اتمر:له وهل سوي خبريال څخه رسمي بخښنه غواړم

حاجی پوپل | اگست 26th, 2009


دكورنيوچارو وزيرحنيف اتمرپه كندهاركې ديوې خبري ناستې پرمهال له خبريالانوڅخه بخښنه وغوښتل اوژمنه يې وكړه چې هرومروبه دهغې پېښي څيړنه كوي چې په ترڅ كې يې د آزادى راديوخبريال دواخان مينه پال وهل سوى دى .
نوموړي هغه مهال دغه بخښنه وغوښتل چې دخبري ناستې دپيلېدپرمهال يې دنورو خبريالانوپوښتنه وكړل .
دكورنيوچارو وزيرته ديوه تن خبريال له لوري ددواخان مينه پال دوهل كېدو اوله هغه څخه دخبريالى دوسايلوداخيستلوپه معلومات وركړل سول .
دكورنيوچارو وزيرپدغه خبري ناسته كې وويل چې (زه په رسمي ډول له وهل سوى خبريال څخه بخښنه غواړم اوله همدې خبري ناستې څخه پرپوليسوباندې ږغ كوم چې دخبريالانودفعاليت مخه ونه نيسي )
نوموړي دكندهارسرپرست امنيه قومندان ميرويس نورزي ته لارښوونه وكړل چې ډيرژردموضوع څيړنه وكړي ،په اړه يې ده ته ډاډ وركړي او دپېښي لامل پوليس مجازات كړي .
دآزادى راديوخبريال دواخان منيه پال پرداسي مهال ووهل سو چې دبرايې ماښام دپېښي په سيمه كې ديوې زيانمنې سوي كورنۍ له غړوسره په خبرو بوخت وو.
نوموړى خبريال دكندهارددوهمې حوزې دپوليسودمشرپه آمرووهل سو اوبيادڅودقيقولپاره په حوزه كې بندي وو.
نن په ټوليزډول باندي امنيتي چارواكو اوپه خاص ډول پوليسوله ټولوخبريالانوسره سپك چلندكاوه اوهيڅ خبريال ته يې اجازه نه وركول چې دپېښي له سيمي څخه ياراپورجوړكړي اوياهم تصويرواخلي .
كه څه هم زياتو كسانودپېښي دتازه معلوماتودغوښتلوطمع لرل خودپوليسوناوړه چلندترډيره دخبريالانودفعاليت مخه نيولې وه .

Copyright Larawbar 2007-2024