دافغان غږ راډيو په تالار کې تعزيتي غونډه وشوه

د لراوبر اداره | اگست 30th, 2009


لکه څنګه چې ګران هېوادوال خبر دي چې دتېرې اونۍ په ترڅ کې دکندهارپه لرغوني تاريخي ښارکې يوه لويه تروريستي پېښه رامنځ ته شوه، چې له امله يې يوګڼ شمېر بې وزله اوبې دفاع هېوادوال شهيدان او ټپيان شول او په همدې ډول دتېرې اونۍ په اوږدو کې زموږ يو ځوان ليکوال او ژورناليسټ جان الله هاشمزاده په لره پښتونخوا کې دناڅرګندو ټوپکوالو له خوا په ظالمانه ډول په شهادت ورسول شو٠

په اوسلو کې دافغان غږ راډيوکارکوونکيود شهيدهاشمزاده اوهمداډول،دکندهاردمظلوموشهيدانودکورنيوسره دخواخوږۍ اوشهيدانوته د دعاپه منظور دقران العظيم الشان ختم وکړ٠

له دعايې وروسته ټولوګډونوالودبې دفاع او ولسي وګړو وژنه وغندله او پردولت اومخاليفينو يې غږ وکړچې په ګانده کې بيا ولسي وګړي دخپلونظامي اوسياسي ګټوهدف او بلهاريان نه کړي٠

Copyright Larawbar 2007-2024