کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

په کابل کې خبریدونکو ورځپاڼو نن هم تر ډیذره خپل مطالب د افغانستان انتخاباتو، امنیت او د کندز بیښې ته ځانګړې کړیدي.

په کابل کې زمونږ همکار حمید مهمند دا ورځپاڼې لوستي او مهم مسایل يې په لاندني مطلب کې رانغاړلي دي.

اراده:

دې خپلواکې ورځپاڼې په افغانستان کې د روان جنګ په اړه د امریکا ددفاع د وزیر او د لوی درستیز په څرګندونو تبصره کړې او د هغوی په حواله يې لیکلي دي، چې د افغانستان د پریښودلو وخت لا ندې رارسیدلې.

ورځپاڼې په دوام کې د رابرټ ګیټس په حواله لیکلي دي، چې په راتلونکو څو میاشتو کې باید دا وښودلې شي، چې د اوباما ستراتیژۍ بریالۍ ده.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د کندز په پیښې تبصره کړې او لیکلي دي، چې دا هغه ناورین وو، چې د ناټو او طالب ځواکونو لخوا رامنځ ته شو او پکې په لسګونو بې ګناه خلک ووژل شول.

ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په یو جلا مطلب کې دا خبر ورکړې، چې امریکا د پاکستان په خاوره کې د اسرائیلو لپاره اډه جوړوي او دا مسئله کولې شي اسرائیلو ته دا موقع په لاس کې ورکړې، چې د ایران په اټومي تاسیساتو حمله وکړي.

هیواد:

دې دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د افغانستان د روانې وضعې په اړه د نړیوالې ټولنې وارخطايي حیړلې او لیکلي دي، چې د افغانستان وضعه دومره هم خرابه نده، چې وسلوال مخالفین دې د ځان په ګټه کوم ستراتیژیک بدلون راوستلې شي.

ورځپاڼې په دوام کې نړیوالې ټولنې ته دا سپارښتنه کړې، چې د وارخطايي پر ځاې دې د افغانستان او سیمې له حالاتو سره برابره یوه ستراتیژی تر لاس لاندې ونیسي او د افغان دولت غوښتنو ته دې غاړه کیږدي.

ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په یو مطلب کې لیکلي دي، چې ولسمشر کرزی د کندز پر بیښې خورا خواشینې شوې او پدې اړه يې د جدي تحقیقاتو امر کړې دې.

ویسا:

دې خپلواکې ورځپاڼې هم د امریکا ددفاع د وزیر څرګندونې راخستي او د هغه په حواله يې لیکلي دي، چې دا تصور ناسم دې، چې د افغانستان حالات د امریکا له کنټرول څخه د وتلو په حال کې، بلکه دوی د ستراتیژۍ د پیلولو په پړاو کې دي.

ورخپاڼې د خپل لومړي مخ په یو جلا مطلب کې د اروپايي ټولنې دا اعتراف راخستې، چې په افغانستان کې د روان جنګ د نه بریالیتوب لپاره لویدیځ ګرم دې.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په افغانستان کې د شویو انتخاباتو په اړه د لویدیځو رسنیو رپورټونو او همداراز له ولسمشر کرزي سره ددوی اختلافاتو ته په اشارې لیکلي دي، چې نړیواله ټولنه په افغانستان کې د اصولو پر ځاې پر کسانو حساب کوي.

اصلاح او انیس:

دې دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې روان حالات راخستي او بیلابیل مطالب یې پرې خپاره کړیدي.

انیس پخپله سرمقاله کې د افغانستان په انتخاباتو کې د درغلیو په اړه پورته شویو شکایتونو ته په اشارې لیکلي دي، چې ځینې دریځونه پخپله د درغلیو یو ډول دې.

خو اصلاح بیا لیکلي دي، چې په افغانستان کې د کوکنارو د کښت د مخنیوي تر ټولو غوره لار بدیل کښت او له بزګرانو سره مرسته ده.

ملي ارمان:

دې نا دولتي ورځپاڼې بیا د امریکا ددفاع د وزیر او لوې درستیز په حواله په یو مطلب کې لیکلي دي، چې د افغانستان وضعه بیړني اقدامات غواړي.

ورځپاڼې په دوام کې ددوی دا وینا هم راخستې، چې په افغانستان کې اوبما ستراتیژۍ بریالۍ ده او امریکايي ځواکونه به د ترورستي ډلو د ځپلو لپاره په افغانستان کې پاتې شي.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د انتخاباتو په نتایجو بحث کړې او د رایو د اتو څلویښتو فیصدو نتایجو اعلان ته يې په اشارې لیکلي دي، چې په هیواد کې له اوولسو میلیونو راې ورکوونکو څخه یوازې شپږو میلیونو کسانو خپلې راې ورکړیدي.

راه نجات:

دې نا دولتي ورځپاڼې بیا په یو مطلب کې د انتخاباتو د وروستیو نتایجو په اعلان کې د څو اونیو د ممکنه ځنډ خبر ورکړې او لیکلي دي، چې پدې موده کې به هغه په زرګونو شکایتونه وڅیړلې شي، چې د انتخاباتو د بهیر په اړه شویدي.

ورځپاڼې په دوام کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي کا ایده په حواله دا هم لیکلي دي، چې ټول اړخونه باید د افغانستان د انتخاباتو درناوې وکړي.

ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د انټي وار موسیسې د یوې څیړنې له مخې لیکلي دي، چې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت تر ټولو غوره لار له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل دي.