كندهار: ممكن دوژل سويوكسانوشمېرنورهم زيات سي

حاجی پوپل | اگست 25th, 2009


په كندهاركې موټربم چاودنې لس ګونوتنوولسي وګړوته مرګ ژوبله واړول
چارواكې واي چې ټول وژل سوي كسان ولسي وګړي دي اوهيڅ دولتي كس پكې ندى شامل
دكندهاردميرويس روغتون سرطبيب داودفرهادلراوبرته وويل چې تراوسه ميرويس روغتون ته ۴۰ ټپيان او۲۳ تنه مړي وروړل سوي دي
دكندهارمرستيال امنيه قومندان وايې چې په دغه چاودنه كې څلورداستوګنې كورونه ويجاړسوي اودځينوكورنوترچتونولاندي اوس مړي اوټپيان لاندي دي چې مرستندوى كسان يې په ژغورلولګيادي
سمونوال محمدشاه وايې چې ممكن دوژل سويواوټپيانوشمېره تردې هم زياته سي
په وژل سويواوټپي سويوكسانوكې دنږدې سيمي استوګن كوچنيان اومېرمنې ، دسيمي دوكانداران اوهغه كسان شامل دي چې دروژه ماتي لپاره خپلوكورونوته دتګ په حال كې وو.
چاودنه دقېقآ اووه بجې پوره دروژه ماتې پرمهال دڅلورمې ناحيې اړوند دسپومۍ سالون سره دنږدې كورونوپه خواكې رامنځ ته سول
پدغه سيمه كې داداري اصلاحاتودخپلواك كميسيون دفتر،دځينونړيوالو ادارودفترونه ،په ګڼ شمېركې داستوګنې كورونه اوزيات ميوه پلورونكې (دلاسي ګاډيوميوه پلورونكې ) كاروباركوي .
دكندهاردامنيې قومندانۍ مرستيال سمونوال محمدشاه لراوبرته وويل چې چاودېدونكې توكې په يوه باور وړونكې مازداموټركې ځاي پرځاى سوي وو
دكندهاردميرويس روغتون سرطبيب داودفرهادلراوبرته وويل چې په وژل سويواوټپيانوكې ډيرى كوچنيان اومېرمني شاملي دي
دكندهارمرستيال امنيه قومندان وايې چې په دغه چاودنه كې څلورداستوګنې كورونه ويجاړسوي اودځينوكورنوترچتونولاندي اوس مړي اوټپيان لاندي دي چې مرستندوى كسان يې په ژغورلولګيادي
دامهال په كندهارښاركې په ګڼ شمېركې امنيتي كسان ترسترګوكيږي اوپه كلكوپلټنوبوخت دي چې عادي تګ راتګ يې ستونزمن كړى دى .
دپېښي سيمه اوس هم دافغان اونړيوالوځواكونوتركلابندى لاندي ده اوخبريالانوته اجازه نه وركوي چې له سيمي څخه تصويرونه واخلي اوياهم عكاسي وكړي .
له چادودنې څخه وروسته په درست كندهاركې دغم اوخفګان څپه خپره سول اوزيات كسان دخپلوكورنيودغړودموندلوپه هڅه كې دي .
تراوسه پوري ددغې چاودنې مسوليت چاپه غاړه ندى اخيستى اونه يې هم دمسوليت ګوته چاته نيول سوې .


د پيښي انځورونه :



























 











Copyright Larawbar 2007-2024