کور / هراړخیز / دښځو ازادي، او د ټولنې په جوړښت کې دهغې اغیز (۲۳ او اخري برخه )

دښځو ازادي، او د ټولنې په جوړښت کې دهغې اغیز (۲۳ او اخري برخه )

په جنګ کې د ښځو ګډون  :

تاسې د حجاب په هکله سختي و لیدله ، اوس و ګورئ چې په هغې کي نرمي تر کومه ځایه او د کومو اړتیاو په خاطر کیږي .

مسلمانان په جنګ کې اخته کیږی ، دعام مصیبت او غم وخت وي ، وخت غوښتنه کوی چې ولس خپل ټول توان په ټولنیزه دفاع کې صرف کړي . په دغسې حالاتو کې اسلام د ولس لوڼو ته اجازه ورکړي چې هغوې دې په جنګی خدماتو کې ونډه واخلي خو ددې تر څنګ دا حقیقت هم دهغوې تر مخه دې چې ښځه د مور جوړیدلو له پاره جوړه شوې د سرغوڅولواو ویني تویولو له پاره نه ده جوړه شوې . دهغې په لاس کې توره او ټوپک ورکو ل د هغوې د فطرت د مسخ کولو او له منځه وړلو په معنا دي. په دې خاطر هغه ښځو ته د خپل ځان ددفاع په خاطر د توري او ټوپک د پورته کولو اجازه ورکوي اما په عمومي توګه په عسکري خدمت کې دښځو را ښکیلول د هغې د پالیسو نه بهر دي ، هغه په جنګ کې د ښځو څخه د غسې خدمت اخستل غواړی چې هغوې دې د زخمیانو په زخمونو ملهم کیږدي . تږو خلکو ته اوبه ور ورسوي ، د عسکرو له پاره خوراک تیار کړي او د مجاهیدنو تر شا د کمپونو ساتنه وکړي ، ددې کارونو دتر سره کولو له پاره د پردې حدود ډیر راکم کړل شوي دي بلکه ددغه خدماتو تر سره کولو له پاره د لږې اصلاح سره یې هماغه لباس اغوستل شرعا روا دي چې نن ورځ یې عیسایي تبلیغي ښځې اغوندي .

د ټولو احادیثو څخه ثابته ده چې په جنګ کې به پاکي بیبیانې او نورې مسلمانې ښځې د محمد صلی الله علیه وسلم سره یو ځاې تللې او مجاهدینو ته به یې اوبه ور رسولې او د زخمیانو په زخمونو به یې ملهم پټۍ ایښودې او همدغه طریقه د حجاب د احکامو د نازلیدو وروسته هم روانه وه .

په ترمذي کې راغلي دي چې ام سلیم او دا نصارو نورې ښځې به ډیر وخت د نبي کریم صلی الله علیه وسلم سره یو ځاې غزاواتو ته تللې «بخاري باب حمل الرجل المراة فی الغزو»

همدا راز په بخاري کې راغلي چې یوې ښځې نبي کریم صلی الله علیه و سلم ته عرض وکړ چې ماته دعا وکړه چې زه د بحري غازیانو سره یو ځاې شم هغه ورته وفرمایل [ اللهم اجعلها منهم «بخاري »] د احد د غزا په وخت کې چې د اسلام لښکر د ماتې سره مخامخ شو نو سیدې عایشې ا و سیدې ام سلیم دواړو به په خپلو ملاګانو مشکونه راوړل او جنګیالیو غازانو ته به یې اوبه ورکولې ، سید انس رضی الله عنه وایې چې په دغه وخت کې ما دغه دواړه بیبیانې و کتلې چې پایڅې به یې را پورته کړې وې او په ځغاسته به یې تګ راتګ کاوه او دهغوې دپنډیو لاندې برخه به ښکاریده «بخاري باب غزوة النساء و قتالهن مع الرجال »]

د یوې بلې ښځې ام سلیم په اړه امیر المؤمنین عمر رضی الله عنه د نبی کریم صلی الله علیه وسلم دا ونیا را نقل کړې ده [ د احد په جنګ کې ما خپل ښي او چپ اړخ ته او هرې لورې ته چې کتل نو ام سلیم زما څخه د دفاع له پاره په جنګ کې مصروفه په نظر راتلله]

په همدغه جنګ کې ربیع بنت معوذ او دهغې سره ښځینه ډلې د زخمیانو په زخمونو ملهم او پټۍ ایښودلې او زخمیان به یې پورته کول او د مدیني ښار ته به یې رسول « بخاري باب مداوات النساء الجرمي فی العزء»

د حنین په جنګ کې ام سلیمي یو خنجر په لاسکې نیولې و او ګرځیدله نبي کریم صلی الله علیه وسلم ورځیني پوښتنه وکړه چې دا د چا له پاره ؟ هغې ورته وویل چې که چیرې کوم مشرک ماته را نژدې شي نو دهغې ګیډه به په دې و شکوم. «مسلم باب غزوة النساء مع الرجال »

ام عطیه رضی الله عنها په اوو جنګونو کې ګډون کړې و او دکمپ ساتنه ، اود مجاهدینو له پاره د خوراک څښاک تیارول ، د زخمیانو او ناروغانو خدمت د هغې په غاړه و .« ابن ماجه باب العبید و النساء یشهدون مع المسلمین »

د ابن عباس رضی الله عنه وینا ده چې هغه خویندو به چې دغه ډول خدمات تر سره کول هغوې ته به د غنیمت دمال څخه انعام ورکول کیده .

ددې څخه دا اندازه کیږي چې د اسلامي پردې نو عیت د کوم جاهلي رسم او رواج په څیر نه دې چې د ښیګڼو او اړتیاو له اړخه په کې کمښت یا ډیرښت و نه شي . هلته چې ریښتونې اړتیاوې را مخته کیږي هلته د هغې حدود کمیږی ، نه یوازې څهره او لاس خلاص پریښوول کیږی بلکه ځیني غړې چې په ستر عورت کې داخل دي که د هغې ځیني برخې هم د اړتیاو په وخت کې را بربنډ شې نو کومه ګناه پرې نه شته . خو کله چې اړتیاوې پوره شی نوحجاب دې بیرته په هماغه حدودو کې را ونغاړي چې په عامو حالاتو کې ورته ټاکل شوې.

لکه څنګه چې دغه پرده جاهلي پرده نه ده په دې اساس دهغې تخفیف هم د جاهلي ازادۍ په څیر نه دې. همدا راز د مسلمانو ښځو حال د اروپايي ښځو په څیرهم نه دې چې کله هغوې د جنګ داړتیاو په خاطر دکور نه بیرون را ووتلي نو د جنګ د پاې ته رسیدو وروسته یې خپلو حدودو ته د ورتګ څخه انکار وکړ .


دپاې ټکې:

دا د عدل هغه اساسې او منځنې مقام دې چې نړۍ دخپل پرمختګ ،خوشحالۍ او اخلاقي امن له پاره ورته اړ او ډیره زیاته اړ ده. لکه څرنګه چې مو په لمړیو پاڼو کې بیان کړل چې نړۍ د زرګونو کالو را هیسي په تمدن کې دښځې یعنې د انساني عالم د نیماي برخې د مقام دټاکلو په هکله تیندکونه خوري کله د افراط په لور ځي او کله هم د تفریط په لور . خو ددې دواړو پایلې د هغې له پاره زیانمنې ثابتې شوي . تجربي او مشاهدې په دغه زیان باندې ګواهي ورکوي ، ددغې دواړو انتها و تر مینځ د عدل او وسط ځاې چې د عقل او فطرت عین مطابق او د انساني اړتیاو له پاره بلکل مناسب دي هماغه دي چې اسلام وړاندې کړي . خو افسوس په دې دې چې په موجوده وختونو کې داسې بې شمیره خنډونه را پیدا شوې دي چې دهغې په واسطه خلکو ته د صراط مستقیم پیژندل او دهغې قدر کول ډیر ستونزمن شوي .


ددې خنډونو څخه تر ټولو مهم خنډ دادې چې د اوسنۍ نوې زمانې انسان په عامه توګه د «یرقان یا زیړي» په ناروغۍ اخته شوې او د شرق په فرنګي ډوله خلکو باندې ددغې یرقان ناروغۍ یوه بله خطرناکه حمله کړې چې د یرقان ابیض په نامه یایږي . زه په خپلو دغه سپینو خبرو دخپلو دوستانو او ورونو څخه بښنه غواړم خو هغه څه چې حقیقت دې د هغې په را څرګندولو کې هیڅ ډول مروت باید خنډ و نه ګرځي دا یو واقعي امر دې چې د اسلام هیڅ حکم یا هیڅ مسئله داسې نه شته چې د ثابت شویو علمي څیړنو پر خلاف وي بلکه ډیره سهي خبره داده چې هر هغه څه چې علمي حقیقت دې هماغه پخپله اسلام دې . خو دهغې د کتلو له پاره بې رنګه نظر ته اړتیا ده تر څو هر شې په هغه خپل اصلي رنګ کې و کتل شي . پراخه نظر ته اړتیا ده تر څو د هرشي ټول اړخونه و کتل شي ، پراخه زړه او سلیم فطرت ته اړتیا ده ترڅو حقایق لکه څنګه چې دي په هماغه ډول و منل شي او دخپلو غوښتنو د تابع کولو پر ځاې د نفس غوښتنې دهغې تابع کړل شي .

هلته چې دغه شې نه دې موجود نو هلته که علم موجود هم وي خو بې کاره به وي ، رنګین نظر ونه چې څه ګوري په هماغه رنګ کې به یې ګوري چې پر هغې باندې رنګ کړل شوي وي . محدود نظر د مسایلو او معاملاتو یوازې هماغه څنډ ې کتلاې شي چې د هماغې زاویي تر مخه پرتې دي چې دې یې ترې ګوري ، بیا ددې ټولو ترڅنګ علمي څیړنې په خپلو اصلی حالاتو کې تر ډیرې ژورتیا پورې رسیږی چې په هغې هم د زړه تنګیدل او د فطرت کوږوالې خپل اغیز شیندي . هغه د حقایقو څخه غوښتنه کوي چې د هغې د نفس غوښتنې او دهغې د جذباتو او رجحاناتو په موافق پریوزی او که نه پریوزي نو هغه په هغې حقایقو د پوهیدو سره سره بیا هم هغه له نظره غورزوي او دخپلو غوښتنو تابعداري کوي . ښکاره ده چې کله چې انسان په داسې ناروغتیا ککړ شي نو بیا علم ، تجربه ، مشاهده … هیڅ شې هغه ته لار ښوونه نه شې کولاې . او دداسې ناروغ له پاره دا ناممکنه ده چې هغه دې داسلام کوم حکم په پوره توګه درک کړي ځکه چې اسلام د فطرت دین ، بلکه پخپله فطرت دې ، د غربي نړۍ له پاره اسلام په دې خاطر ستونزمن ګرځیدلې چې هغوې په دغه ناروغۍ ککړ شوې دې ، دهغوی سره چې څومره علم شته هغه ټول « اسلام » دې خو پخپله دهغوې سترګې او نظرونه رنګین دي او بیا همدغه رنګ په یرقان ابیض باندې تبدیل او دشرق د نوي تعلیم یافته ځوانانو په سترګو باندې را خپور شوې او دغه ناروغتیا هغوې هم دعلمي څیړنو څخه د سهي نتایجو د لاسته راوړو او د ژوندانه مسایلو ته د فطرت په نظر د لیدلو څخه بیګانه کړي دي .

د هغوې څخه چې څوک مسلمان دی نو کیداې شي چې هغوې د اسلام په دین ایمان ولري او دهغې په رښتینوالي باندې اعتراف هم و کړي او ددین دجذبې د اتباع څخه هم خالي نه وي .خو هغه غریب به دخپلو سترګو د یرقان سره څه کوي ؟ ځکه هغه څه چې هغه یې په دغې یرقان وهلو سترګو ویني نو د هغې رنګ ورته پخپله د( صبغت الله) «د الله د رنګ» په خلاف ښکاری. بل لامل چې د سهي پوهې په مخ کې خنډ واقع کیږي دادې چې کله هم په عام ډول خلک داسلام په کومه مسئله باندې غور کوي نو په هغه نظام او سیستم باندې په هر اړخیز ډول نظر نه اچوي چې دغه مسئله ورسره اړیکي لري . بلکه د نظام څخه یې په بیلولو او په مجرده توګه تر بحث او څیړنې لاندې راوړي . پایلي یې داکیږي چې هغه مسئله د ټولو حکمتونواو فایدو څخه خالي او تشه په نظر راځې او ډول ډول شکونه ترې را ولاړیږي. د نمونې په توګه د سود په مسئله کې همداسې وشول ، هغه یې د اسلامي «فطرت»د اقتصاد ي اصولو او ګټیز نظام څخه جدا کړ او په دې ترتیب په زرګونو ستونزې په کې په نظر راغلي ان تردې چې ډیرو سترو سترو پوهانو هم د شریعت د مقاصدو او اهدافو په خلاف په هغې کې د ترمیم یا اصلاح کولو اړتیا محسوس کړه ، غلامي او د ښځو په شمیر کې او همدا راز د زوجنیو په حقوقو او داسې نورو ډیرو مسایلو کې د همدغې بنسټیزې غلطۍ اعاده وکړل شوه او د پردې مسئله هم دهمدغې ناروغۍ ښکار و ګرځیده که چیرې تاسې د ټول عمارت د کتلو پر ځاې یوازې یوه ستنه ووینۍ نو طبیعې ده چې تاسې به حیران شئ چې دا دلته ولې ولاړه ده ، تاسې ته به په هغه ځاې کې دهغې دریدل د ټولو حکمتونو څخه خالي په نظر درشي تاسې به هیڅکله هم پوه نه شئ چې انجنیر ددغه عمارت د جوړښت په خاطر په کوم ډول تناسب سره دا په موزون ډول لګولې ده. د هغې په را پرزولو سره به عمارت ته څومره زیان ورسیږي. د پردې مثال هم بلکل همداسې دې کله چې دا ددغه ټولنیز نظام څخه جدا کړل شي چې ددې عمارت د یوې ستنې په څیر د یوې اړتیا او مناسبت په نظر کې نیولو په اساس نصب کړل شوې نو هغه ټول حکمتونه به د سترګو څخه پناه شی چې ددې پورې تړلي اوپه دې خبره به هیڅوک پوه نه شي چې د انساني نوع ددواړو صنفونو تر منځ دغه امتیازې پولې ولې جوړې کړل شوي دي . نو ددغې ستنو د حکمتونو د ښه پوهیدو له پاره دې ته اړتیا ده چې دغه ټول عمارت یو ځل و کتل شي په کوم کې چې دا ستن نصب شوي ده .

اوس د اسلام له اړخه نافذ شوې ریښتونې پرده سمدستي تر مخ ده او هغه ټولنیز نظام هم ستاسې تر مخ دې دکوم د خوندي ساتلو له پاره یې چې د پردې اصول او مقرارت ټاکلي دي .

ددې نظام ټول هغه ارکان هم ستاسې تر مخ دي چې د هغې سره یې د یو خاص توازن دپه نظر کي نیولو په اساس د پردې رکن وریو ځاې کړې دې . هغه ټول ثابت شوي علمي حقایق او څیړنې هم ستاسې تر مخ دي چې پرې ددغه ټول ټولنیز نظام بنستټ ایښودل شوې اوس ددې ټولو د لیدلو وروسته ووایاست ایا په کوم ځاې کې تاسې ته کمزوري اوبې اعتدالي په نظر راځې ؟ کوم ځاې داسې دې چې دکومې خاصې ډلې د نظر پرته یوازې په علمي او عقلي بنسټونو هلته کوم اصلاحي وړاندیز وشي ؟ زه په یقین سره دا وایم چې ځمکه او اسمان چې په کوم عدل ولاړ دي ، د کائناتو په نظام کې چې په کوم ډول هماهنګې او مساوات لیدل کیږي ، د یوې کوچنۍ زر ې د جوړښت او شمسې نظام په بندش کې چې کو م توازن او تناسب تاسې وینئ نو په همدې توګه اعتدال ، برابري او توازن او تناسپب په دغه ټولنیز نظام کې هم موجود دې . افراط و تفریط چې د انسانی کارونو څخه نه جدا کیدونکې کمزورې ده ، دهغه څخه دغه نظام په مکمله توګه پاک دې . په دې کې د اصلاح وړاندیز کول د انسان د توان او عقل نه بیرون دي . انسان د خپل خام عقل د مداخلي په اساس که چیرې په دې کې ډیر کم وړاندې وروسته وکړي نو دهغې د اصلاح پر ځاې به دهغې توازون ګډوډ کړی .

افسوس چې له ماسره داسې وسایل نه شته چې خپلو هغه انسانانو ورونو ته خپل اواز ور ورسوم چې په امریکه ، روسیه ، جاپان او اروپا کې اوسیږي ، هغوې د یوه سهي تمدني نظام د نه لاسته راوړو په اساس خپل ژوند دتباهۍ سره مخ کړې او تر څنګ یې د نړۍ د نورو ولسونو دتباهۍ موجب هم ګرځيدلي . کاشکې چې ما تر هغوې پورې دغه د ژوند اوبه وررسولاې شواې چې هغوې ورته تږي ناست دي که څه هم هغوې دغه تنده نه شي محسوسولاې . بیا هم زمونږ د ګاونډیو هیوادونو ، هندوان ، سکهان ، عیسایان ،پارسیان …زما سره نږدي دي او زیات يې زما په ژبه هم پو هیږي . زه هغو ته بلنه ورکوم چې د مسلمانانو سره دتاریخي او سیاسې دښمنیو او نښتو په اساس چې کوم تعصب دهغوې په زړنو کې کې د اسلام پر خلاف پیدا شوې دهغې څخه خپل زړونه پاک کړئ او دحق د موندونکو په څیر داسلام دغه َټولنیز نظام ووینئ چې مونږ پرته د زیادت او کمښت څخه په دغه کتاب کې بیان کړې دې اوبیا د غربي ټولنیز نظام سره دهغې موازنه وکړئ د کوم له پاره چې هغوې ډیرې زیاتې منډ ې ترړې وهي او په اخر کې زما یا د بل چا په خاطر نه بلکه پخپله دخپلې ګټې له پاره پریکړه وکړئ چې د هغوې ریښتونې برې او سوبه په څه کې ده ؟

ددې وروسته زه د عامو وګړو په لور مخ را ګرځوم او څو ټکي خپلو هغو بې لارې شوو ورونو ته وړاندې کوم چې دمسلمانانوپه نوم یادیږي .

زمونږ یو شمیر نوي تعلیم یافته ورونه پورته یاده شوې خبره مني خو وایې چې د اسلام په قوانینو کې د وخت او حالاو په نسبت سره د نرمښت او سختۍ ډیر ځاې شته چې دهغې څخه تاسې پخپله هم انکار نه شئ کولې نو زمونږ غوښتنه یوازې همدومره ده چې د همغې ځاې څخه ګټه پورته کړائ شئ اوڅرنګه چې د اوسنۍ زمانې حالات د پردې په هکله د نرمښت غوښتنه کوی نو دې ته اړتیاده چې مسلمانې نجوني مکاتبو او لیسو ته ولاړې شي اولوړې زده کړې وکړي ، داسې روزنه تر لاسه کړي چې په کې ورته د هیواد دتمدني ، اقتصادي ، ټولنیزو او سیاسي مسایلو د حل په لارو کې پوهه ورپه بر خه شي . او له دې پرته به مسلمانان د ژوند به ځغاسته کې د ګاونډیو څخه وروسته پاته شي او دا اندیښنه راپیدا کیږي چې مسلمانان به ډیر زیات زیانمن شي . همدا راز د هیواد په سیاسی ژوند کې چې ښځو ته کوم حقوق ورکړل کیږی که چیرې په مسلمانو ښځو کې د هغې حقوقو څخه دګټې پورته کول صلاحیت پیدا نه شي او یا دپردې د بندیزنو له امله هغوې دهغې څخه ګټه پورته نه کړاې شي نو دهیواد په سیاسي تله کې به د مسلمانانو وزن ډیر کم پاته شي .

وګورئ ! د اسلامي نړۍ پر مختللې هیوادونه لکه ترکیه ، ایران هم د زمانې د حالاتو د په نظر کې نیولو سره د اسلامي حجاب به بندیزونو کې ډیره نرمي کړې ده.[….دا لفظ یوازې د بحث له پاره استعمال شوې او که نه هلته تخفیف یا نرمي نه بلکه مسخ شوې ده ] او یوازې په څو کالو کې یې له دې څخه ډیرې ګټی تر لاسه کړي دي. که چیرې مونږ هم دهغوې په قدم قدم کیږدو نو اخر په دې کې به څه بدي وي ؟

څومره خطرات چې دلته بیان شوې دې مونږ دا ټول لکه څنګه چې دې همغسې منو ، بلکه که دخطراتوپه لست کې ددې لس هومره نور هم ورزیات کړل شی بیا هم په کې څه بدوالې نه لیدل کیږی .په هر حال ددغه ډول کوم خطر په اساس د اسلام په قانون کې ترمیم یا تخفیف کول روا نه دی په اصل کې ددغې ټولو خطراتو نوعیت دادې چې د نمونې په توګه تاسې قصدا دخپل حماقت او یا ناپوهۍ په واسطه او یا دخپلې کمزورۍ د محبوریت له مخې په بیهوده، چټل او مضر چاپیریال کې ژوند کوئ او هلته د صحت د ساتنې د اصولو په اساس تاسې ته ژوند کول نه یوازې ستونزمن دي بلکه د چټلو خلکو په کلي کې د اوسیدو په اساس تاسې ته د ګندګۍ او چټلۍ دخپلولو څخه پرته ژوند کول ستونزمن دي . په دغسې حالاتو کې په ډاګه ده چې د صحت د ساتنې په اصلوو کې د ترمیم یا تخفیف پوښته هم نه راولاړیږي که چیرې دغه اصول سهي ګڼئ نو په تاسې فر ض دي چې دخپل چايریال سره مبارزه وکړئ ،پاک او اصلح یې کړئ خو که د مبارزې جرئت او همت نه لرئ او دخپلې کمزورتیا په اساس دخپل چابیریال تر اغیز لانې مغلوب شوئ ، نو بیا راشئ او ولاړ شئ او کومې چټلیاوې چې وینئ ځان په کې ښّه ککړ کړئ .

اخر ولي ستاسو په خاطر د صحت او روغتیا په قوانینو کې ترمیم او اصلاح وشي ؟ او که چیرې په ریښتیا سره تاسې هغه قوانین غلط ګڼئ او دهغې غلاظت او چټلیتا سره ستاسې طبیعت بلد شوې دې نو بیا تاسې دخپل ځا ن له پاره څنګه مو چې خوښه وي قانون جوړ کړئ ، د پاکۍ او طهارت په قوانینو کې د هغې خلکو د غوښتنو له پاره هیڅ ځاې نه شته چې د چټلتیا له پاره میلان ولري . په دې کې هیڅ شک نه شته چې د هر بل قانون په څیر اسلامي قانون هم په دې خبره ټینګار کوي چې د سختۍ او نرمښت په هکله د پریکړې کولو له پاره حالات په هماغه نظر او هماغه روح سره وکتل شي چې د اسلام نظر او د اسلام روح دې . د یوه مختلف لید څخه دحالاتو کتل او بیا په هغه کې د تخفیف د قینچي په استمال سره د هغې په قانوني موادو حمله کول د تخیف په تعریف کې نه راځې بلکه داښکاره او صریح تحریف دې . کومو حالاتو ته چې د غیر اسلامي افکارو له اړخه لیدل کیږي او بیا په اسلامي قانون کې د تخفیف غوښتنه کیږي خو که د اسلامي فکر له اړخه ولیدل شي نو دا پریکړه به وکړل شي چې په دغه حالاتو کې د تخفیف یا نرمښت نه بلکه شدت او سختوالي ته اړتیاده . نرمښت یوازې هغه وخت کیدلاې شی چې د قانون اهداف د نورو لارو څخه نه تر سره کیږي . بلکه نور ټول قوانین دهغې د له منځه وړلو له پاره کار کوي او دهغې مقاصدو د تر لاسه کولو ټول مدار یوازې په تحفظاتو ولاړ وې نو په داسې وخت کې یوازې هغه څوک د تخفیف یا نرمښت خیا ل کولاې شی چې د قانون د روح څخه بلکل نا خبره وی .

په مخکینیو پاڼو کې مونږ په پوره تفصیل سره بیان کړل چې د اسلامي ټولنیزو قوانینو هدف د ازدواج د ظوابطو ساتنه ، د جنسي انتشار مخنیوي او د غیر معتدلو شهواني تحریکاتو له منځه وړل دې. ددې مقصد په خاطر شارع درې تدبیرونه ښوولې دې .

لمړۍ د اخلاقو اصلاح:

دویم تعزیرې یا جزایي قوانین :

دریم انسدادی یا د مخنیوی تدبیرونه (ستر و حجاب).

دا په حقیقت کې درې ستنې دي چې دغه عمارت پرې درول شوېدې او دهغې په ټینګښت کې د عمارت ټینګښت او ځواک نغښتې دې او دهغې د منځه وړل او نړیدل د ټول عمارت د را پرزیدو سبب ګرځي. راځئ چې اوس د خپل هیواد(هندوستان) په موجوده حالاتو باندې نظر وکړو او ووینو چې ددغې درې واړو ستنو حال دلته څه ډول دې ؟

تر هرڅه لمړۍ خپل اخلاقي چاپیریال ته نظر واچوئ تاسې په هغه هیواد کې اوسئ چې اویا سلمه نفوس یې ستاسې د پخوانیو او اوسنیو لنډپالیو او کمزورتیاو په اساس تر اوسه پورې غیر مسلمان دي . او یو غیر مسلمان قوم پرې حکمراني کوي او یوغیر اسلامي تهذیب پرې د سیلۍ او توپان په څیر را خپور شوې دې . غیر اسلامي اخلاق او د غیر اسلامي تهذیب تخیلات د ساري ناروغیو په توګه ټوله فضا په خپله غیږ کې نیولې او هوا یې زهرجنه کړی ده او دهرې لورې یې تاسې راګیر کړي یاست ، د فحش او بې حیایې دکوموخبرو تخیل چې څوکاله وړاندې یې ستاسې ویښتان را نیغول اوس دومره عام شوې دې چې تاسې یې ورځني کارونه ګڼئ . ستاسې کوچنیان په ورځنې اخبارونو ،مجلو او اعلانونو کې فحش عکسونه هره ورځ ویني او د بې حیایې سره عادي کیږی . ستاسې بوډاګان ، ځوانان او کوچنیان ټول سینماو ته ځي چیرته چې د بې حیایي ، لوڅوالي ، بربنډتوب او شهواني محبت څخه پرته نور څه زیات په زړه پورې نه شته . پلار او زوې ، ورور او خور میندې او لوڼي یو د بل په اړخ کې کیني او په ډاګه د مُچولو ا و غاړې غړۍ کیدو ،او داختلاط او لوبو صحني ویني او هیڅ شرم پرې نه محسوسوي . اخري درجه هیجان بارونکې او چټلې سندرې په کور کور او دکان دکان کې اوریدل کیږی او د هیچا غوږ ددغسې اوازونو د اوریدو څخه خوندې نه دې. د هندې او فرنګي ټولنو د لوړو طبقو ښځې په نیم لوڅو کالیو کې ګرځي را ګرځي او سترګې ددغه ډول کالیو سره اوس دومره عادي شوې چې هیڅوک په کې دبې حیایې احساس هم نه کوي . داخلاقو هغه تصور او نمونې چې د غربي ښوونې او روزنې سره یو ځاې خپریږي د هغې په اساس نکاح یو له منځه تللې زوړ او فرسوده رواج ، زنا یوه تفریح، د نرو اوښځو تر منځ اختلاط نه یواځې د نیوکې وړ نه بلکه یو ستایل شوې کار، طلاق یوه لوبه ، ازدواجي فرائض یو نه زغمیدونکې تړون ، توالد او تناسل یو حماقت او بې عقلي ، د میړه اطاعت یو ډول غلامي ، ښځه کیدل یو مصیبت او معشوق کیدل یو خیالي جنت ګنل کیږي .

بیا په خپل ولس باندې دهمدې چاپیریال اغیز ووینئ چې څومره دئ ؟ ایا ستاسې په ټولنه کې اوس د سترګو ټیټوالې «غض بصر» چیرې هم شته؟ ایا په لکونو انسانانو کې داسې انسان پیدا کیږي چې د پردیو ښځو د ښایست د لیدلو څخه دخپلو سترګو دښکته کولو پروا وکړي ؟ ایا په ډانګ پییلې توګه د سترګو اوژبې زنا نه کیږي ؟ ایا ستاسې ښځې هم د تبرج الجاهلیه او د زینت څرګندونې او دښکلا د ښوونې څخه ځان ژغوری ؟ ایا نن ستاسې په کورنو کې هم هماغه ډول لباس نه اغوستل کیږي د کوم په اړه چې سیدنا رسول الله صلي الله علیه وسلم فرمیلې چې :

[نساء کاسیات عاریات حمیلات مائلات ؟]

ایا تاسې خپلې خویندې، لوڼی او میندې په هماغه لباس کې نه وینئ چې یوه مسلمانه ښځه یې د میړه پرته د بل چا په مخ کې نه شی اغوستلې ؟ ایا ستاسې په ټولنه کې د فحش داستانونه او دمحبت چټلې پیښې پرته له کومې ستونزې نه اوریدل او نه ویل کیږی ؟

ایا ستاسې په غونډو کې دخپلې بد فعلۍ په بیانولو څوک هم څه شرم محسوسوي؟

نو که حال همدا وی نو ووایاست چې د اخلاقو د پاکوالي هغه لمړنۍ تر ټولو کلکه ستنه کله باقي پاته کیږی په کومه چې د اسلامي ټولني عمارت جوړ شوې و ؟

اسلامي غیرت تردې حده پورې له منځه تللې چې مسلمانې ښځې یوازې د مسلمانانو نه بلکه د کافرو په ناروا تصرف کې هم ورغلې دې یوازې د انګریزانو په حکومت کې نه بلکه په اسلامې ریاستونه کې هم دغه ډول پیښې په ښکاره توګه کیږي. مسلمانان دغه پیښې ویني خو وینه یې په جوش نه راځي ، داسې بې غیرته مسلمانان هم شته چې خپلې خویندې یې د غیر مسلمانو په تصرف کې دې او هغوې په فخر سره دا وایې چې زه د هغه فلانکي کافر خپلوان او اوښې یم [ دا پیښه د هند په جنوب کې شوې ، زما یو دوست ماته ډیرې دغسې افسوسناکې پیښې بیان کړي . په شرقي هند کې یوې په نوم مسلمانې ښځې د یوه غیر مسلمان شتمن سړې سره په ډانګ پییلې اړیکې درلودل او د هغې په پایلو کې هغه دډیر دولت او مال خاونده شوه ، زما دوست وایې چې ډیر ځله ځایي مسلمانانو ،.. په نوم مسلمانانو …په دې ډیره خوښې ښکاره کوله چې د یوه غیر مسلمان څخه یو مسلمان ته دومره دولت په لاس ورغلي دې . ]

ایا ددې وروسته هم د بې حیایې او اخلاقي انحطاط کومه درجه پاته کیږی ؟

اوس ددغې دویمې ستنې حال ووینئ ، د ټول هندوستان څخه داسلامي تعزیراتو قانون په مکمله توګه لرې کړل شوې دې ، د زنا او قذف حد نه په اسلامي ریاستونو کې نافذ دې او نه په انګلیسي هند کې . یوازې دا نه ده بلکه هغه قانون چې نن په هیواد کې نافذ دې په هغه کې زنا ته د جرم په حیث نه کتل کیږي .که چیرې کومه نیکه او شريفه ښځه یانجلۍ څوک تیر باسي او دهغې د بد کاره کولو هڅه وکړي نو له تاسره هیڅ داسې قانونې ذریعه نه شته چې دهغې په واسطه دهغې عزت خوندې وساتل شی. که چیرې څوک په یوې بالغې ښځې سره دهغې په خوښه ناروا عمل «زنا » وکړي نو تاسې د قانون له مخې هغه ته سزا نه شئ ورکولاې. که چیرې کومه ښځه په ډاګه په بدکارۍ «زنا » لاس پورې کړي ، قانون یوازې د زنا بالجبر مخه نیسې خو هغوې چې په قانون پوهیږي دهغو څخه و پوښتئ چې د زنا بالجبر ثبوت وړاندې کول څومره ستونزمن کار دې . دنکاح شوې ښځې غولول او وړل هم جرم دې خو د انګریزې قانو پوهانو څخه و پوښتئ چې که چیرې نکاح شوې ښځه په خپله خوښه د چا په کور ورننوځي نو دهغې له پاره ستاسې دبادارنو په محکمه کې څه ډول قانون شتون لري ؟

غور وکړئ دغه دواړه ستنې له منځه تللي او س ستاسې د ټولنې ټولنیز نظم یوازې په یوې ستنې ولاړ دې. ایا تاسې دغه ستنه هم له منځه وړل غواړئ ؟ له یوه اړخه دپردې هغه زیانونه دي چې تاسې ورته پورته ګوته نیولې ده او د بله اړخه د پردې په لرې کولو کې د اخلاقي او ټولنیز نظام مکمله تباهي نغښتې ده ، اوس ددې دواړو تر منځ موازنه وکړئ ، مصیبتونه خو دواړه دی. په هر حال د دواړو څخه به یو اخلئ اوس تاسې پخپله دخپل زړه څخه فتوې واخلئ چې په هغې دواړو کې کوم مصیبت کوچنې او وړوکې دې؟

نو که چیرې پریکړه د وخت او زمانې په حالاتو باندې منحصره وي نو زه وایم چې ددې ځاې حالا ت د پردې په تخفیف باندې نه بلکه د نورو ډیروکلکیدو اهتمام او غوښتنه کوي ، ځکه چې ستاسې د ټولنیز نظام د ساتنې دوه ستنې پخوا تردې له منځه تللي او اوس د هغې تکیه او اعتماد یوازې په یوې ستنې باندې دې .

د تمدن ، اقتصاد اوسیاست ټول مسایل او ستونزې به تاسې حل کوئ نو سر په لاسو کې و نیسئ او فکر وکړئ چې ایا د اسلامي حدودو په داخل کې ددې د حل نورې کومي لارې هم پیدا کیږي؟ خو اوس هغه پاته ستنه چې وار تر مخه ډیره کمزورې شوې ددې نه زیاته مه کمزوری کوئ . په دې کې د تخفیف کولو د مخه لږ تر لږه دومره توانایي پیداکول په کار دي چې که چیرې کومه مسلمانه ښځه بې نقابه وي او دهغې لورې ته د بدو کتلو دپاره دوه سترګې موجودې وي نو هلته باید د هغې سترګو د ویستلو له پاره پنځه لاسونه هم موجود وی .

پای.
 


زما نورې پښتو ژباړي:

اسلامي سیات .(مولانا ګوهر الرحمن«رح» )
اسلامي ریاست .( مولانا ابوالاعلي مودودي «رح»)
خلافت او ملوکیت . .( مولانا ابوالاعلي مودودي «رح»)
پرده . .( مولانا ابوالاعلي مودودي «رح»)
د حدیثو د انکار نه د قران تر انکاره پورې . (مولانا عبدالسلام رستمي «رح»)
دنبوت پائ. (مولانا عبدالسلام رستمي «رح»)
دصلاح الدین یوبي ریښتنې پیښې (دایمان پلورونکو داستان ) ( التمش )
د رسول الله (ص) د انقلاب حکمت .(سید اسعد ګیلاني «رح»)
یو شمیر نورې کوچنۍ رسالې (په اردو او پښتوژبو) چې نومونه یې زما په لیکنو کې کتلائ شئ.
زیات شمیر پښتو مضامین او دانګلیسې او د اردو ژبو څخه ژباړل شوې او هم په انګلیسي ژبه سیاسې شننې ، مقالې او لیکنې چې په پښتو او نګلیسي ژبو ورځپاڼو او یو شمیر اونیزو او میاشتنیزو کې خپاره شوې دي.( په خواشینۍ سره چې ریکارډ یې له ماسره نشته .)
قریب الرحمن سعید

د ۱۳۸۸ لمریز هجري کال د اسد میاشت .

۲۰۰۹ زیږدیز کال د اګست میاشت .

پاې