کور / خبرتیا او پيغامونه / AHRDO : د لنډو کیسو کانکور او جايزه

AHRDO : د لنډو کیسو کانکور او جايزه

دافغانستان دبشري حقونو او دموکراسي دموسسې خبرتیا :

 دافغانستان دبشري حقونو او دموکراسي موسسه (AHRDO) د (GTZ) په مرسته دبشري حقونو دودې لپاره دبشري حقونو په اړه دلنډو کیسو پروګرام او کانکور دایروي .
له ټولو داستان لیکونکو څخه په ډیر درنښت هیله کیږي چې پخپلو لنډو کیسو سره په دغه پروګرام کې برخه واخلي.
شرایط :
–    کیسه باید لنډه وی.
–    دکیسې موضوع دبشري حقونو په اړه وي.
–    دکیسې محتوا دافغاني ټولنې دواقعیتونو بیانوونکې وي
–    دکیسو را استولو وروستۍ نیټه د۱۳۸۸ کال دوږي ۱۷ نیټه

ددفتر پته: دڅلورمې کارتې تمځای، د حوزه خاتم النبین او پولیسو د دریمې امنیتي حوزې ترمنځ، دافغانستان دبشري حقونو او دموکراسي موسسه
برښنالیک پته: ahrdoafghanistan@yahoo.com

دزیاتو معلوماتو لپاره په لاندې شمیرو اړیکې ټینګې کړﺉ:

0777315029- ا ویا 0787712383

یادونه: دلنډو کیسو له راټولولو او دیوه هیات له خوا له څیړنې وروسته، دوو غوره کیسو ته نغدي جایزې هم ورکول کیږي.