ننګرهار: ایساف ځواکونو ته مرګ ژوبله واوښته

جان محمد مهربان | سپتمبر 6th, 2009


وسله وال طالبان ادعا کوي چې تېره شپه يې دننګرهار په خوږياڼو ولسوالۍ کې د امريکايي ځواکونو پر يوه کاروان بريد کړی او لس تنه امريکايي پوځيان يې وژلي. د طالب وياند ذبيح الله مجاهد په وينا په دغه بريد کې د امريکايي ځواکونو دوه تانګونه ويجاړ شوي او ددوی يو طالب ملګری هم ژوبل شوی دی. په ختيځ کې دمېشتو ایساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر مني چې بېګا شپه په خوږ ياڼو کې وسله والو طالبانو د دوی پر ځواکونو بريد کړی، خو وايي چې په دغه بريد کې د دوی څلورتنه سرتيري مړه اوژوبل شوي دي. تېره ورځ په کونړ کې هم وسله والو طالبانو د ایساف پر يوه کاروان بريد کړی و او دغو ځواکونو منلې وه چې يو شمېر سرتيرو ته يې مرګ ژوبله اوښتې ده.

Copyright Larawbar 2007-2024