کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

د کابل چاپ ورځپاڼو د نننیو ګڼو زیاتره مطالب بیا هم په افغانستان کې شویو انتخاباتو او په هغو کې د درغلیو په اړه پورته شویو نارو او سوریو ته ځانګړې شویدي.

په کابل کې زمونږ همکار حمید مهمند دا ورځپاڼې لوستي او په لاندني مطلب کې يې رانغاړلي دي.

ویسا:

دې خپلواکې ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د پاریس په جوړیدونکې غونډې تبصره کړې او لیکلي دي، چې لویدیځ هڅه کوي له دې لارې د افغانستان د انتخاباتو نتایج د خپلې خوښې لور ته واړوي او د افغانانو خوښه او اراده تر پوښو لاندې کړي.

ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په یو جلا مطلب کې لیکلي دي، چې د انتخاباتو خپلواک کمسیون د انتخاباتو په بهیر کې د امریکا د لاس وهنې د پاې ته رسولو غوښتنه وکړه.

ورځپاڼې ددغه کمسیون د دارالانشاء د رئیس په حواله لیکلي دي، چې د انتخاباتو لپاره یوازې د خلکو رای ټاکونکې دي د امریکا د ځانګړي استازي څرګندونې نه.

ورځپاڼې په افغانستان کې د روان جنګ په اړه د برتانیې د ډیلي ټلیګراف ورځپاڼې یوه څیړنه خپره کړې او ددغه هیواد د صدراعظم ګورډن براوون په حواله يې لیکلي دي، چې دوی په افغانستان کې هم اصلي هدف او هم عمومي ملاتړ، چې د جنګ د ګټلو لپاره لازمي دي له لاسه ورکړیدي.

هیواد:

دې دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په انتخاباتو کې د درغلیو په اړه پورته شویو غوغاو ترشا له ټولو ښکیلو اړخونو نه غوښتي دي، چې د خلکو په رایو د ملنډو وهل پاې ته ورسوي او د انتخاباتو پایلو ته، چې د خلکو د ارادې ښکاندوې دي غاړه کیږدي.

ورځپاڼې په یو بل مطلب کې هم د انتخاباتو په وړاندې د ځینو کړیو دریځ ناسم او د هیواد د ملي ګټو په خلاف بللې دې.

ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې په هرات کې د ایراني وسلو او مهماتو نیولو ته په اشارې، چې د وسلوالو مخالفینو لپاره استول شوي وو لیکلي دي، چې دا په افغانستان کې د ګاونډیو هیوادونو د لاس وهنې یوه څرګنده بیلګه ده.

افغانستان ټایمز:

دې انګلسي ژبې خپلواکې ورځپاڼې هم په پاریس کې د افغانستان د انتخاباتو په اړه جوړیدونکې غونډې ته په اشارې لیکلي دي، چې له هیواده بهر دداسې غونډو جوړول د انتخاباتو په اعتبار ناوړه اغیزه وکړي.

ورځپاڼې په دوام کې دا خبردارې هم ورکړې دې، چې دا ډول اقدامات د انتخاباتو د شفافیت او همداراز د انتخاباتو د خپلواک کمسیون په اړه د خلکو باور له منځه وړي.

ورځپاڼې پخپل ننني کارټون کې په افغانستان کې کیدونکو ټلویزیوني خپرونې انځور کړي او پکې دا ښودل شوې، چې په ټلویزیونونو کې د فلمونو او ډرامو پرته بل څه نشته.

اصلاح او انیس:

دې دولتي ورځپاڼو هم په بیلابیلو مطالبو کې د افغانستان او سیمې روان حالات راخستي دي.

انیس پخپله سرمقاله کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځې ته په اشارې لیکلي دي، چې په هیواد کې میشت قومونه ګډ برخه لیک لري.

خو اصلاح بیا په انتخاباتو کې د بهرنیو لاس وهنې د بندیدو او د خلکو رایو ته د درناوي غوښتنه کړې ده.

هشت صبح:

دې نا دولتي ورځپاڼې هم په یو مطلب کې د افغانستان د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د درغلیو په اړه د لویدیځ غوغاو ته اشاره کړې او پدې ترڅ کې د کرزي او عبداله ترمنځ د یو ائیتلافي حکومت د جوړیدو په امکان تبصره کړې.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د پاریس په غونډې تبصره کړې، چې پکې په افغانستان کې په انتخاباتو کې شوي درغلۍ څیړل کیږي خو لیکلي دي، چې افغانان دا باور نلري دا غونډه به داسې څه وکړاې شي.

ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې په ننګرهار کې د خبریالانو د یو لاریون خبر هم ورکړې او لیکلي دي، چې دوی د جان اله هاشمزاده د وژونکو د محاکمې غوښتنه وکړه.