمان وریځ نيولئ دئ ، او د هوا خرابوالی د نن ورځي سيالۍ ځنډنۍ کړي دي چي ښايي تر ناوخته پوري به دوام وکړي .

۱۳:۰۰

لوبه پېل سوه، که څه هم هوا خړه ده .

۱۳:۰۵

هالنډ لوبډلي په ۶ اورونو کښي ۱۳ منډي کړي دي .

۱۳:۱۳
هالنډي لوبغاړي په اووم اور کښي ۸ منډي وکړې، د هالنډ يو لوبغاړی سوځېدلئ، ټوله منډي يې ۲۱ سولې ، د افغانستان له لوبډلې نه حمید حسن بالینک کوي .

۱۳:۲۰

اتم اور دئ، شاپور ځدران بالنګ کوي،هالنډ ۲۲ مندي کړي .

۱۳:۲۲

د هالنډ يو بل سوځېدلئ وو، خو لکه چي د لپړي له خوا و نه منل سو،

۱۳:۲۵

نهم اور روان دئ، خو کومه نوې منډه نه ده پکښي سوې، د هالنډ منډي ۲۲ دي ، حميد حسن بالنګ کوي .

د شاپور لخوا دریم لوبغاړی بولډ اوټ شو

د هالنډۍ لوبډلې ځلیدلی لوبغاړی خروټ اوټ شو

تر اوسه منډې دوه ویشت درې کسه د هالنډۍ لوبډلې سوځیدلی او لسم اور ختم شو

څلور کسه سوځيدلی او یولسم اور روان دی

منډې پنځه ویشت څلور کسه سوځيدلی او حمید حسن بالینک کوي

هالنډ اوس نهه ویشت منډې لري څلور کسه یی سوځيدلی دي

شاپور ځدران بالینک کوي
هالنډ اوس درې دېرش منډې لري څلور کسه یی سوځيدلی او شاپور ځدران بالینک کوي
حمید حسن بالینک کوي دیارلسم اور روان دی

شپږ څلویښت منډې شوي څلور کسه سوځیدلی او شپاړسم اور روان دی

شاپور ځدران بالینګ کوي

شاپور ځدران بالینک کوی،څلور کسه سوځيدلی دي
15:48
منډې دوه څلويښت شوې
15:48
او پنځلسم اور روان دی
15:50
حمید حسن بالینک کوي
15:50
افغان بالران ډیر ژر ژر بالینک کوي
15:51
تر اوسه کومه منډه نه ده اخیستل شوې
15:51
منډې شپږ څلویشت شوې
15:51
شپاړلسم اور دی، اوس منډې شپږ څلویښت دی
15:52
څلور کسه سوځيدلی
15:52

۱۵:۵۷
پنځوس شاپور بالینک کوي، هالنډ اوس پنځوس منډې لري او څلور کسه یی سوځیدلی دي

۳:۵۹ محمد نبي بالینګ ته راغی خو تر اوسه یی کومه منډه نه ده ورکړې
وخت د هالنډ پر وخت څلور چې د افغانستان پر وخت شپږ نیمې دي هالنډ څلور کسه سوځيدلی او یو پنځوس منډې لري بالینک محمد نبی کوي
چې تر اوسه پورې یې یوه منډه ورکړې
۴:۰۲ هالنډ منډې ۵۹ پنځوس شوې حمید حسن بالینګ کوي
۱۶:۰۴
هالنډ په اتلسم اور کښي ۹ منډي وکړې، ټوله منډي ۶۳ دي، ۴ سوځېدلي دي .

۱۶:۰۵

لوبه و ځنډېدله، باران اوري ، لنډه تفريح ده .

۴:۱۴ د افغانستان په وخت ۶:۴۴

۱۶:۲۰

باران بيرته ودرېد، د افغان کرکټ لوبډلي منېجر د لراوبر همکارانو ته همدا اوس وايي چي باراني هوا د افغانستان په ګټه ده، لوبه به اوس بيرته ژر پېل سي ، ټوله ۶۳ منډي سوي دي په ۱۸ اعشارې ۳ (18.3) اورونو کي .

۱۶:۲۸

داد افغان کرکټ لوبډلي دوهمه څلور ورځنۍ لوبه ده، تر دې وړاندي يې د زيمبابوي سره بازي وه چي افغان لوبډله ښه وځلېدله،خو د هالنډ لوبډله د خپلو اوږدو تجربو پر اساس تر افغان هغې وړاندي ده .

۱۶:۳۸

لوبه پېل سوه .

۱۶:۴۱

ميرويس اشرف بالنګ کوي، ۲۰ اورونه سوي دي، او ۷۰ منډي .

۱۶:۴۳

د ميرويس اشرف په بالنګ کي منډه ونسول، خو اورونه ۲۱ سول .

۱۶:۴۴

محمد نبي بالنګ کوي ، د لوبي په پيل کي هم محمد نبي بالنګ کاوه خو خوند يې نه وو .

۱۶:۴۶

منډي ۷۴ شولې،

۱۶:۴۷

۷۷ منډي وشولې، ۲۲ اور روان دئ ، ميرويس اشرف بالنګ کوي .

۱۶:۵۰

۸۱ منډي وشولې، ۲۳ اور روان دئ ، تر اوسه د هالنډ ۴ کسه سوځېدلي دي .

۱۶:۵۱

محمد نبي بالنګ کوي، ۸۲ منډي سولې .

۱۶:۵۲

۸۳ منډي سوې ، ۲۴ اور روان دئ ،

۱۶:۵۳
ميرويس اشرف بالنګ کوي، يوه منډه واخستل سوه، ټوله منډي ۸۴ دي .

۱۶:۵۴

دميرويس اشرف په بالنګ پنځم هالنډي لوبغاړی وسوځېد، ټوله منډي ۸۴ ، ۲۴ اور روان دئ .

۱۶:۵۷

۲۵ تم اور روان دئ .

۱۷:۰۰

حميد حسن بالنګ کوي ،

۱۷:۰۱

بل کس وسوځېد، ټول ۷هالنډي هغه سوځېدلي دي . د حميد حسن په دريم بالنګ اووم هغه وسوځېد، منډي ۸۵ دي ، ۲۶ اور روان دئ .

۱۷:۰۵

۲۶ اور روان دئ، منډه نه ده سوې .حميد حسن بالنګ کوي ،

۱۷:۰۹

حميد حسن بالنګ کوي ۲۷ اور روان دئ، بال پر بل سړي ولګېد .

۱۷:۱۱

۲۸ اور روان دئ، دريم بال ، ميرويس اشرف بالنګ کوي .

۱۷:۱۴

۹۵ منډي وسوې ، ۲۹ اور روان دئ .

۱۷:۱۵

يوه منډه واخستل سوه، ټوله منډي ۹۶ دي ، بالنګ حميد حسن کوي .

۱۷:۱۸

۱۰۵ منډي وسوې، ۳۰ اور روان دئ ، د افغانستان په وخت اوس ۷:۵۰ دقيقې دي .

۱۷:۱۹

هالنډ له افغانستا ن نه ۱۷۹ منډي مخکي دئ .

۱۷:۲۱

۳۱ اور دئ، منډي ۱۰۹ دي .

۱۷:۲۱

ټوله منډي ۱۱۲ سولې ، حميد حسن بالنګ کوي .

۱۷:۲۴

۳۲ اور روان دئ، ټوله منډي ۱۱۹ سولې .

۱۷:۲۶

۱۲۰ منډي سوې، ميرويس اشرف راغلئ بالنګ ته ، ۳۲ ارو روان دئ .

۱۷:۲۷

۱۲۳ منډي وسوې، ۳۳ اور روان دئ . اوس د افغانستان ۸ بجې سوې ، د هالنډ د ماځيګر ۵ نيمي هغه دي .محمد نبي بالنګ ته راغلئ .

۱۷:۳۰

افغان لوبډله هالنډي هغې ته خپل کسان اړوي، چي ژر -ژر يې وسوځوي . اوس محمد نبي بالنګ کوي .

۱۷:۳۲

ټوله ۱۲۸ منډي وسوې ، ۳۳ اور ختم سو، اوس ۳۴ اور روان دئ .

۱۷:۳۵

اتم هالنډی وسو . ټوله منډي ۱۲۸ دي ، ټوله سوځېدلي هغه ۸ سول .

۱۷:۳۹

د افغانستان په وخت ۸:۱۰ دی چې د هالنډ له ۸:۴۰ سره سمون خوری ټول ټال د هالنډ اته لوبغاړي سوځیدلی او او ۱۲۹ منډې یې کړي چې ۳۵ اور روان دی .

۱۷:۳۹

په ۳۵ اور کي يوه منډه او په ۳۶اور کي منډه و نه سول، محمد نبي بالنګ کاوه، اوس ميرويس اشرف بالنګ کوي، ټوله منډي ۱۲۹ دي ، ۳۶ اور روان دئ او ښه روان دئ .

۱۷:۴۴

د افغانستان په وخت د شپې ۸:۱۵ چې د هالنډ له ۸:۴۵ سره سمون خوري د هالنډ لخوا ۱۳۱ منډې شوي او ۳۷ اوره شوي او ۸ کسه یې سوځيدلی، محمد نبي بالنګ کوي .

۱۷:۴۵

د محمد نبي په بالنګ کي يوه منډه وسوه، ټوله منډي ۱۳۲ سوې .

۱۷:۴۷

بل کس وسوځېد .

۱۷:۴۸

لسم وسوځېد

۱۷:۴۷

د افغانستان په وخت د شپې ۸:۲۰ چې د هالنډ له ۸:۵۰ سره سمون خوري د هالنډ لخوا ۱۳۲ منډې شوي او ۳۷ اوره شوي او ټول لوبغاړي سوځیدلی دي

۱۷:۵۱

د دوهمي ورځي لوبه خلاصه سول،

۱۷:۵۵

ننۍ لوبي دغه برخه چې د افغانستان پر وخت ۸:۲۰ او د هالنډ پر وخت ۸:۵۰ ختمه شوه، هالنډ ټولې ۱۳۲ منډې وکړې په اته دېرش اورونو او یوه بال کې او ټول لوبغاړي یې وسوځيدل. د پرون ورځې په لوبه کې اول هالنډ منډې جوړولې چې ۱۸۱ منډې یې وکړې او ټول لوبغاړي یې وسوځيدل او په وړاندې یې افغانستان یواځې ۱۰۷ منډې کړې وې .

۱۸:۰۰

افغانستان بيټنګ کوي .

۱۸:۰۵

افغانستان ۱۰ منډي کړي دي ، دوهم اور روان دئ . نورعلي ۳ منډي وکړې ، ټوله منډي ۱۳ سوې

۱۸:۰۸

احمدشاه منډه وانخستل،

۱۸:۱۱

احمدشاه وسوځېد .

۱۸:۱۲

نورعلي منډي جوړوي . دريم اور روان دئ ،

۱۸:۱۳

د هالنډي ټېم مدثر بخاري بالنګ کوي ، منډي ۱۶ سوې . نورعلي يوه منډه کړې

۱۸:۱۳

منډي ۱۷ شوې، ۴ اور روان دئ .

۱۸:۱۵

محمد شهزاده اوټ سو .

۱۸:۱۷

نورعلي بله منډه وکړه، ټوله منډي ۱۸ سوې .

۱۸:۲۲

۵ اور روان دئ ، تر اوسه ۲ اوټ سوي دي ، ټوله منډي ۱۸ دي .

۱۸:۲۳

نوروز منګل منډي جوړوي .

۱۸:۲۵

د افغانستان پر وخت پنځه کمې ۹ بجې شوې چې د هالنډ له ۶:۲۵ سمون خوري افغانستان بیټینګ کوي تر اوسه پورې یې دوه لوبغاړي احمد شا او محمد شهزاد اوټ شوي دي د افغانستان منډې ۱۹ دي او د شپږ اورونه شوي او اوم اور روان دی

۱۸:۲۹

د افغانستان پر وخت ۹ بجې شوې چې د هالنډ له ۶:۳۰ کیږي افغانستان بیټینګ کوي تر اوسه پورې یې دوه لوبغاړي احمد شا او محمد شهزاد اوټ شوي دي د افغانستان منډې ۲۱ دي او اوه اورونه شوي او اتم اور روان دی

۱۸:۳۱

نورعلي بله منډه وکړه .

۱۸:۳۲

افغانستان ۲۲ منډي کړي، ۹ اور روان دئ .

۶:۳۵ نور علی دوه نورې منډې واخیستې نهم اور روان دی او ټولې منډې ۲۴ شوې

۶:۳۷ د افغانستان منډې ۲۶ شوې

۶:۴۰ نورز منګل منډې جوړوي

۶:۴۳ نورې منګل یوه منډه وکړه او د افغانستان د منډو شمیر ۲۷ شو هه دا دی بله منډه وشوه ۲۸ شو .

۱۸:۴۶

دافغانستان منډي ۳۰ سولې .

۱۸:۴۹

نورعلي بيا بېټنګ کوي .

۱۸:۵۳

د نورعلي منډي ۲۰ سوې .ټوله منډي ۳۵ سوې ، ۱۴ اور روان دئ .

۱۸:۵۵

لوبه مړه روانه ده، وروسته به وګورو چي څه پيښږي .تر اوسه ۲ افغان هغه اوټ سوي دي، ټوله منډي

۱۹:۰۲

د هالنډ پر وخت اوه بجې او شوې افغانستان بیټینګ کوي، تر اوسه پورې د افغانستان د مڼدو شمېر اوه دېرش دی پنځلس اوره شوي او دوه کسه اوټ دي شپاړسم اور روان دی .

۱۹:۰۷

منډې نه دیرش شوې، د نن ورځي د لوبو عکسونه به هم وروسته پر ليکه سي .

۱۹:۰۹

د نن دپاره لوبه ختمه سوه . افغانستان ټول ۳۹ منډي جوړي کړلې، په ۱۸ اورونو کي .

۱۹:۱۰
خلاصه :

پرون لوبي : افغانستان ۱۰۷ منډي او ۳۶ اورونه وکړل، هالنډ ۱۸۱ منډي، ۵۶ اورونه وکړل.
د نن لوبي : افغانستان ۳۹ منډي او ۱۸ اورونه وکړل، هالنډ ۱۳۲ منډي، ۳۸ اورونه وکړل.

۱۹:۱۵

دا وو د نن ورځي د لوبو ژوندی حال چي د هالنډ د مرکز امستردام په امستلفېن ښارګوټي کښي د لوبو د ميدان نه په ژوندۍ بڼه د لراوبر د هالنډ د څانګي د همکارانو هريو لکه نذير احمد نذير ، عبدالله احسان او د افغان لوبدلي منېجر ښاغلي دين محمد نظري په مټ تاسو ته وړاندي سول .

۱۹:۱۹
د لوبو انځورونه د لراو بر د عکسونو په برخه کي مه هېروئ، چي وروسته پر ليکه سي !