کور / تازه خبرونه / حميدي:كندهاركې نړيدلي كورونه ۷،۳۳ مليونه افغانۍ لګښت غواړي

حميدي:كندهاركې نړيدلي كورونه ۷،۳۳ مليونه افغانۍ لګښت غواړي

دكندهارښاروال ديوې غونډې پرمهال اعلان وكړچې د کندهار د خونړۍ چاودنې له کبله يو سلو پنځوس داستوګنې کورونه زيانمن سوي، چې له دې جملې څخه پنځلس يې په بشپړه توګه ويجاړ سوي دي.
په دې خونړۍ چاودنه كې، چې د روژې مياشتې پر څلورمه تر روژه مات يوازې څو دقيقې وروسته وشوه، دري څلوېښت ملكي وګړي ووژل او اويا نور يې ټپيان كړل.
د پېښې ډېرى قربانيان ښځې او ماشومان وو.
كندهار ښاروال غلام حيدر حميدي، چې نن يې د ولايتي چارواكو او مرستندويه ارګانونو د مسوولينو غونډې ته راپور وړاندې كاوه، وويل چې دغې چاودنې درانه زيانونه اړولي دي.
ښاغلي حميدي وويل چې د دوى د سروې له مخې، چاودنې پنځلس كورونه په بشپړه توګه ويجاړ كړي او يو سلو څلوېښت نور يې زيانمن كړي دي.
هغه زياته كړه چې د دوى سروې وښودله چې له دغو كورونو څخه اتيا يې بيړنې رغونې ته اړتيا لري، چې ۷،۳۳ مليونه افغانۍ لګښت غواړي.
تر اوسه يوازې ولسمشر كرزي له دغو زيانمنو شوو كورنيو سره د پنځه لكه افغانيو مرستې اعلان كړى او د چارواكو په وينا، د كندهار ولايتي بيارغونې ډلې چمتووالى ښودلى، چې د دې پېښې له زيانمنو شوو سره د لوژستيكي او سونګ توكو بېړنۍ مرستې وكړي.
كندهار ښاروال د زيانمنو سويو كورنيو ډېرى يې د مرستو مستحقې وبللې او پر مرسته كوونكو يې ږغ وكړ چې د مرستې لاس وروغځوي.
د كندهار وروستۍ چاودنه د خپل ډول تر ټولو لويه او دروند زيان رسوونكې چاودنه وه، چې د كندهار په تاريخ كې يې سارى نه و، تر سترګو سوى.