کور / تازه خبرونه / اډوارډ کنيډي مړ سو

اډوارډ کنيډي مړ سو

سناتور اډوارډ کنيډي د امريکا د ډيموکراټ ګوند يو مهم شخصيت د ۷۷ کالو په عمر مړسو .

د رويټر خبري آژانس په حواله سناتور اډوارډ کنيډي چي په تډ کينيډي مشهور وو د ډيموکراټ يو برجسته غړی او د امريکا د پخواني وژل سوي جمهور رئيس جان ايف کينيډي ورور وو څو ساعته مخکي د ۷۷ کلو په عمر د مغزي سرطان د ناروغۍ له کبله مړسو.

د نوموړي کورنۍ په يوې اعلان سوی بيانيې کي ويلي دی چي سناتور اډوارډ کنيډي په وروستيو کلو کي د خبلو دوو مشرانو وړونو د ترور نه وروسته دامريکا ديوې نامتو سیاسي کورنۍ کنټرول په لاس کي وو تيره شپه د ماساوچوسټ په ښار کي سترګي پټي کړې .

تد کنيډي دامريکا د پخواني جمهور رئيس جان ايف کنيډي ورور وو چي په کال ۱۹۶۳ کي ټرور سو . همدا رنګه رابرټ کنيډي چي د امريکا د جمهوري رياست د پاره کانديد وو په کال ۱۹۶۸ کي د انتخاباتي کمپاین په لړ کي و وژل سو.