کور / تازه خبرونه / هالنډ: د افغان کرکېټ ملي لوبډلې په درناوي غونډه وشوه

هالنډ: د افغان کرکېټ ملي لوبډلې په درناوي غونډه وشوه

دا غونډه چې په هالنډ کې د ولسپالو افغانانو په نوښت جوړه شوې وه له جرمني څخه هم یو شمېر افغانانو پکښي ګډون کړئ و .


یاده غونډه د اګسټ په نهه ویشتمه نیټه د هالنډ پر وخت د ماځیګر شپږ بجې پیل او د شپې تر ناوخته یې دوام درلود.


غونډه د قرانکریم په تلاوت او ملي سرود پیل شوه، ورپسې د کرکټ په اړه تر لنډو خبرو وروسته افغان اتلان د غونډې ګډونکوونکو ته يو په يو ورپېژندل سول چي د ګډونوالو لخوا په تودو احساساتو بدرګه کیدل.


تر روژه ماتي وروسته اروپا میشتو افغانانو د خپلو اتلانو سره یو ځای په تفریحي پروګرامونو کې برخه واخیسته.


ددې غونډې تفصیلي رپوټ، ويډو کلپونه، او په سلګونو انځورونه به ډېر ژر له لراوبر څخه خپاره شي.


تمه ده چې په ننۍ لوبه کښې به د هالنډ او شاوخوا هېوادونو زیات شمېر اروپا ميشتي افغانان برخه واخلي.


د یادونې وړ ده چې افغان کرکټ ملي لوبډلې له هالنډ څخه اولي څلور ورځنۍ سیالۍ ګټلې وې.


نن د اګست د میاشتې ۳۰مه نېټه د افغانستان او هالنډ تر منځ د کرکټ سیالي د امستلفین په Nieuwe_Kalfesweg23کي ترسره کېدونکې ده چې له لر اوبر څخه یې په ژوندۍ بڼه هم څارلئ شئ !


ژوندی حال : Larawbar.NET/live