کور / خبرتیا او پيغامونه / په عربي هېوادونو کې مېشتو پښتنو ته خبرتيا

په عربي هېوادونو کې مېشتو پښتنو ته خبرتيا

په عربي هېوادونو کې مېشتو افغانانو ته خبر ورکول کېږي چې له نیکه مرغه دا ځل پښتو نړیوال کنفرانس د افغان کلتوري ټولنو د جرګې له خوا په کابل کې د ۲۰۰۹ کال د اکتوبر په ۸ او ۹ مه ( د ۱۳۸۸ د تلې په ۱۶ او ۱۷ مه ) جوړېږي، چې په پېښور اوکوټه کې د پښتو نړیوالو کنفرانسونو د لړۍ یوه بله کړۍ ده.


 د کنفرانس ترتیبونکو هوډ کړی دی چې په دې کنفرانس کې د نړۍ له ټولو پښتنو څخه پوهان، څېړونکي او د نظر خاوندان ګډون وکړي. کنفرانس د عربي نړۍ د اړيکو لپاره په دوبۍ کې مېشت (هلال مومند) ګمارلی دی تر څو په عربي نړۍ کې د مېشتو پښتنو سره اړيکي ونيسي او کنفرانس ته د دې سيمو د پښتنو په استازيتوب پوهان، څېړونکي او د نظر خاوندان ولېږي.


 په بېلابېلو هېوادونو کې له ټولو افغاني ټولنو، پوهانو، څېړونکو او د نظر له خاوندانو هيله کېږي د هلال مومند سره د سپتمبر له لسمې مخکې اړيکي ونيسي تر څو نوموړي کنفرانس ته د تابیا لپاره غونډه جوړه او پکې په عربي هېوادونو کې د مېشتو پښتنو په استازيتوب پوهان، څېړونکي او د نظر خاوندان غوره کړل شي.


 اړيکې:


 ۱. د هلال مومند ټيلي فون +۹۷۱۵۰۴۵۷۴۱۳۶ ، یا +۹۷۱۵۰۹۲۷۹۸۷۰ برېښنا ليک: imomand@yahoo.com


 د پښتو نړيوال کنفرانس په اړه:


پښتو نړيوال کنفرانس


 په پېښور اوکوټه کې تېرو پښتو نړیوالو کنفرانسونو د پښتو د ودې اوپرمختګ او پښتنو دروښانتیا په برخه کې دپام وړ ونډه درلودلې ده. دا ځل به د پښتو نړیوال کنفرانس په بیله بڼه د پښتنو پر بنسټیزو ستونزو غور وکړي او دا به وڅېړي چې ولې نن سبا پښتانه له دومره ډېرو ناخوالو او ربړو سره مخامخ دي.


 کومې ستونزې :


 په دې کنفرانس کې به د ستونزو پرلاندینیو کلتوري او ټولنیزو اړخونو بحث وشي:


 ۱ـ د پوهنې ( ښوونې – روزنې) کمزورتيا.
۲ـ کلتوري – دوديزې ستونزې.
۳ـ د پښتو ژبې د ودې او پرمختيا پر وړاندې پرتی ستونزې او خنډونه.
۴ـ د ټولو پښتنو د ويښتيا – روښانتيا او پرمختيا لپاره نړيوال جال او بدنه.


 پښتو نړيوال کنفرانس به د هرې موضوع لپاره یوه کاري ډله ( ورکشاپ) جوړوي. په دې ورکشاپونو کې به :


 لومړی: د ستونزې عوامل څېړل کېږي
دویم : د حل لارې به یې پلټل کېږي
درېیم : دحل لارو د عملي کولو لپاره به میکانیزمونه، مهالویشونه او لارې چارې را منځ ته کېږي.