په نیږدی راتلونکی کی به دملی اردو او پولیسو په لسګونه تنه سرتیرې په لویدیځې حوزی کی د پراشوټ اچونی په برخی کې د آمریکایی ځواکونو له خوا تربیه شی.
دهرات دوالی ویاند وای 🙁 دغه موضوع د آمریکا دیو لوړپوړې قومندان له خوا دهرات د والی سره په یو ناسته کی مطرح شو.
دغه افغان سرتیری به پس له یوې روزنیزی دوری وروسته به په لویدځی حوزې کی د نورو افغان سرتیرو دروزنې چارې به پر غاړه واخلې.
داسې بریښی چی دافغان ملی اردو او پولیسو روزنه د آمریکا دنوی تګ لارې یو برخه ده چی غواړی په افغانستان کی ثبات او امن مینځ ته راوړی.
دتروریزم او د ډاراچونی سره د آمریکې جګړه په داسی حال کې و اتم کال ته ور ننوځې چی هر ورځ د ځانمرګو، تخریبی او دسرک دغاری دماین دایښودلو پیښی زیاتیږی.
په داسی حساس وضعیت کی آمریکا یو نوی کړن لاره او تګ لاره یی په افغانستان کی دجګری دپرمختګ لپاره پر لاس نیولی ده .
دغه تګلاره دافغان ځانګړو پوځونو روزنه ده څو دترهګرو او ددولت ضد مخالفینو سره دهیواد په لیرو پروتو سیمو کی دجګری لپاره ستانه شې .
په هم دې حال کی دهرات ولایت چارواکې وای چی یو آمریکایی لوړ رتبه قومندان تیره ورځ و دی ولایت ته په یو سفر کی ویلی، چی دوی هوډ لری څو په لویدیځ زون کی امنیتی سرتیری او افسران وروزې .
جنرال کارنل هاف دافغان دسرتیرو د تعلیم او روزنی په برخه کی یو آمریکایی قومندان دی چې تیر ورځ دهرات ولایت د والی سره یی خبری او کتنه یی کړی ده.
دهرات دوالی ویاند نقیب آروین وای: ( جنرال هاف په دغه کتنه کی ویلی چی دوی به ۱۰۰ تنه دافغانستان دملی اردو او پولیسو افسران به د پراشوټ اچونې په برخه کی وروزی.)
آروین زیاتوی چی دغه افسران به پس له روزنی ور افسرانو ته به دپراشوټ اچونی په برخه کی روزنه ورکړی.
دا په داسی حال کی ده چی په هیواد کی د امريکايي او نړيوالو ځواکونو مشر جنرال سټېنلي مک کريسټل په افغانستان کی اوسنی وضعيت خطرناک بللی دی او په امريکايي تګلاره کې يې د بدلون راوستو غوښتنه کړې ده .
داس بریښی چی دا دنوی تګ لاری لمړی ګام په افغانستان کی دی .
د رسمي شمېرو له مخې دا مهال په افغانستان کې ٥٦ زره امريکايي او ٣٣ زره بهرني پوځيان مېشت دي، چې د روان کال تر پايه به يې دغه شمېر نور هم زيات شي .