کور / تازه خبرونه / كندهار : ځوانان د پرون د ټپيانو سره د مرستې لپاره وينه وركوي

كندهار : ځوانان د پرون د ټپيانو سره د مرستې لپاره وينه وركوي

د ميرويس روغتون د وينې بانك مسوولين وايي چې د تېر روژه مات راهيسې په لسګونو كسانو وينه وركړې او لا هم د وينې وركولو پروسه دوام لري.
د ميرويس روغتون د وينې له بانك سره وروسته له هغه د وينې مرسته پيل سوه، چې د تېر ماښام د خونړۍ پېښې لسګونه قربانيان دغه روغتون ته وروړل سول.
د دې روغتون د وينې بانك مسوول ډاكټر اسدالله وايي چې تېر ماښام دوى ته پر يوه وخت تر اويا تنو زيات ټپيان وروړل سول، چې د وينې بانك وينې ورته كفايت نه كاوه.
ډاكټر اسدالله وايي چې د دې اړتيا دپوره كولو په هدف يې له خلكو څخه د وينې راټولو پروسه پيل كړې، چې تر دمګړيه شپېتو تنو وينه وركړې ده.
دميرويس روغتون د وينې بانك مسوول وايي چې د تېرې شپې د پېښې په قربانيانو كې بېوزلي او مسافر ټپيان سته، چې د خلكو د وينې مرستې ته بيړنۍ اړتيا لري.
نوموړى پر خلكو ږغ كوي چې وينه وركړي او له دې لارې د خپلو ټپي هيوادوالو ژوند وژغوري.
د كندهار ښار دوه تنه اوسېدونكي، چې په ميرويس روغتون كې يې وينه وركړې، وايي چې دوى د لوى خداى (ج) د رضا په خاطر لازمه او خپله دنده وبلله، چې خپله وينه وركړي.
دا دوه تنه بااحساسه كسان له نورو ځوانانو هم غوښتنه كوي، چې په دې حساس وخت كې له خپلو ټپي هيوادوالو سره مرسته وكړي او د ميرويس روغتون د وينې بانك ته وينه وركړي.
بلخوا د كندهار د پوهنې رياست چارواكي وايي چې د پوهنې سكټور اړوند درې سوه تنه چمتو دي چې د تېرې شپې د ناروغانو لپاره وينه وركړي.
د پوهنې سرپرست رئيس نجيب الله احمدي، چې خپله يې هم وينه وركړې وه، په ميرويس روغتون كې لراوبرته وويل چې د دوى درې سوه تنه كاركوونكي د خپل وينې وركولو ته چمتو دي.
ښاغلي احمدي وويل چې له دې ډلې څخه سل تنو يې اوس وينه وركړه او پاتې نور به يې تر روژه مات وروسته وينه وركړي.
په كندهار ښار كې د تېرې شپې خونړۍ چاودنې، چې د ښار د دوهمې ناحيې اړوند د سپوږمۍ سالون په سيمه كې د يوه موتر بم په وسيله وسوه، تر سلو تنو زياتو ملكي خلكو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
د پېښې ډېرى قربانيان ښځې او كوچنيان دي.
دا د خپل ډول يوه بې ساري لويه چاودنه وه، چې په لوړه كچه د سر او مال زيان يې اړولى دى.


دبرايي روژه مات د خونړۍ پيښي انځورونه :